کور / تازه خبرونه / پېښورکې د افغان محصلينو اتحاديې غونډه وکړه.

پېښورکې د افغان محصلينو اتحاديې غونډه وکړه.

په خېبر پښتونخوا کې د افغان محصلينو اتحاديې غونډه وکړه.
پېښور: په خېبر پښتونخوا کې د افغان محصلينو اتحاديې دپېښور پوهنتون د اسلاميه کالج د خېبر يونين تالار کې د جمعې په ورځ د مۍ د مياشتې پر ٢٣ نيټه غونډه وکړه دغونډې موخه د افغان محصلينو لپاره د بورسونو له لارې بهرنيو هېوادونو ته د تګ لپاره ښوونيز ورکشاپ وه غونډه د سهار پر٩ بجو پيل شوه د قران کريم له تلاوت څخه وروسته ملي سرود وړاندى شو غونډې ته د افغان محصلينو رئيس خليل کريمي د اتحادي په تېرو او راتلونکي فعاليتونو رڼا واچلوه او محصلينو ته يې ډاډ ورکړ. چې په راتلونکي کې به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي. افغان محصلينوته بهرنيو هېوادنو ته د بورس له لارې دتگ لارښوونه وشوه، د افغان محصلينو د اتحادي پخواني رئيس رياض درمل گډونوالو ته د بورس له لارې د تل لارښوونه وکړه او اسانې لارې ورپه ګوته کړې. غونډې ته د افغان کمشنرۍ استازي وويل چې افغان محصلينو ته به هر راز اسانتياوي برابرې کړو کوښښ به کوو چې افغان محصلينو ته د کمشنرۍ له لارې کوټې زياتې کړي. افغان محصل نجيب ننګيال هم محصلينو خپلو درسونه او دندو ته ځير کړل.غونډې ته په پېښور کې د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مسؤل سردار خان سيرت محصلينوته د هرراز مرستې ډاډ ورکړ او ژمنه يې وکړه چې د محصلينو د حقوقو لپاره به ګام پر ګام غږ اوچتوي او د الحاج امام الدين ساپي پيغام يې ولوست، نامتوشاعرانو اباسين يوسفزي او اسرار اتل شعرونه وړاندې کړل په پاى کې محصلينوته د ميلمنو په لاس ته ستاينلکيونه ورکړل شول. غونډه د قاري معراج الدين په دعا پاى ته ورسېده شاوخوا ٢٥٠ افغان محصلينو، د مهاجرينو د رياست او د ورزش کارانو استازو په غونډې کې برخه اخيستې وه غرمنۍ هم ورکړل شوه .