دا هغه عنوان دی چې عربي مشهور لیکوال احمد منصور څو روځې وړاندې په یوه عربي وبپ پاڼه کې د خپلې خپرې کړې لیکنې په سر کې لیکلی ؤ ، داچې دا موضوع جالبه وه ، نو مې د لیکنې څخه ځینې برخې په پښتو ژباړه سره د خپلې لیکنې سره ضمیمه کړي تر څو په لیکنه د هغه معلومات وراضافه کړي وي :
داسې ښکاري چې د هند خلکو هم د سیکولر ډلې ګانګرس څخه چې د دیموکراسي په پلمه یې کلونه کلونه د هند د میلیونونو وګړو وینې وزبیښلې او د همدې وینو په برکت لوړو پوړونو ته ورسیدل،خو د هند اوسیدونکي د سرک د غاړې له زږیدنې او مرګ څخه تر خونې ونه رسیدل ، د خلاصون لاره په مذهبي افراط کې ولیده ، هندوانو هر چاته لاس اوږد کړ تر څو د یوه انسان په بڼه د ژوند حق ورکړي خو له ناچاري دداسې چا لاس یې ونیو چې د خلاصون لاره یې ورته په مذهبي افراط کې وښوده ، او دا ځل یې دداسې چا لاس نیوی وکړ چې د نورو مصیبتونو تر منځ به يې په مذهبي جګړوهم اخته کړي . او واکمن به د همدې مذهبي تاوتریخوالي په خړو اوبوکې خپل ماهیان نیسي ،داچې دا نوی واکمن څوک او څه ډول دې ځای ته ورسید ، په دې کې شک نشته چې نوموړی د ټیټې طبقي راپورته شوي سیاستوال دی چې له عقدو ډک ژوند لري ،او دا ډول عقده من خلک تل له بدبختیو پرته نور څه په ارمغان نه راوړي ، موږ په تیر کې د هیتلر ، مارکس او ستالین داستانونه لوستي چې څه ډول واک ته رسیدلي او بیا یې خپله عقده څه ډول په رعیت ماته کړي داچې په تیر تاریخ کې نوموړی څه ډول شخص ؤ احمد منصور يې په هکله لیکي :
(ډیر خلک به له دې ناخبره وې چې د هند اوسنی لومړی وزیر (نارندرامودي ) د بهاراتا جاناتا د بنسټ پالي (افراطي) هندوانو د ډلې مشر چې په هند کې یې په پارلماني انتخاباتو کې بری تر لاسه کړ ، له (۲۰۰۲) کال را پدې خوا د ګوجرات په ایالت کې د عام وژنې د پلان جوړولو په تور امریکا ته له تلو منع دی ، هغه عام وژنه چې په ترڅ کې یې ( ۲۰۰۰) مسلمانان د هندانو په لاس ووژل شول او په زرګونو نور تیښتې ته اړ شول ، دا هغه مهال ؤ چې نوموړی د همدې ګجرات ایالت والي ؤ، تر دې چې د کانګرس په ګوند کې نوموړی د (مرګ په تاجر) شهرت لري ، خو ددې سره سره کله چې د امریکا خارجه وزیري د هند څخه لیدنه کوله نو (مودې ) ته یې امریکا ته د ورتللو بلنه ورکړه
او ډیري خلک له دې هم نا خبره دي چې مودي د افراطي هندوانو د (راشتریا سوایا مسفاک سانګ) په ډله کې را لوی شوی او د هغې ډلې غړی دی ، هغه ډله چې د نوموړي په لارښوونه او رهبرۍ وتوانیده په ۱۹۹۲ کال د ایودیا په ښار کې د بابري جومات ونړوي . او هغه چې په (۲۰۰۲) کال کې په ګجرات کې پیښ شول ، د فرانسوي ژورنالیستې (ساره حیلفا) په وینا : افراطې متعصبو هندوانو چې په تورو ، تبرونو او چړو مسلح ؤ د مسلمانانو په کلیو یرغل وکړ ، تر (۲۰۰۰) ډیر مسلمانان یې چې ښځې ، ماشومان او بوډاګان پکښې ؤ په ډیره بې رحمۍ ووژل ، د مسلمانانو په ډیرو ښځو تیري وشول ، کورونه یې ورته وسوځول …تر دې چې ډیر ماشومان یې په چړو حلال کړل ،داچې په دې پیښه ډیر کلونه تیر شوي خو دا ټپ د ډیرو مسلمانانو په ذهنونو کې لا هم ژوندی دی ، اودې ستونزې ډیری مسلمانان کډې بارولو ته اړ کړل ، تر دې چې دا سیمه داسې وځپل شوه چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړل ، او ددې عام وژنې مسؤل د همدې ژورنالستې په وینا چې دا ښار یې د بدبختیو سره مخ کړ ،د احمد آباد د ښار دکتاتور ( ناراندرا مودي ) دی ، چې کانګرس د حزب په منځ کې هغه د مرګ په تجارشهرت لري .دا چې دا خبره په نوموړي تر اوسه هم د اتهام تر بریده روانه ده او هغه له دې کړنې انکار کوي ، ځکه کوم بې پرې تحقیقات په دې اړوند ندي تر سره شوي ، خو د مسلمانانو سره د ظلم او تیري سره سره دادي همدا د مسلمانانو سره دښمن پال نن د هند د صدارت څوکۍ ته ورسید ، خو کله چې د اتخاباتي کمپاین په مهال له نوموړي د رویتر د خبري آژانس خبریال د همدې ټول وژنې په اړوند پوښتنه وکړه ، نو هغه په ډیره بې پروایی داسي ساده ځواب ورکړ چې (زه په دې عام وژنه خوابدی یم ) لکه په یوه سپي چې موټر وهلی وي څوک خوابدی وي ، دا خبره ددې څرګندونه کوي چې د (۲۰۰۰) مسلمانانو وژل کیدل دې متصب هندو ته څومره ارزښت لري ،داسې لکه څو سپې چې موټر وهلي وي ،له دې مرکې وروسته چې په هندي ټولنه کې یې غوغا را پورته کړه ، نوموړي له رسنیو سره د نورو مرکو له کولو ډډه کوله ،او د «لونوفيل أبسرفتوار» فرانسوي ورځپاڼې خبریاله خو لا دا هم وایی چې په احمد آباد کې هیڅ څوک په مودې باندې د انتقاد کولو توان نه لري ، تر دې چې خبریالان له بند څخه او ورځپاني یې له بندیدو ویره لري ، لکه څنګه چې ملیکه سا رابهای نڅاګره خو په دې جرم د بند تر خونو ورسول شوه چې مودي ته یې د (د ۲۰۰۲ کال د قومي پاکوني د انجنیر ) خطاب کړی ؤ ، همدا شان د هغه سره په ګوند کې سیال مشر په رڼا ورځ په دې تور ووژل شو چې مودی ته یې ویلي ؤ چې ( دا داسې رېس دی چې د شمالي کوریا ) سره جوړیږي .
مودې تر دې بل لوی جنایت د مسلمانانو په خلاف په ۱۹۹۲ کال د دیسمبر په (۶) نیټه هغه مهال تر سره کړ چې کله یې د (۱۵۰۰۰) متعصبو افراطي هندوانو رهبری د ایودیا په ښار کې چې د هند په شمال کې د آتراپردیش په ایالت کې موقعیت لري په لاس کې واخیسته چې په لړ کې یې د شپاړسمې پیړۍ د ظهیرالدین بابر په لاس جوړ شوی جومات ( بابري جومات ) پرې ونړاوه ، هندوانو داسې آنګیرنه چې دا جومات ددوی د خدای(راما ) د زږیدنې په ځای کې جوړ شوی دی ،دا داسې یو داستان دی چې یهودیان یې د بیت المقدس د جومات په هکله لري ،
ددې جومات ورانول د ټولې نړي په وړاندې او د تلویزیون په پرده تر سره شول ، د همدې پیښې وروسته دا د هندوانو افراطي ډله چې مودي رهبری کوله د «بهاراتيا جاناتا» په نوم را څرګنده شوه چې د همدې هندویی تفکر په اساس دا ډله وتوانیده د (۱۹۹۸) کال په اتخاباتو کې ډیرې لاسته راوړنې ولري، بیا دا دي د کانګرس د ګوند په خلاف چې ګاندی کورني یې رهبري کوي نوره هم وځلیده او د هند واک یې تر ګوتو کړ ،
په دې سره اوس دا ویره را پورته شوي چې نور به په راتلونکي کې هند د مذهبي اختلافاتو په اور کې ور دننه شي او مسلمانان دا ویره لري چې ددې متعصب هندو په واک کې به تر ټولو دوی ته لویی ستونزې را ولاړي شي
د هند سیاسي بڼه په دې وروستیو کې په حیرانونکي ډول بدله شوه ،د هند مسلمانانو چې د هند (۱۶٪) نفوس جوړوي تر دې مخکې هم د هندي دولتي څیړنو په اساس دوهمه درجه اوسیدونکې ګڼل کیدل ،نو اوس به یې ددې سړي په واک کې څه حال شي چې له شلو کلونو را پدې خوا یو وینې بهوونکی شخص ګڼل کیده او مسلمانانو ته د سپیانو په سترګه ورته ګوري ، له دې هم بده داچې د («آر إس إس» ډله د بهاراتا جاناتا د ګوند عسکري او د وژني ډله ده چې مودي هم ورته منسوب دی ، او همدا ډله د هند د مسلمانانو په ادبیاتو کې په (نرم زهري ښامار) مشهوره ده ).
د حیرانتیا خبره خو دا ده چې که په بل کوم هیواد کې د مودې په څیر او یا هم اقلا اسلامپاله څیره واک ته رسیږي نو د ټولې نړۍ رسنۍ پرې دومره لویه غوغا جوړه کړي او سمدلاسه ورته د کودتاګانو ، او نورو توطیو بازار تود شي چې ته به واېې په دنیا یوه لویه بلا نازله ده ، خو د مودي په برخه کې بیا تر څو پخوانیو کړنو پرته نور کوم سوال چاته نه پیدا کیږي او د امریکا غوندې هیواد چې تر پرونه یې ویزه نه ورکوله نن سپینې ماڼی ته ورغوښتل کیږي ، له دې څخه په ډاکه ښکاري چې مسلمان نن څومره بې ارزښته او دښمنان یې څومره سره یو موټی دي.