د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼی د خورشید تلویزیون د دویم کلیزې د پوره کیدو له امله د یاد تلویزیون مشرتابه او کارې ډلې ته د مبارکۍ ترڅنګ وایي دغه تلویزیون د دوو کلونو په ترڅ کې بې کچې پرمختګونه وکړ.
نوموړی زیاته کړه،دغه تلویزیون د دوو کلونو په ترڅ کې په خبرونو،
سیاسي،اقتصادي،ټولنیزې،ادبي،کلتوري،سپورټي او د نورو بېلابېلو خپرونو په
وړاندې کولو سره وکړی شول،چې د رسنیو په منځ کې د پرمخ تللو تلویزیونونو
څخه ځان راڅرګند کړي .
هغه وایي دغه تلویزیون په رښتني ډول په ټاکنیزو مبارزو کې بې پلوي ترسره
کړې او په ښه توګه یې د مرکز او ولایتونو ټاکنیز بهیر څخه لیدونکې خبر کړل او دی هیله مند دی،چې د دویم پړوا ټاکنیز بهیر ته به نور هم ښه انعکاس ورکړي.
ده خورشید تلویزیون له مشرتابه او کارې ډلې څخه مننه هم وکړه،چې وخت به
وخت یې د میدان وردګو ولایت بېلابېل خبرونه په ښه توګه خپاره کړي او د دغه ولایت ملکي،نظامي او ولسونو ستونزې او فعالیتونو څخه یې حکومت او ولس خبر کړی دی .
د میدان وردګو والي یو ځل بیا د خورشید تلویزیون د ټولو کارکوونکو هلو ځلو ستاینه وکړه او د دوی ته یې د لا بریالیتوب هیله څرګنده کړه .
د یادونې وړده،خورشید تلویزیون دوه کاله وړاندې به فعالیت شروع وکړه،چې اوس مهال د نړۍ په زیات شمېر هېوادونو کې لیدونکې لري