بسم الله الرحمن الرحيم
دايو څرګند حقيقت دی چې له تېرو شپږ ديرشو کلونو راهيسې زموږ په ګران هېواد كې يو لوی ناورين او سخته فاجعه روانه ده ، داسې فاجعه چې په نتيجه کې يې هېواد لوټې ، لوټې او کونډې ،بورې، يتيمان اومعیوبان مو تر لکونواوملیونونو هم ور واوښتل ، دومره ستونزې او کړاوونه چې افغانانو وګالل، په تاريخ کې يې مثالونه کم ليدل کيږي ، او دا هم حقيقت دی چې دا دومره اوږدو جګړو او اختلافونو نه يوازې مادي زيانونه لرلي دي بلکې بې شمېره معنوي تاوانونه يې هم راپېښ کړي دي،كوم چې هم زموږد خلکوپه فردي شخصيت او هم يې په اجتماعي حيثيت کې له ورايه تر سترګو کيږي .
ددې ناخوالو ټول بيان زموږ دتوان او وس خبره نه ده خو يو اړخ چې دلته يې څه نا څه يادښت کوو او په موږ افغانانو پورې تړاو لري ،هغه داچې د افغانانو دبېلا بېلو پرګنو ، ټولنو او سياسي بهيرونو تر منځ روان وضعيت دی .په دې معنا چې له بده مرغه د دې خپل منځې جګړو په نتيجه کې د افغانستان وروڼه قومونه په دښمنۍ کې دومره مخکې تللي چې د مقابل لوري د څملولواوچپه کولو لپاره يې دهر بهرني یرغل مرسته او پوره خدمت کړی دي . او بالآخره د بهرنۍ مداخلې لپاره ټولې بندې دروازې پرانستل شوې چې په پایله کې يې زموږګران ، اسلامي هيواد را وران او ټوټه ټوټه کړ.
دا د ناخوالو او بدمرغيو يو اوږد غمجن داستان دی او په کار ده چې هر افغان ورور ډېر پرې غمجن ،خفه،اووخوږيږي ،اوپه دېکښې فکر وکړي او د حالاتو سمولو لپاره تر خپله وسه او طاقته خپل مسوليت او فرض ادا کړي .
نور نو دا روان حالت د زغم وړ نه دی ، د جاري حالت پايله هلاکت او تباهي ده . هيڅ افغان ورورته نه ښايي چې د دې اسلامي خاورې د سقوط او هلاکت نندارې ته لاس تر زنې ناست وي، بلکې ضروري ده چې د هېواد دمختلفو مطرحو تنظيمونو او قومونو تر منځ د تفاهم ، نژدېوالي او وحدت لپاره تر خپلې وسې هڅه وهاند وکړئ،په تیره بیاهغه شخصیتونه چې قومي مشران ، ديني عالمان ، سياست وال، مخور او دلوړعلم و فکر څښتنان وي .
موږ به ټول په ګډه کار کوو،له هر چا به د مرستې غوښتنه کوو او بالآخره به دې ولس ته د الله عزوجل په مرسته او دافغانانوپه مټه له دې بدمرغۍ نه نجات او خلاصون ورکوو . يقينًا په همدې کې نجات دی،کاميابي ، خوشالي او دالله تعالی خوښي په همدې کې ده .نو په دې اساس که چېرې زموږ د هېواد دمطرحو تنظيمونو ، قومونو او مخورو شخصياتو تر منځ په لومړي پړاو کې څه ناڅه تفاهم او نزدېوالی راشي ، که خدای کول د دې بدمرغيو په کمښت کې به يې ښکاره اثر وليدل شي ، ځکه حکومتونه خو له همدغو پرګنيو جوړ دي ، داډګروال صاحب چې د خپل هيواد وال پرکور ګولۍ وروي ، هغه پوليس چې په نه څه خبره خپل کليوال زندان ته اچوي او هغه چې خپلو خلکو(افغانانووروڼو) ته په لارو کې بمونه ږدي ، ټول د همدې قومونوبچان اودهمدې ټولنو مربوط او اړوندکسان دي .
دې لوړ هدف اوسترمقصدته درسیدو لپاره پکارده چې زموږ دغیورولس ټول وګړي او دملت ټول اقشاراوطبقات په ښه توګه متوجه شئ اوخپلي هلي ځلي جاري وساتي،چې په همدې بهيرکې ليکنې، راډيويې اوټلويزوني مرکې ، شخصي تماسونه او بيا د مختلفو هيئتونو ګډې ناستې خورا اغېزمن قدمونه دي چې خامخا به الله تعالی برکت پکښې ږدي او ښه نتيجه به ورکوي . دا يو سترهدف او مقصد دی خوپوره کول يې دټولو افغانانو دنده ده او په پوره اخلاص اوقربانۍ سره کيږي، البته کار او اقدام کول ضروري دي ځکه دا کار موږ ته بل څوک نه شي کولای اونه يې راته کوی، نه به له اسمانه ملائيکي راکښته شي ، نه به يې نور نړيوال راته وکړي اونه به ترې طمع کوو،نو که موږ یې کوو ، کيږي به انشاءالله او د الله تعالی په فضل به ښه نتيجه ورکوي او که نه يې کوو ، هيڅ نه کيږي . لکه چې همدا د الله عزوجل ثابت سنت او تګلاره ده او قرآن مجيد په ښکاره الفاظوکې وايي :(ترجمه):«بې شکه الله د يو قوم حال نه بدلوي څو چې هغوۍ خپله بدلون پکښې ونکړي» لنډه داچې احساس لرونکي افغانان چې په روان حالت ډیرخواشيني دي نو بيا دې دالله (ج)نه مرسته وغواړي او اقدام دې وکړي .
همدغه زموږ د هېواد او ملت د ژغورنې او نجات لپاره يوازنۍ لار ده ، زموږ ټول ولس د همدغې هڅې پلوی او له جنګ جګړو او اختلافاتو ډیرستړی ستومانه شوی دی. راځئ د دې سپېڅلي ولسي ارمان پوره کولولپاره خپل ټول وس اوتوان په کار واچوو، راځئ لاسونه سره ورکړو او په ګډه قدمونه واخلو . يو د بل دېرو او جوماتو ته ورشو، سپين ږيري ور ولېږو، ليکونه او سلامونه ورواستوو خپل منځی وحدت تأمين او بالآخره د پرديو له اسارت او غلامۍ نه ځان خلاص اوآزاد کړو. والسلام علیکم ورحمةالله
ورورموملا معتصم اغاجان * څو چې راټول په يو ټغر يې نه کړم * *هرې دېرې ته به جــــرګو ســره ځـــم*