کور / تازه خبرونه / پولیسو کراچۍ کې شپږ جسدونه موندلي

پولیسو کراچۍ کې شپږ جسدونه موندلي

کراچۍ: دبي بي سي د خبرله مخې پولیسو کراچۍ کې شپږ جسدونه موندلي، چې له ځورونې وروسته وژل شوي دي.له وژل شویو کسانو نه درې د سواتي طالبانو نومي ډلې اړوند دي.د منګوپیر سیمې پولیس وايي، وژل شوي کسان له تښتول کېدو وروسته په یوه ویرانه سیمه کې په ډزو وژل شوي دي. د ځايي روغتون ډاکټران، چې دغه جسدونه ور وړل شوي وايي، د دغو کسانو عمرونه د ۲۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ دي او له نژدې نه په ډزو ویشتل شوي دي.د ځايي پولیسو یوه افسر شعیب بلوڅ په وینا وژل شویو نه درې کسان پېژندل شوي، چې نومونه یې شعیب، خان سعید او یوسف دي او په اسنادو کې یې د سوات ادرس لیکلی شوی دی.”د کراچۍ ښار او شاوخوا سیمو نه د تېرو پنځو میاشتو په اوږدو کې ۲۵ داسې جسدونه موندل شوي، چې له ځورونې وروسته وژل شوي دي. “د پولیس په وینا داسې شک کېږي، چې دغه کسان د طالبانو سواتۍ ډلې اړوند دي او احتمال شته، چې وژنه یې د طالبانو خپل منځي اختلاف وي، خو وايي د دریمې ډلې احتمال هم نه ردوي.د کراچۍ ښار او شاوخوا سیمو نه د تېرو پنځو میاشتو په اوږدو کې ۲۵ داسې جسدونه موندل شوي، چې له ځورونې وروسته وژل شوي دي.پولیس وايي، ډېری موندل شوي مړي د هغو ډلو د اړوندو کسانو دي، چې حکومت پرې بندیزونه لګولي او یو شمېر نور یې بیا د متحده قومي خوځښت د فعالانو په توګه پېژندل شوي دي.