پیغام !
زه یقین لرم چی په دې حساسو ورځو کي چي د ویاړلي افغانستان او دهیواد د ځوریدلو خلکو دراتلونکي لپار ه پکي پریکنده تصمیم نیول کیږي، زموږ ټول هغه ځوانان چي د ټولینزو شبکو او ټولیزو رسنیوسره اړیکي لري او نه غواړي چي د هیواد دراتلونکي په اړه بې تفاوته وي، ټول د خپلي سبا ورځي په اندیښنه کي دي. موږ پوهیږو چي دوی ته دا ډېره مهمه ده چي هیواد یې له جنګ ـ جګړو، بیوزلۍ، دپردیو له تیري او سپکاوي، ناروغیو ، بې کوریو او بې عدالیتیو او په سلګونو نورو افتونو څخه خلاص وي. موږ په دې هم یقین لرو چي ځوانان مو غواړي چي ددوی ملي هویت خوندي او د وطن او ټولو وطندارانو عزت او ژوند یې خوندي وي. د افغانستان ځوانان دنړۍ پرمخ تر ټولو ځوریدلي او محروم قشر دی ، ددوی کړاوونه او محرومیتونه ډېر دوامداره شول، که په نورو هیوادو کي که دا غمیزه راغلې یا جنګ- جګړې پیښي شوي دي، نو په دوه – دری کلونو کي ورته د حل لاره موندل شوي ده، خو د افغانستان د غمیزي کلونه کلونه وشول، نو درنو ځوانانو که غواړئ چي نور له دې بې عدالتۍ، بیوزلۍ، محرومیت، ظلمونو او تیاره برخلیک څخه ځانونه وژغورئ او په ډاډه زړه د یوه روڼ سباوون او خوندي افغانستان په لوري لاړ شئ، نو د همدې برخلیک جوړوونکو ورځوکي ښه فکر او عاقلانه سوچ وکړئ مبادا چي سبا پښیمانه شئ او پښیمانتیا به هیڅ ګټه ونه لري. راځئ خپله رایه هغه چا ته ورکړو چي مسلکي پوهه، ملي احساس، نړیوال پرستیژ او حیثیت، اسلامي غرور او پخه عقیده، دځوانانوپه وړاندي د مسولیت احساس، د هیواد دخلکو او تاریخ په هکله علمي پوهه ، اوچت ملي دریځ، تجربه، پاکه سابقه او پراخ نړۍ لید ولري. ترټولو مهمه داچي هیڅ ډول قومي، سمتي، نژادي او ژبني تبعیض ورسره نه وي. د هیواد ځوریدلي میندي، ستاسي بې اسري خویندي ، ستاسي بوډاګان رنځیدلي او په کلونو کلونو کړیدلي پلرونه ستاسي شهامت او تد بیر ته سترګي په لاره دي ، مه پریږدئ چي وطن مو نور پایمال او د پردیو د لوبو ډګر وګرځي، لاسونه سره ورکړئ او په میړانه او جرات سره انتخاباتو کی ګډون وکړئ او ډېر دروند او ملي مشر ډاکتر صاحب اشرف غني ته رایه ورکړئ ، قسم کوم چی د نسلونو نسلونو ویاړ به وګټئ او په خپل دغه جسارت به ټول عمر ویاړ کوئ. زه د پوهنتون د یوه استاد په توګه ځوانانو ته بلنه ورکوم چی ماسره په دې اسلامي او افغاني هوډ ژمنه وکړي، راځئ یو موټی شو. په تارخ کي دا ډول شېبې ډېر لږ راځي. نور نو د جنګونو دوران تیر دی، جنګونو موږ ته هیڅ ګټه ونه کړه، که ګټه یې هم وه هغه نورو ته ورسیده او د افغانانو په وینو یې خپل وطنونه آباد او اقتصاد یې ښه کړ، زموږ پکي یواځي وینی توییدل او سپکاوی و. دا ځکه چي هغو ی ښه پوهه، ملی تدبیر، یووالی ، مدبر مشران او سنجول شوي پالیسی لرله، خو موږ هیڅ هم نه لرل. راځئ اوس هم وخت ډېر نه دی تیر په یووالی او زړورتیا سره د انتخاباتو صندوقونو ته په هغه ډول ورسو لکه نور چي ورځی ځان له سیالانو شاته مه غورځوئ ، پښتون چي له سیاله وروسته سي مرګ ورته بهتر دئ، راووځي او خپل درانه مشر ته چی ستاسی د راتلونکي اندیښنه ورسره ده او ستاسي لپاره ډېر غوره اوعلمي پلانونه لري رایه ورکړئ او ملا یې وتړئ، هغه ستاسو په ننګه او ستاسو په تمه له لوی آرمان ، دتشو لاسونو سره میدان ته راغلی چي پرته له نیک نیت او د خدمت له هوډ څخه بل هیڅ هم نه لري، پیسې نه شیندي، میلمستاوي نه جوړوي، معامله ګری نه کوي،زور نه چلوي، خو رڼا او مهرباني خوروي. هغه سره پلان دی د هغه لاسونه پاک او وجدان یې بیدار او موخي یې سپیڅلي او د ګران افغانستان د ټولو قومونو او ولایتونو په ګټه دی. هغه د هیواد د هري لویشتي خدمتګار دی ، تعصب نه لري، که غواړئ افغانان یو موټی، آباد، سر لوړي او خوشحاله اووسی. نو دنړۍ مبتکر او ملي مشر ډاکټر صاحب اشرف غني ته رایه ورکړئ .
په ادب