پيښور:په شمالي وزيرستان حافظ گل بهادر ديوې خبرپاڼه کې سيمه ايزو خلکو ته څرگنده کړې چې د جون ترلسمې پورې دې خوندي سيمو ته کډې وکړي.گل بهادر دوياند احمدالله احمدي له خوا رسنيو ته په ليږل شوى خبرپاڼه کې ويل شوي دوي دپوځ له لوري دپلان شوؤ عملياتو په ضد دجگړې لپاره چميوالى نيسي او سيمه ايزخلک دې له سيمي ووځي خبرپاڼه وايي حکومت د هوايي بريد ونو په ترسره کولو اؤ پوځي عملياتو دتابيا کولو سره دشمالي وزيرستان دطالبانو سره دامن تړون مات کړى.دخبرپاڼې په خبره دشورا مجاهدينو پريکړه کړې چې دغه تيرې به نور نۀ زغمي اؤ دوزيرستان ددفاع لپاره يې دجگړې لاره خپله کړې” نوموړې ډلې خلکو ته څرگنده کړې چې دحکومت له لوري جوړو کړل شوؤ کيمپونو کې دې دپناه اخستو څخه ډډه وکړي اؤ قبائيلو ته يې مشوره ورکړې چې ددې پځايې دې دافغان پولې ته نزدې سيمو ته ځانونه ورسوي چې ددغه ځايونو څخه به اسانۍ سره افغانستان ته سفر وکړل شي.حافظ گل بهادر له خلکو څخه غوښتنه کړې چې حکومت اؤ پوځي چارواکو سره دې ټولې اړيکې پرې کړي او دهغو کسانو په ضد به گامونه اخلي څوک چې دطالبانو خبرو ته غوږ نۀ نيسي اؤ زياته کړې يې ده چې له لسم جون څخه وروسته به چاته هم هم پوځي کيمپونو اؤ حکومتي دفترونو ته دتللو جازه نه وي .دغه ډلې دا اعلان هم کړې چې د جون له لسم څخه وروستو به په افغانستان کې خپلې ټولې کارروايۍ اودروي اؤ زياته کړې يې ده چې دپولې پورې غاړې به جنگيالي نۀ ليږي اؤ پام به دشمالي وزيرستان دفاع ته ورگرځوي