کور / سياسي / د ټاکنو روان شناسې

د ټاکنو روان شناسې

د تلویزیون په ګردې میز درې تنه د ولایتې شورأ نوماندان ناست دي. د ټاکنو پنځوس سلنو رائېو د اعلانولو نه داسې بریښې چې یوه ولایتې شورأ ته لاره موندلې، د دوهم رایې نږدې ګټونکې راېو شمیرې ته دي او تمه لرې چې د راېو شمیره به ئې تر ورستنې اعلانه پورې لوړه شې او ګټونکې به شې، خو د دریم رایې د هغه د تمې خلاف دي او د برې څرک ئې لا تر اوسه نه لږیږې.

د پنځوسو سلنو رائېو د اعلان له مخې لومړنې نوماند چې د برې دعوا لرې د ټاکنو د کمیسون نه راضې دي، ټاکنې یوه رڼه پروسۀ بولې او د کمیسیون د صداقت په صفتونو نه مړیږې.

دوهم نوماند لږ ګیلمن دي خو تمه لرې چې ګټونکې به شې، له همدي لاملۀ هر خبره د ژور پام نه وروسته کوې.

دریم نوماند چې رائې د تمې پر خلاف لا تر اوسه خپلې کړې د ټاکنو پرؤسه د درغلیو او سرغړونو ډکه پروسۀ ګڼې.

د پنځوس سلنه راېو د شمیر څخه یوه اونۍ وروسته د ټاکنو ورستنې پایلې اعلانیږې چې د پورتنې وړاندوینې بر عکس پایلې په بل اړخ اوړې. د لومړې کس رائې چې ځان ئې ګټونکې باله تر ډیره کچه باطلې شوې، د راېو شمیره ئې ټیټه شوې، او د ګټلو امید ئې له لاسه ورکړې.

د دوهم کس رائې پخپل ځاې ثابتې پاتې شوې، چې نه د برې تمه لرې او نه ماته منې.

دریم کس رائې شمیره تر پخوا ډیره لوړه شوې او په ښکاره ډول د ګټونکې لپاره چې کومې رایې پکار دي، خپلې کړې.

دري واړه نوماندان بیأ د ټاکنو د ورستنې پایلو د اعلان څخه همغه ګردې میز ته راغوښتل کیږې.

دا ځل د تير ګردې میز په خلاف لومړنې کس چې ځان ئې ګټونکې بللې وو، ډیرې رائې باطلې شوې او ګټونکې ندې شمیرل شوې، د یوې نړۍ ګېلو او خبرو سره راغلې. نوموړې د ټاکنو بهیر یوه غیر عادلانه پروسه وګڼله او د د ټاکنو کمیسیون ئې په درغلیو او د خلکو رائېو پر وړاندې په بې احترامې تورن کړ.

دوهم کس د تیر ځل په پرتله چې نوره د ګټلو تمه هم نلرې پروسۀ د پراخه درغلیو په تور تورنه وې، او د پرؤسې پر وړاندې د پراخه لاریونونو ګواښ کوې.

دریم کس چې تیر ځل ئې کومې خاصې رائې نه درلودې او د ټاکنو د ړونوالې پر وړاندې ئې شکونه درلودل، دا ځل د برې په خوښېو کې د ټاکنو د پروسې په صفتونو نه مړیږې.

لنډه دا چې که په ټاکنو کې بریالې وې، ټاکنې رڼې، با انصافه او د اعتبار نه ډکه پرؤسه ده، خو بر عکس که ګټونکې نه وي نو د وطن د ابادي له غمه به نوماند ګیلمن نه وي، بلکې په ټاکنو کې د لګول شو پیسو له غمه به له هرې ممکنه وسیلې نه کار اخلې.

دا ده، د ټاکنو راونشاسې؛
د ګټونکې يار او د بایلونکې اغیار