د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې،د میدان وردګو ولایت په دایمیرداد،سیداباد او نرخ ولسوالیو کې تېره شپه د عملیاتو او ماین چاودنې په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان شوي دي،همدا راز د ماین چاودنې له امله دوه سرتېرې ټپیان شوي دي.
د سیداباد ولسوالۍ په تنګي سیمه کې تېره شپه امنیتي ځواکونو عملیات ترسره
کړي،چې په ترڅ کې د مصطفی په نوم د یو قوماندان په ګډون دوه وسله وال
طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپيان شول .
همدا راز په دایمیرداد ولسوالۍ کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړې،چې په
ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی،یو بل ټپي شوی او د دوی یو میل زیګویک
وسله هم لمنځه ووړل شوې ده.
په ورته وخت کې د نرخ ولسوالۍ په دراني کاریز سیمه کې د وسله والو
مخالفینو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله دوه سرتېري
ټپیان شوي،چې روغتیایې وضعه یې د ډاډ وړ ده .
په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.