کور / تازه خبرونه / په ولايتونو کي به حساس انتخاباتي مواد …

په ولايتونو کي به حساس انتخاباتي مواد …

محور: په ولایتونو کې به حساس انتخاباتي مواد څنګه ساتل کیږي؟

د کابل چاپ د نن ورځې اکثرو ورځپاڼود انتخاباتود دویم پړاو اوپه دې برخه کې د ستونزو او خنډونو په اړه مطالب خپاره کړي.

محور:

محورغیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې پوښتنې پیل کړې چې؛ په ولایتونو کې به حساس انتخاباتي مواد څنګه ساتل کیږي؟

د سرمقالې لیکوال وایي، د انتخاباتو په لومړي دور کې هم ویل کېدل چې؛ په ولایتونو کې ځینې انتخاباتي مواد پټ شوي وو او وروسته د یوه مشخص کاندید په ګټه وکارول شول.

لیکوال لیکي، یوازې د رایوپاڼو د ساتنې موضوع نه ده؛ بلکې تش صندوقونه، رنګ، محافظتي کڅورې او حتی عادي انتخاباتي مواد هم کولای شي؛ د انتخاباتو پر شفافیت اغیز ولري.

د محورد سرمقالې د لیکوال په باور؛ د ولایتونو له مرکزونو څخه ولسوالیو ته د انتخاباتي موادو لیږدول هم ډېرمهم دي چې؛ باید په ډېر احتیاط سره ترسره شي.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼې د دویم دور انتخاباتو کاندیدانو ته د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون خبرداری خپور کړی چې؛ وایي، که دوی نافذه قوانین رعایت نه کړي؛ نو د کاندیدېدو حق به ترې واخلي.

په دې اړه مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند نورمحمد نور له قوله ویل شوي چې؛ دواړه کاندیدان او د هغوی ملاتړ کوونکي باید قومي؛ نژادي، مذهبي او سمتي مسایلوته لمن ونه وهي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې، کاندیدان باید د انتخاباتود خپلواک کمیسیون ټولې لایحې او اصولو د خپلو انتخاباتي مبارزو په ترڅ کې په پام کې ونیسي او هغه مسایلو ته شاه کړي چې؛ حساسیت پارونکي او د ملي ګټو خلاف دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم پرهمدې موضوع یوه لیکنه خپره کړې او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مسوولانو په حواله یې لیکلي چې؛ په خپلو انتخاباتو مبارزو کې له سرې کرښې نه چې؛ قومي، سمتي، مذهبي او داسې نور مسایل دي تېر نه شي.

دې ورځپاڼې خپله سرمقاله د دویم دور انتخاباتو په درشل کې د افغانستان په شمال کې د وروستیو نا امنیو په اړه لیکلي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، په دې وروستیو کې د افغانستان په شمال کې په ناڅاپي ډول امنیتي ستونزې او د سړي تښتوونو پیښې زیاتې شوي چې؛ دا کولای شي، د انتخاباتو شفافیت ته زیان ورسوي.

د دنیا د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې؛ باید د افغانستان په شمال کې وموندل شي؛ چې څوک نا امنیوته لمن وهي او ولي غواړي چې، د انتخاباتو پر وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي.

ملي ارمان:

ملي آرمان غیردولتي ورځپانې خپله سرمقاله تردې عنوان لاندې لیکلې؛ “په دویم دورانتخاباتو کې به هم خلک بریالي وي”.

د سرمقالې د لیکوال په باور د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې دا هڅې روانې دي چې؛ د افغانستان دویم دور انتخابات سبوتاژ یا ګډوډ شي.

خو لیکوال ډاډ څرګندوي چې، د افغانستان خلک اوس د دښمنانو پر دسیسو پوه شوي او هرو مرو به په دویم دور انتخاباتو کې له خپل پراخ ګډون سره د هغوی توطئې شنډې کړي.