د لوی او بښونکي څښتن په نامه
د ډيــــــــــورنــــــــد د تـپــــــل شــــوې کـــرښې پــــــــــه اړه
د افغانستان د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د څرګندونو په اړه
پـه نـيـدرلــند کـښي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون
افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې د ډيورند تپل شوې کرښه د افغان ولس د زړه پرهار دی، چې افغان-ولس دغه کرغېړنې کرښې د څه د پاسه سل کاله سره بېل کړی دی. د افغان ټبر د بېلتون کرښه د افغانانو پر زړه تېره شوې، چې افغان-ولس دغه د انګرېز استعماري کرښه نه منلې او نه يې مني. لراو بر پښتون يو افغان دی، چې د دغه کرغېړنې کرښې پر ضد او د خپل ټبر د يووالي په اړه يې خپله تلپاتي مبارزه کړې او په زرهاوو شهيدان يې ورکړي او شهيدېږي.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د افغان-ولس د بېلتون! ډيورند د کرغېړنې کرښې په اړه نن د افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي څرګندونې د افغان-ولس د زړه غږ او مشروع حق ګڼي اوپه نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د څرګندونو هرکلی کوي او په ټولو افغانانو غږ کوي، چې د افغانانو په دغه مشروع مبارزه کې يو شي او د افغان-ولس تلپاتې غميزې ته د پای ټکی کيږدي.
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې وياړي، چې افغان ټولواک ښاغلي حامد کرزي د افغانانو په ټولنيز ژوند کې د پنجابي پاکستان د لاسوهنو په اړه په افغاني مېړانه غبرګون وښود او دا يې په ګوته کړه چې په وروستي پېړۍ کې د افغان-بېلتون ته او وروستيو 30 کلونو کې په لر او بر افغانانو باندې پاکستاني ناورين ته د پای ټکی کېښودل شي .
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې افغان-ملت دې د نورو ملکونو د أزادي د مبارزي له بهيره عبرت واخلي او لکه بنګلدېش چې خپله خپلواکي يې په تش لاس له پاکستاني پنجابيانو تر لاسه کړه، نو افغان ولس هم بايد د افغانانو د أزادي او سمسورتيا لپاره متحد شي، د يو او بل ملاتړ وکي او په سيمه کې د اوسني شرايطو سره سم د افغان ولس غږ پورته کړي.
درنو هېوادوالو! په سيمه کې ګاوندي هېوادونه او په تېره بيا پاکستان د خپل لنډ تاريخ په ترڅ کې د لر او بر افغان-ملت په وژلو کې په بربنډه او پټه توګه لاس پورې کړی. پنجابي پاکستاني ته د لر او بر پښتنو وژل، رټل او مري کول کوم توپير نه لري، مګر پاکستاني پنجابی په دې هڅه کې دی، چې افغان-ملت بدمرغه، برباد او تباه کړي، چې نواز شريف په خپلو وروستيو څرګندونو کې په ډېره بې شرمي وويل: چې په سيمه کې اوسنی ناورين د افغانانو پرابلم دی او دغه جګړه بايد بيرته د افغانانو سيمې ته ورواړول شي!، نو درنو هېوادوالو موږ بايد د خپلواکي خپله مبارزه پياوړي کړو او د خپل ولس دغه ناورين ته د پای ټکی کېږدو، ښه ويل شوي: حق نه ورکول کېږي، مګر تر لاسه کېږي.
د افغان ولس د بري او سمسورتيا په هيله
په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه