دامان ښاروالۍ داولسوالۍ په مختلیفو برخو کښی تروخت تېر خوراکي توکی نیولي دي .
د کندهارښاروالۍ اړوند ددامان ښاروالۍ په دې اورستیو وختونو کښی دعامه نظم او مراقبت پراساس تروخت تیر خوارکي توکی نیولي دي .
ددامان ښاروال نقیب احمد نوری وایی دوی ددې لپاره چی ددامان په اولسوالۍ کښی خلګوته دښه صحت زمینه برابره کړي او په خوارکي بخش کی مثبته غذا خلګوته برابره کړی نوپه همدې موخه یې داولسوالۍ ټولو دوکاندارانو ،خوړنځایونو او اودسوداګریزو ځایونو مالیکانوته خبرداری ورکړی دی ترڅو تروخت تیرخوراکي توکی ونه پلوري ځکه په وینا یې داکار ستر جرم دي چی ددوی دخبرداری سره سره یو شمیر دوکاندارانو ددوی اوصولو ته غاړه نه وه ایښې چی بلاخره دوی تیره ورځ دیوه کمپاین پرمهال په زیاته اندازه تروخت تیر خوراکي توکي ددوکاندارانوڅخه نیولی اوټاکل سوې ده چی وروسته به یی دیوه ګډ پلاوي په حضور کښی له منځه یوسي .
ددامان ښاروال نقیب احمد نوری وایی په یادو تروخت تیرو موادو کی خوراکي مشروبات ،غوړي ،کیک ،او ځینی نور خوراکی توکي وه چی تاریخ تیر وه او کیفیت یی هم ډير ټیټ وو چی نومړی په دې برخه کښی داولسوالۍ دخلګو څخه هم مننه وکړه چی دیاد کمپاین پر مهال یی ورسره همکاری کړې ده ولی بیایی هم پر خلګو ږغ وکړ چی تاریخ تیره مواد دی نه پلوری ځګه په خبره یی که ونیول سو قانونی کړنه ورسره کیږی .