دزابل مرستیال والی محمدجان رسولیار وایی چی دزابل څلور ولسوالی نوبهار.شملزی .اټغر.اودایچوپان ولسوالی دسخت امنیتی ګواښونوسره مخ دی اوکه مرکزی دولت په دی اړه جدی پاملرنه ونکړی نوپه یادوولسوالیوکی به دټاکنو دوهم پړاو تر سره نشی نوموړی اندیښنه لری چی دنوبهار ولسوالی دڅوورځوراپدیخوا دطالبانولخوا محاصره ده اوکه دولت په یاده ولسوالی کی پراخ عملیات ترسره نکړی نو دله منځه تلوپه حالت کی ده
په زابل کی امنیتی چارواکی په داسی حال کی د یوشمیر ولسوالیوکی دامنیتی ګواښ خبرورکوی چی راتلونکوټاکنوته دګوتوپه شمیر ورځی پاته دی
دیادونی وړده چی دزابل ولایت اوسیدونکوتیرځل ټاکنو کی هم دومره ګډون نه وکړی چی تمه تری کیده خو داځل به له دی امنیتی ګواښونو سره خلک نور هم په ډار کی سي.