کور / د ډيورنډ کرښه / د مولانا فضل الرحمن دسولې طلايي نسخه

د مولانا فضل الرحمن دسولې طلايي نسخه

اتل / روهي


څه موده وړاندې د پاکستان د جميعت العلمأاو د ( عمل متحده مجلس ) مشر مولانا فضل الرحمن په افغانستان کې د سولې طلايي نسخه وړاندې کړه . د ده په اند که چېرې افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژني او ورسره په ټول هېواد کې د هندوستان قونسلګرۍ هم وتړي ، نو په افغانستان کې به سوله ټينګه شي .خو په زړه پورې دا ده ، چې د کور دننه يوشمېر سياسي کړيو هم غونډې کړي او د هندوستان د قونسلګريو تر تړلو پورې يې کټ مټ د مولانا فضل الرحمن خبرې تکرار کړې دي .


تر دې د مخه چې د مولانا د طلايي نسخې پر منطق خبرې وکړم ، لومړی بايد دمولانا فضل الرحمن په اړه ووايم ، چې ده  له طالبانو سره ډېرې نږدې اړيکې درلودې اومهمې فتوا ګانې به يې ورکولې .ده په افغانستان کې د تاريخي آثارو او بودا مجسمو د ورانۍ فتوا ورکوله ، خو په پاکستان کې يې د مجسمو په اړه ويل ، چې پاکستان خو آيين ( قانون ) لري او دآيين له مخې مجسمې بايد خوندي وساتل شي . ده په افغانستان کې په پټه ځانمرګي بريدونه هڅول ، خو کله چې همدا ځانمرګي بريدونه د ننه په پاکستان کې هم پيل شول ، نو بيا يې پر ضد فتوا ورکړه او هغه يې غير اسلامي وګڼل . د ده مرستيال مولانا حسن جان ، چې تېره اونۍ په حق ورسېد ، د ننګرهار په پوهنتون کې محصلينو ته ويلي و ، چې پښتو اوفارسي ژبې ځکه اسلامي نه دي ، چې تر اسلام د مخه ريښې لري او رښتيني اسلامي ژبه يوازې اردو ده . د سپټمبر تر يولسم وروسته  ده په خپله خطبه کې ويلي و ، چې هغه افغانان چې جهاد ته نه ځي د هغوی لمونځ نه کيږي .


د مولانا د څرګندونوپه اړه بايد وويل شي ، چې لومړی خو د مولانا خبرې دا ثابتوي ، چې د افغانستان د بدمرغۍ او روان ناورين اصلي لامل د پاکستان لاسوهنه ده او طالبان د پاکستان په امر او فرمايش جنګيږی . دوهم داچې که د مولانا نظرد پاکستان رسمي دريځ وي ، نوداسې مانا ورکوي ، چې د ډيورنډ د کرښې پر سر داسې نا حل شوې خبرې شته چې مولانا يې حل کول غواړي اود ډيورنډ کرښه داسې مسلمه پوله نه ده ، چې د پاکستان هرڅه زړه وغواړي ورسره وکړي ، يعنې ماينونه پرې وکري او يا اغزن سيم پرې وغزوي .


د مولانا د مرموزې څېرې او له ډول ډول کړيو سره د ده د اړيکو په اړه به تاسو ډېر څه اورېدلي وي ، خو د هغو سياسي کړيو په اړه ، چې طوطي وار د مولانا  خبرې تکراروي بايد ووايم ، چې يا خو دوی هم د مولانا له ملاتړو سرچينو څخه اوبه خوري او له دې درکه ځانګړې مادي او سياسي ګټې تر لاسه کوي ، يا خو د ډيورنډ د کرښې په اړه له تاريخي واقعيتونو او د پاکستان له رښتيني سياستونو او نيتونو څخه بې خبره دي او ياخو هم له دې څخه اندېښنه لري ، چې د لراو بر افغان په يوکېدو سره به پښتانه قاطع اکثريت شي او د نورو لږه کيو حقونه به تر پښو لاندې کړي .


د لومړي احتمال په اړه خو زه د ويلو لپاره څه نه لرم ؛ د دوهمې ډلې په اړه غواړم لومړی د ډيورنډ کرښې  تاريخي او حقوقي ارزښت په لنډو ټکو کې بيان کړم او بيا په دې اړه تبصره وکړم ، چې د ډيورنډ د رسميت په پېژندو سره به رښتيا د سولې او نېکمرغۍ لمر راوخېژي ؟


د ډيورنډ د کرښې تاريخي اوحقوقي  ارزښت  ٭  :


 ۱ ـ ډيورنډ يوتاريخي توافق ليک ( اګريمنټ ) دی کوم تړون يا معاهده ( ټريټي ) نه ده .


۲ ـ توافق ليک د انګرېزانو تر مستقيم فشار لاندې رامنځته شوی او افغانستان په هغه وخت کې يو تحت الحمايه دولت و او د بهرنيو اړيکو او تړونونو واک يې نه درلود . د نړيوالو قوانينو له مخې د تحت الحمايه دولت تړون او توافق قانوني اعتبار نه لري .


۳ ـ د ډيورنډ په توافق ليک کې د ډيورنډ د کرښې په اړه خبرې شوي ، هلته د کومې پولې يادونه ، نه ده شوې . کرښه د پولې په څېر نړيوال حقوقي ارزښت نه لري . ( سر اولف کارو)  په دې هکله ليکي : « په توافق ليک کې ، دغه کرښه د هندوستان د پولې په شان نه ده بيان شوې ، بلکې هغه يې د امير د سلطنت د بريد په څېر ښودلې او هغه کرښه يې ښوولې ، چې هېڅ خوا به له هغې نه په آغاړه کې مداخله نه کوي . »


۴ ـ تر توافق وروسته امير عبدالرحمن خان يو شمېر اعتراضونه درلودل ، مثلاً د مومندو ، باشګل او خيبر په برخه کې . ځيني اعتراضونه رسماً ومنل شول او پر ځينو يې چوپتيا غوره شوه . امير له چوپتيا څخه د رضايت مانا واخېسته .


۵ـ په توافق ليک کې يوازې د امير او سر مارتېمر ډيورنډ نومونه ليدل کيږي ، تر اوسه په هېڅ آرشيف کې داسې سند نه دی ليدل شوی ، چې امير دې لاسليک کړی وي . د فارسي متن په اړه تاريخي سند موجود دی ، چې امير له لاسليک کولو څخه ډډه کړې ، خو تر اوسه کوم لاسليک شوی انګريزی متن هم نه دی موندل شوی .


۶ ـ په توافق ليک کې د امير او انګرېزانو تر منځ د نفوذيه سيمو د ټاکنو او وېش په اړه خبرې شوي، د نفوذ سيمې د ملکيت په مانا نه دي . په توافق ليک کې داسې راغلي : « … دواړه والا حضرت امير او د هندوستان حکومت هيله من دي ، چې دغه مسألې د دوستۍ په پوهاوي او د دواړو د نفوذ ساحو د حد په ټاکلو سره تعيين شي … » .


۷ ـ په توافق ليک کې د نفوذيه سيمو د وېش په اړه مل نقشې ته اشاره شوې ، خو کله چې نقشه امير ته د لاسليک لپاره وړاندې شوه امير ډډه وکړه .


۸ ـ په توافق ليک کې راغلي ، چې د يو بل د نفوذ په سيمو کې به لاسوهنه نه کوي .  نه لاسوهنه له ځمکني ملکيت څخه د تېرېدو په مانا نه ده . په همدې دليل وروسته امير له انګرېزانو څخه وغوښتل ، چې که د وزيرو سيمه ده ته ورپرېږدي نو دی به يې په ښه شان اداره کړي .


۹ ـ دکرښې ټاکلولپاره امير خپل هيأ ت نه دی استولی ، بلکې کرښه  د انګرېزانو له خوا په يو اړخيزه توګه ټاکل شوې .


۱۰ ـ د توافق په اړه امير نه له ولس سره مشوره کړې او نه يې هغه خبر کړی . کله چې ولس خبر شو د توافق پر ضد يې اعتراض وکړ . د کرښې آخوا پښتنو پاڅون وکړ( 1897)  او پېښور ته نږدې تر شبقدر ورسېدل ، خود شپېته زريز انګريزي پوځ له خوا وځپل شول .


۱۱ ـ ولس عملاً کرښې ته ارزښت نه دی ورکړی اونه يې هغه د پولې په توګه په رسميت پېژندلې ده . ولس اوس هم  د پخوا په څېر پر کرښه اوړي رااوړي . 


۱۲ ـ په افغانستان کې هېڅ حقوقي مرجع لکه پارلمان يا لويې جرګې توافق ليک نه دی تصويب کړی .


۱۳ ـ توافق ليک په هېڅ نړيوالې موسسې يا مرجع کې د قانوني سند په توګه نه دی ثبت شوی .


۱۴ ـ په توافق ليک کې د نه لاسوهنې ژمنه شوې ، دا ژمنه نه انګرېزانو مراعات کړې او که پاکستان ځان د انګرېزانو ځای ناستی ګڼي ، نه خو پاکستان  مراعات کړې ده . 


۱۵ ـ توافق ليک له يوې خوا ديوه مستعمره هېواد ( برتانوي هند ) د بهرنيو چارو وزير او بلې خوا د شخص امير ترمنځ تر سره شوی او په سند کې هم له يوې خوا د هندوستان د حکومت او بلې خوا د امير يادونه شوې ده . په همدې دليل انګرېزانو هڅه کړې ، توافق له هر نوي امير سره نوی کړي . تر امير وروسته دريو اميرانو تر فشار لاندې توافق منلی او 14 حکومتونو تر ننه هغه رد کړی .


۱۶ ـ انګرېزان په خپله هم په دې فکر کې نه وو ، چې نفوذيه سيمې د هندوستان برخه وګرځوي ، بلکې دوی غوښتل د علمي سرحد په نامه د روسانود يرغل د مخنيوي لپاره حساسې او ستراتيژيکې سيمې په خپل واک کې ولري ، ځکه خو دوی تر پايه دا سيمې د آزادو قبايلو او سرحد په نامه يادولې . په دې هکله په خپله ډيورنډ داسې ليکلي  : « د هند په خوا قومونه بايد دغسې ونه ګڼل شي ، چې هغوی د ننه د برتانيې په سیمه کې دي . دوی يوازې په تخنيکي لحاظ زموږ تر نفو‌ذ لاندې دي . »


۱۷ ـ د افغانستان تر خپلواکۍ وروسته انګرېزانو توافق په خپله مات کړی دی . د صوبه سرحد کمشنر ( سرجارج روس کېپل ) ليکلي : « زموږ پور شخص امير حبيب الله ته و او موږ د هغه ورور يازامنو ته مديون نه يو . » مانا دا چې د انګرېزانو په وړاندې هم يوازې امير مسووليت درلود ، د ده وروراو اخلاف کوم مسووليت نه لري .


۱۸ ـ د ويانا د 1969 کال دکنونشن له مخې غبن ، بډې او  اجبار د تړون د  باطلېدو سبب ګرځي . د ډيورنډ په توافق ليک کې امير ته پيسې يا رشوت منل شوي او تر هغې د مخه هم له نظامي لارو ګواښل شوی دی .


۱۹ ـ يو تړون يا توافق د درېيمګړي لپاره حق نه زېږوي . امير له برتانوي هند سره توافق ته رسېدلی و او هغه وخت پاکستان هېڅ وجود نه درلود .


۲۰ ـ که چېرې پاکستان ځان د انګرېزانو ځای ناستی ګڼي ، نو لومړی بايد د خپل زېږون راهيسې ، چې 60 کاله کيږي هرکال د 18 لکو روپيو معادل چې د نن ورځې په حساب تقريباً 60 مليارده ډالر کيږي ، افغانستان ته ورکړي بيا به نورې خبرې کيږي . که د يوې لوظنامې يوه ماده تر پښو لاندې کيږي ، په واقعيت کې ټوله لوظنامه باطليږي .


۲۱ ـ د پاکستان تر جوړېدو مخکې د 1947 په جولای کې ، د افغانستان حکومت د شاه محمود خان د صدارت پر مهال ، د يوه ياددښت په ترڅ کې د ډيورنډ تړون لغو اعلان کړ .


۲۲ ـ د کرښې آخوا پښتنو په بنو کې د يوې لويې جرګې په ترڅ کې د ( هند يا پاکستان ) طرحه رد کړه او پر ځای يې د آزادې پښتونخوا طرحه وړاندې کړه .


۲۳ ـ  د پاکستان تر جوړېدو وروسته د افغانستان پارلمان پر کال 1949 ، د ډيورنډ د کرښې پر ضد دريځ اعلان کړ او پر کال 1955 د افغانستان لويې جرګې داسې پرېکړه وکړه : « لويه جرګه به نمايندګي از ملت افغانستان اعلام مېدارد که به هيچ صورت علاقه های پشتونستان را بر خلاف ميل وآرزوی ملت پشتونستان جزخاک پاکستان نشناخته ودرين مورد تصويب 23 ميزان 1334 مجلسين شورای ملی واعيان را تاييد وتصديق می نمايد . »


له پورتنيو ټکوڅخه په څرګنده توګه ثابتيږي ، چې د افغانستان يو شمېر سيمې په غير قانوني ، ناروا او د زور له لارې نيول شوي او د يوې تحميلې کرښې له لارې د افغان واحد ولس پر ټټر د بېلتون چاړه راکښل شوې ده .


اوس به وګورو ، چې که سره له ټولو دغو تاريخي او حقوقي واقعيتونو او سره له دې ، چې پاکستان رسماً د ډيورنډ کرښې په رسميت پېژندل نه دي غوښتي ـ ځکه چې درسمي غوښتنې مانا دا ده ، چې کرښه متنازع فيه ده او حقوقي اعتبار يې لا نه دی تثبيت شوی ـ که بيا هم د افغانستان ولس مشراو اوسنی حکومت دا تشبث اوجرأت وکړي چې د 114 کلو پخوانی توافق ليک له پاکستان سره تجديد کړي او د امير عبدالرحمن خان په څېر دوی هم يو تاريخي داغ پر خپله ټنډه ومني ، آيا په رښتيا به په افغانستان کې د سولې لمر راوخېژي ؟


له بده مرغه نه ، ځکه چې : 


الف ـ که افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت هم وپېژني ، بيا به هم له بده مرغه د افغانستان بدمرغۍ او دپاکستان لاسوهنې پای ته ونه رسيږي . ځکه ، چې يو خو دپاکستان  توقع د کرښې درسميت پېژندو په حد کې نه ده ، بلکې لکه څنګه چې د مولانا له خبرو ښکاري پاکستان غواړي دنوي کلو پخوا په څېر ، چې افغانستان د انګرېزانو تحت الحمايه دولت و او د بهرنيو اړيکو واک يې نه درلود ، همداسې د پاکستان تحت الحمايه هېواد اوسي ، اوځکه خو د ډيورنډ کرښې د رسميت پېژندو تر څنګ د هندي قونسلګريو د تړلو غوښتنه کوي .


ب ـ  تېر ې درې لسيزې په افغانستان کې ځيني داسې حکومتونه راغلي ، چې که پاکستان غوښتي وای په اسانۍ به يې د ډيورنډ کرښه پرې منلې وای ، خو دوی د طالبانو  دامارت په وخت کې ثابته کړه ، چې پاکستان د ډيورنډ تر کرښې ډېر څه غواړي .


ج ـ تېره يوه نيمه لسيزه ډېرو افغانانو داسې نظر درلود ، چې اوس د افغانستان او پاکستان ګټې سره همغږي دي او دافغانستان ثبات به دپاکستان له اقتصادي پرمختګ سره ډېره مرسته وکړي ، ځکه د افغانستان له لارې به پاکستان دمنځنۍ آسيا د انرژي غني زېرمو ، اومه موادو او باکره بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي . خو تجربې ثابته کړه ، چې سمه ده پا کستان د خپلو کاروانونو امنيت غواړي ، خو په کنډواله ، محتاج او تحت الحمايه افغانستان کې ! په همدې دليل په لنډه موده کې پاکستان هڅه وکړه د افغانستان ټول اقتصادي ، ښوونيز ، سياسي او پوځي بنسټونه ونړوي ، تاريخي آثار يې نېست کړي او ملي هويت يې ورته مسخ کړي .


د ـ پاکستان په کنډواله افغانستان کې د ستراتيژيکې ژورتيا ( عمق ) په لټه کې دی ، مانا دا  ، چې پاکستان هڅه کوي  لکه د آزادو قبايلو او د دينی مدرسو د طالبانوپه څېر له افغانانو څخه هم د کشمير په احتمالي جګړه کې د اېله جاري پوځ په توګه کارواخلي او له اړتيا سره سم خپل درانه پوځي صنايع د هند له بريد څخه په افغانستان کې خوندي کړي.