کور / تازه خبرونه / زابل پوليس: هیڅ ولسوالۍ ترامنیتي ګواښ لاندي نده

زابل پوليس: هیڅ ولسوالۍ ترامنیتي ګواښ لاندي نده

وروسته ترهغه چې ځوورځې وړاندي دزابل مرستیال والي دیوې مرکې پرمهال ددې ولایت یوشمیر ولسوالۍ ترسخت امنیتي ګواښ لاندې بللې وې، نن ددې ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دیوشمیر ولسوالیو ترسخت امنیتي ګواښ لاندي کیدل او په هغوی کې ټاکنې نه کیدل په سختوټکو سره ردوي او هغه داډول څرګندونې بې مسولیته او دیوشمېر غیرمسول کسانو لخوا دوسله والو طالبانو سره دخواخوږۍ او ددولت په وړاندي دتبلیغ او شخصي ستونزوپه معنې بولي.

ښاغلی روغ لیونی ډاډورکوي چې دراتلونکو ټاکنو دپاره يې پوره امنیتي تدابیرنیولې او دخلګو څخه غوښتنه کوي چې دټاکنو په دوهم پړاو کې په پراخ ډول ګډون وکړي اودنوموړي په وینا ددولت دوسله والو مخالیفینو په وړاندي يې په یوشمېر ولسوالیو کې عملیات پرلاره اچولې چې ترډیره يې وسله والو ته مالي اوځانې زیانونه اړولې دي.

امنیه قومندان په ولسوالیو کې دملکي ادارو دخدماتو نشوالی یوه لویه ستونزه بولي اودټولو ادارو څخه غوښتنه کوي چې خلګو ته خدمات وړاندي کړې ترځو دخلګواودولت ترمنځ فاصله لمنځه ولاړه سي.

بل لورته بیا ددې ولایت اوسیدونکي وايي دهرډول ګواښ سره سره به په ټاکنو کې برخه اخلي اوهیچاته به اجازه ورنکړي چې ددوی مخنیوی وکړي، دوی همدارازد ټاکنوپه لمړي پړاو کې دامنیتي ځواکونو لخوا دښه امنیت ساتلو دستاینې ترڅنګ پرهغوی ږع کوي چې دټاکنو ددوهم پړاو دپاره یوځل بیا دخلګو امنیت وساتي ترځوټول خلګ پدې ملي پروسه کې پراخ ګډون وکړي.

په زابل کې امنیتي چارواکي پداسي حال کې دټاکنو دامنیت دخوندیتوب خبره کوې چې ټکنو ته دګوتو په شمیر ورځې پاته دي او وسله والو هم خپل بریدونه زیات کړې دي.