له کابل څخه راغلي د سولي عالي شورا لوړپوړي پلاوي په کندهار کي د سولي له بهير څخه ليدنه وکړه.
نن د کندهار والي د کار په دفتر کي غونډه جوړه سوه، چي پکي د سولي عالي شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم مجاهد، د علماوو د سرتاسري شورا غړي مولوي خليل الله فېروزي، د سولي عالي شورا غړو مولوي قلام الدين او مولوي پيرمحمد روحاني، د پکتيکا د سولي شورا رئيس سيد حبيب الله جان اغا، د علماوو د سرتاسري شورا غړو سميع الله ريحان او مولوي مصطفى بارکزي، د ستري محکمې يوه قاضي خواجه احمد صديقي، کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا او د کندهار د سولي شورا رئيس حاجي عطاء محمد احمدي ګډون کړى وو.
راغلي پلاوي چي د سولي عالي شورا مرستيال مولوي عبدالحکيم مجاهد يې مشري کوله، خوښي وښوده چي په کندهار کي د سولي بهير دوام لري او وخت پر وخت يې لاسته راوړني درلودلي دي. مجاهد سوله د هېواد لپاره اړينه وبلله او زياته يې کړه، چي د سولي بهير به نور هم پياوړى کړي. هغه زياته کړه: “موږ د دې لپاره راغلي يو، چي په کندهار کي د سولي بهير له نژدې ووينو، نيمګړتياوي يې وګورو او هلي ځلي وکړو چي د سولي پروسه نوره هم قوي کړو.”
مجاهد وويل، د سولي د تامين لپاره بايد ټول قومونه سره يو سي، شخصي دښمنۍ شا ته پرېږدي او ټول افغان ملت سره يو موټى سي. د هغه په خبره، که له شخصي دښمنيو څخه لاس وانخلو، نو به هېڅکله په هېواد کي سوله تامين نه سي. نوموړي په کندهار کي د سولي بهير ښه وارزاوه او زياته يې کړه، چي د کندهار د ولايتي ادارې غوښتني به له مرکز سره شريکي کړي.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ياد پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ له دوى څخه مننه وکړه، چي په کندهار کي له نژدې د سولي پروسه ارزوي. والي وويل: “د هر هېواد او هري سيمي لپاره سوله اړينه ده، که امن نه وي، هيڅ ډول پرمختګ نه سي کېداى. سوله ده چي هر ډول پرمختګونو ته لار هواروي. موږ هر وخت پر وسله والو ږغ کړى دى چي د سولي له پروسې سره يو ځاى سي او د خپل هېواد له ورانولو څخه لاس واخلي.”
کندهار والي يادونه وکړه چي د سولي په بهير کي د علماوو رول ډېر مهم دى او د علماوو له لاري عامه ذهنيتونه تعميرېداى سي. د هغه په خبره، وخت ناوخته يې د کندهار له علماوو سره غونډي کړي او هغوى ته يې ويلي چي د سولي له بهير سره مرسته وکړي او خلکو ته د سولي اهميت وروپېژني.
په غونډه کي د کندهار د سولي شورا رئيس حاجي عطاء محمد احمدي وويل، ډيري هلي ځلي يې کړي چي وسله وال د سولي له پروسې سره يو ځاى کړي. هغه زياته کړه، په راتلونکي کي به هم د سولي په برخه کي هلي ځلي کوي. نوموړي وويل: “زموږ اکثره ځوانان بهرنيو هېوادونو ته د ديني زده کړي لپاره ځي، چي په دې بهير کي د بهرنيو هېوادونو له لوري د دوى پر ذهنونو کار کېږي او هېواد له تشدد او پردي ذهنيت سره راستنېږي.” هغه د سولي له عالي شورا څخه غوښتنه وکړه چي په کندهار کي دي د هېواد په سطحه يوه مدرسه جوړه سي، تر څو هېوادوال په بهرنيو هېوادو کي زده کړي ته مجبور نه سي. ښاغلي مجاهد ژمنه وکړه چي د کندهار د ولايتي ادارې غوښتني او وړانديزونه به تر مرکز پوري ورسوي. هغه وويل، په کندهار کي د يوې غټي مدرسي جوړول به يې له لومړيتوبونو څخه وي.
تر غونډي وروسته له کابل څخه راغلي پلاوي، کندهار والي او د دغه ولايت يو شمېر چارواکو له عمر جامع څخه ليدنه وکړه. کندهار والي راغلي پلاوي ته د عمر جامع په هکله هر اړخيز معلومات ورکړل او ويې ويل، چي ياده جامع به رسماً تر روژې مخکي د خلکو پر مخ پرانيزي.