د افغانستان د قومونو د پیوستون ټولنې د هېواد جمهوررئیس حامدکرزي ته د هغه د غوره خدمتونو له امله ستاینلیک ورکړ.
په هغو مراسمو کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې پرځای شول، د افغانستان د قومونو د پیوستون د ټولنې رئیس او مرستیال د دغي ټولنې د رهبرۍ پلاوي په استازیتوب خبرې وکړې او په تېره یوه لسیزه کې یې د جمهوررئیس حامدکرزي خدمتونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې تاسو د افغانستان آبادي له صفر څخه پیل کړه او په تېره یوه لسیزه کې مو افغانستان له سختو شرایطو څخه د ثبات په لور رهبري کړ.
وینا والو جمهوررئیس کرزی مخاطب کړ، وې ویل: ستاسو د زعامت په دوران کې په افغانستان کې دیموکراسي کلکه شوه او دغه هېواد د سترو لاس ته راوړنو خاوند شو. تاسو د بې طرفۍ په اختیارولو او انتخاباتو ته د زمینې په برابرولو سره دغه ملي بهیر لا پیاوړی کړ او ملي ګټې مو پر خپلو ګټو او کورنۍ مقدمې وبللې.

دوی څرګنده کړه چې د افغانستان د قومونو د پیوستون ټولنه چې له ۱۷۰ بنسټونو، اجتماعي سازمانونو او مدني ټولنو څخه جوړه شوې ده، ستاسو د دغو نه هېریدونکو خدمتونو او په هېواد کې د ملت جوړونې په برخه کې د ملي وحدت لپاره ستاسې نه ستړې کېدونکې هڅې ستایي او د دغه ستاینلیک په وړاندې کولو سره تاسو عالیقدر ته د لا نورو بریاوو هیله کوي.
جمهوررئیس حامدکرزي د افغانستان د قومونو د پیوستون د ټولني له ستاینلیک څخه د مننې په ترڅ کې وویل: دا زما لپاره د ویاړ ځای دی چې د افغانستان د خلکولخوا ستایل کیږم.
د هېواد جمهوررئیس وویل، افغانستان یو ښکلی هېواد دی او د نړۍ په یوه ډیره حساسه سیمه کې موقعیت لري او د افغانستان ملت په اتحاد او اتفاق کې بې مثاله ملت دی.
جمهوررئیس کرزي په هېوادکې د انتخاباتو بهیر ته د اشارې په ترڅ کې وویل چې زموږ انتخابات ملي دي ځکه چې د جمهوري ریاست د دواړو مخکښو نوماندانو په انتخاباتي ټیمونوکې د هېواد د بېلابېلو سیموخلک شتون لري.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه چې افغانستان د لا آبادۍ او پرمختګ په لور روان دی ځکه چې د هېواد اختیار د هغه د خلکو په لاس کې دي، کله چې اختیار د خلکو په لاس کې وي، خلک د ځان لپاره غلطه لاره نه انتخابوي.
جمهوررئیس کرزي وویل، موږ تکړه ملت لرو که قوي دولت هم ولرو نو ډیر ژر به مو لا نورې بریاوې هم په نصیب شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه