په میدان وردګو ولایت کې سلام مخابراتي شبکې خپل فعالیت په رسمي ډول پیل کړ.
په میدان وردګو ولایت کې سلام مخابراتي شبکې د یو لړ ځآنګړو مراسمو په ترڅ کې ،چې د دغه ولایت د والي سربیره،په کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مرستیال او یو شمیر نورو په کې ګډون کړی وو،خپل فعالیت په رسمي ډول پیل کړ.
د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مرستیال انجینر بریالي حسام وویل:
میدان وردګ ۲۳ ولایت دی،چې په کې به سلام مخابراتي شبکې خپل فعالیت پیل
کړ.
ده زیاته کړه،په میدان وردګو ولایت کې اوس مهال د سلام مخابراتي شبکه په ۷ سایډونو کې فعاله کړې،چې شاوخوا ۵۰۰ زره وګړي ترې ګټه اخیستلای شي او
ډیر ژر به ۸ نور سایډونه فعال کړي،چې ګڼ شمېر نور وګړي به هم ترې ګټه واخلي .
د نوموړی په وینا یاد ۷ سایډونه،چې د یومیلیون او ۳۰۰ زره امریکایي ډالرو په مالي لګښت یې برابر کړي،په مرکز میدان ښار،مرکزي بهسودو،حصه اول بهسودو او نرخ ولسوالیو کې فعالیت کوي .
هغه وایي سلام مخابراتي شبکې څخه به د میدان وردګو ولسونه وکولای شي،چې
پخپل منځې کې ویډیویې خبري وکړي او د انټرنیټ له 3G سهولتونو څخه په مناسب قیمت استفاده وکړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت له مشرتابه او کارې ډلۍ څخه مننه وکړه،چې په دغه ولایت کې خپلې چارې پیل کړي .
هغه سلام مخابراتي شبکه له اوسني عصر سره برابره وبلله او زیاته یې کړه،
د دغه مخابراتي شبکې په وسیله کورنۍ او ولسونه په اسانه،چې هر ځای کې وي
یو بل سره لیده کاته او خبرې اترې ترسره کولای شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزارت څخه غوښتنه وکړه،چې د دغه ولایت ټولو سیمو ته دې خپل خدمتونه ورسوي،ترڅو د لرې پرتو سیمو خلک هم له سلام مخابراتي شبکې څخه ګټه واخلي .
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې تردې وړاندې افغان ټیلي کام،افغان بیسم،روشن او اتصالات مخابراتي شبکو فعالیت درلود