کور / تازه خبرونه / سجنا له پاکستاني طالبانو څخه جلا شو

سجنا له پاکستاني طالبانو څخه جلا شو

اسلام اباد دبي بي سي دخبرله مخې په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو یو مهم مشر خان سید سجنا د پاکستاني طالبانو له ناقانونه ګرځول شوې ډلې د جلا کېدو اعلان کړی دی.د پاکستاني طالبانو یوه مهم مشر خان سید سجنا ویلي، چې ددغه هېواد د طالبانو له ناقانونه ګرځول شوې ډلې جلا شوی او له افغان طالبانو سره یوځای شوی دی نوموړي دا اعلان د شمالي وزیرستان له یوه نامالوم ځای څخه د خپل ویاند اعظم طارق په خوله کړی دی.د پاکستاني طالبانو د ناقانونه ګرځول شوې ډلې مخکني ویاند او د مرکزي شورا مهم غړي اعظم طارق په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د سجنا د جلا کېدو لامل دا دی، چې په تحریک کې د دوی هڅو ډېر ځای ونه نیو، همدا وو چې کامیابي یې هم په برخه نه شوه.اعظم طارق ویلي، چې له حکومت سره د جوړجاړي په اړه خبرو کې د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله سره یې یولړ اختلافونه شته.نوموړي دغه تحریک په جرمونو کې سابقه لرونکی تحریک بللی دی.د ویلو ده، چې په وزیرستان کې د خان سید سجنا او د شهریار ډلو ترمنځ اخ و ډب هم شوی دی.د راپور له مخې، خان سید سجنا د ولي الرحمن له ډلې او شهریار د حکیم الله مسید له ډلې سره تړاو لري، چې دواړې ډلې د مسیدو پر قوم پورې اړه لري.دغو دواړو ډلو په جنوبي وزیرستان کې د امارت په اړه له لومړي سره اختلاف درلود.د ځینو رپوټونو له مخې، د خان سید او شهریار ډلو ترمنځ د تېرې میاشتې په جګړو کې لږترلږه ۵۰ کسان وژل شوي دي. د خان سید سجنا ویاند په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي – “د پاکستاني طالبانو تحریک بې ګناه خلک وژني، او په جهادي چارو کې له بهرنیو قوتونو سره دسیسې جوړوي”.دوی خپل جلاوالی او نوې ډله د “مسید طالبان” یاد کړي دي.شنونکي وايي، د سجنا او مسید ترمنځ څو کاله د سولې پر خبر اختلاف وو، خو تېره میاشت یې دغه اختلاف د ټوپک تر ګولیو ویشتلو پورې ورسېد، او هر یوه د مسیدو د مشرۍ ادعا کوله.ځینې شنونکي وايي، د پاکستان له وخت په ګټې اخیستو سره، د طالبانو د هغو لسګونو ډلو د دړې وړې کولو هڅه کوي، چې د یوه تحریک تر چتر لاندې فعالیت کوي.که څه هم پاکستاني طالبان له افغان طالبانو جلا دي، خو په ایډیالوژۍ کې سره یوه خوله دي.خان سید سجنا د نواز شریف په مشرۍ له حکومت سره د سولې خبرې تایید کړې وې، خو شهریار مسید بیا له حکومت سره هېڅ راز جوړجاړی نه مانه. شنونکي وايي، د سجنا او مسید ترمنځ څو کاله د سولې پر خبر اختلاف وو، خو تېره میاشت یې دغه اختلاف د ټوپک تر ګولیو ویشتلو پورې ورسېد، او هر یوه د مسیدو د مشرۍ ادعا کوله.تېر کال د امریکا د څارګرو الوتکو په برید کې د پاکستاني طالبانو د مخکني مشر حکیم الله مسید او د هغه د مرستیال تر وژل کېدا وروسته د مسید طالب مشرانو ترمنځ اختلاف ډېر ژور شو.