کور / هراړخیز / د کوکنارو کر! د یو کروندګر د ژوند انځور او د هغه د زړه خواله!

د کوکنارو کر! د یو کروندګر د ژوند انځور او د هغه د زړه خواله!

انځرګل نومیږې، او د هسکې مینې والسوالې د شرموخې د کلې اوسیدونکې دي. هغه په یوه متدینه کورنې کې زیږیدلې. پلارئې قران شریف له مخه په روان ډول لوسته او لکه څنګه چې د پلارونو څخه د دوي په کور کې د تل لپاره د قران عظیم شان تلاوت کیږي، نو د چم ګاوڼډ کلیوالو تل ورته د ښه نیکه لمسیانو په سترګو ګورئ. د همدي کبله د کور مخ ته یې تل دري څلور کسان دم ، دعا، تعویض او څاښت لپاره له لرې پرتو کلو او ګاوڼ نه راځې.

په کلو کې کلیوال هسئ هم یو بل سره پیژنې خو که د انځرګل نوم په لسم کلې کې هم له کوچنې نه وپوښتې نو سیده به ئې پته درکړې.

د اوړې په موسم کې چې انګور پاخه شئ نو د زیړکیو موچیوګانو غوبل به په هر لورې وي او لکه بې پیلوټه الوتکې چې د چا څټ یې خوښ شول برید به پري کوې. د کالونو مخکې خبره ده، یوه ورځ چې لا سم ژڼې شوئ نه ؤم د انګور د څپر لاندې می د شړمبو یخ سبأ نارې کاوه چې یوې بي بیلوټه موچئ په څټ کې راولویده. او ښه په نره یې د کولمو څخه ټول زهر زما په څټ کې را خوشئ کړل. که څه، زه هم د موچئ داد ته زه ورسیدم خو زما څټ یې هم ښه پړسولئ وو.

په رښتیا چې هم دا موچئ نه وه سم د مار د چیچلو غوندئ یې نږدې بې خوده کړې ؤم. د کوم دوست کور کې چې زه میلمه وم په بیړه یې د انځرګل دیرې ته ئې ورسولم. انځر ګل چې د ډیر پاخه عمر خاوند هم نه وو او ږیره یې لا توره وه د لومړې ځل لپاره مي ولیده. د رنګه نورانې، ښکلئ او منظمه ږیره، سیکو ساعت یې پرمټ او د نصوارو ښکلې دبلې چې شنه غمې به یې رڼا ته ځلیدل، درلود. د روغبړه وروسته زما کوربانۀ ور ؤپيژندم، چې د ډاکټر زوي دي.

د پیژندګلوې وروسته انځرګل د خندا شین شو او ماته یې وویل؛ چې بیا را غاړې وځه، بیا نرې موسکې غوندې شو چې د شوڼډو خوأ کې ئې په خوله کې پراته نصوار را څرګند شول، او په آرامه لهجه ئې ماته وویل؛ اوس ډاکټران هم دم او دعا منې!

زه لا کوچني ؤم او په دي خبرو مي سر نه خلاصیده او له درده ضعف کیدم هیڅ می هم ونه ویل.

انځر ګل تر هر څه د مخه چیچل شوي ځاې کلک کیښکوده چې زما رمباړې او د چیچل شوې ځاي نه ډیره ژیړ رنګې زاوله رایستله. بیا یې د کلېمې په ویلو سره د فاتحې سورت او د اخلاص سورت په لوړ اواز وویل او د چوفه وروسته یې ګوته په لاړو ککړه کړه او د چیچل شوي ځایه یې ګرده وګرځوله.

د قرانې ایاتونو په برکته او انځر ګل په اخلاص سره تر ډیره بریده د څټ درد مي آرام شو. او زما په شوڼډو هم موسکأ خوره شوه.

انځرګل چایو ته ستون کړم او ما هم نه ونکړه. شیبه وروسته دشنو چایو چایبر د ګوړې نالبکې او څو ګیلاسه په پتنوس کې شرنګیدل د هغه زلمي ځوي چې لاسونه یې لا د وښو په ریبلو شنه وو، راوړل.

د چايو څښلو د باڼداړ پر مهال مي د انځرګل نه د هغه د ژوند د رضایت پوښتنه وکړه. هغه په موسکې لهجه وویل؛ سږ کال ډیر خوشحاله یم، کوکنار مي ښه ډیر کرلې او پورونه هم ډیر راباندي نشته. او که خدای کول او کوکنارو مرض ونکړه نو بس سږ کال به ډیر حاصلات لاس ته راوړم. که څه هم ټول پټې په شراکت دي.

ما ته د شراکت کلمه نوې وه او د انځرګل نه مي و پوښتل چې دا یې لا څنګه وي؟

انځرګل وویل؛ د بل چا ځمکه زه کرم او حاصلات به یې د الله په توره نیم ؤ. دي ته شراکت وایې. هغه زیاته کړه چې دم او دعا خو بس د الله په رضأ کوم.

ؤړم کال چې دولت د کوکنارو پر کښت باندي په کلکه بندیز لګولئ وو، د کالونو وروسته وطن ته مې پیښه وشوه. د انځرګل د خوړ د غاړئ دیره چې ښکلئ ننداره او د خوړ د مستو اوبو شړار به تر غوږو کیده په زړه وګرځیده. نو هوډ مي وکړ چې یو ځل خو حتمأ د انځرګل سره بیا چاي څښم.

انځرګل زما په لیدلو ډیر خوښ بریښده، خو د مستو، مستو خبرو او د ډکې خولۍ باڼډار یې چې تیر ځل کولو دا ځل هغسئ نه وو. د چایو د څښلو پر مهال یو دوه کسان د لرې پرتو سیمو څخه د دم لپاره راغلل.

لومړنې کس د خپل نوي پیدا شوې ځوي د ځیل نه ګیله درلوده او د انځرګل په لاس د تعویض او ځاښتونو صفت چا ورته کړې وو چې د خپل نوي زیږیدلئ ځوي لپاره یې غوښتل. دوهم کس په خوب کې د ویرې نه ګیله من وو او د دم، دعا، تعویض او یا کومې بلې لارۍ چارۍ د پیدا کولو لپاره د انځرګل لیدلو ته راغلې وو.

انځرګل د دواړو لپاره تعویضونه او څاښتونه ولیکل یوه ته یې د اوه رنګه پوښونو سپارښتنه وکړه او بل ته یې د کټ د پښې پوري دتعویض د تړلو او بالښت لاندې د چاقو ایښودلو وویل.

لومړنې کس خو یوه چرګه د شوکرانې په ډول راوړي وه او دوهم کس د تګ پر مهال ورته په ګوتو کې څو روپې کیښودلئ. چې انځرګل پرته له کومه خبرې واخیستلې.

د مېلمنو د تللو وروسته د انځرګل نه د ژوند تیرولو او رضایته وپوښتل.

انځرګل د سوړ اوسېلې د وېستلو وروسته موسکې شو او ویې ویل؛ زمونږ ژوند په کر، کېل ولاړ دي او ځمکې مو کمې دي هغه ګوته خپل یواځنې پټې ته چې له پلاره ورته پاتې وو، ونیوله. پټې د انځرګل له دیرې نه ښکارېده. غوڼډ، مڼډ پټې وو. چې د یوې نمرې کور (پینځه بسوې) په اندزه وو.

انځرګل خبرې و غځولې، او زیاتې کړه؛ دا زما پټې دي سږ کال مې پياز پرې کرلې او که ډیر پياز وکړې نو دوه خرواره ئې ونیسه. دا دوه خرواره پیاز ما د یوه کاله تر بله کاله پوري د چایو، بوري، کاليو، دوړې، غوړیو، روغ، رنځور، غم او ښادې ته نه رسوې. مخکې به مي په همدي پټې کوکنار وکرل او دا ټولې اړتیاوې به ئې راته پوره کولئ او که د چا پټې به مي ورسره په شراکت کرلې وو نو هغه به لا زیاته ګټه وه.

انځرګل جیب ته لاس کړ، او د شنو غمیو نصوارو دبلې چې پړکیده له جیبه راویسته. اورغوې یې د نصوارو ډک کړ، او د ژبې لاندې ئې واچول. او په خبرو ئې بیا پېل وکړ؛ پخوا به چې د چا پور ته اړتیأ شوه نو دکاندارانو، ډاکټرانو او د کلو شتمنو خلکو به پر یو بل اعتبار کاوه، او په دي تمه به ئې یوه او بل ته پور ورکاوه، چې د کوکنارو د حاصلاتو د اخیستلو وروسته به ئې راکړې.

انځرګل مرې صفأ کړه او زیاته ئې کړه؛ وړمه ورځ مې پېسو ته اړتیا شوه او د یوه شتمن کلیوال نه مې پور وغوښتلو هغه د نه په ویلو زیاته کړه؛ انځرګل ماما، مخکې خو پېسو د ور کولو تمه وه، چې د کوکنارو د فصل اخیستلو وروسته به ئې راکړې اوس خو هغه تمه هم نشته! چې پدې ویلو یې ما ته د پور راکولو نه ډډه وکړه!

د انځرګل په زړه کې نورې ډیرې خبرئ هم وي خو ما ئې د غم نور تحمل نه درلود او تللو هوډ مي وکړه. انځرګل ډیر ټینګ شو چې د غرمې میلمه شم، خو زما د هغه د لاس د ټناکو نه ګټل شوؤ چاې هم له ستونې نه ښکته کيده، او د بیا لیدلو په امید مې ورسره خداې پامانې وکړه.

په لاره مې د انځرګل د ژوند انځور د لومړې ځل لیدلو د دا ځل لیدلو پرتلۀ کاؤه. او له ځان سره مي ویل؛ انځرګل همغه انځرګل دي. یواځې ږیره یې لږ څه سپنه شوې وه، کور، دیره همغه وه، ځوې ئې لا د پخوا په پرتله نرې بریتې راغلئ وي، نو باید انځرګل خوښ واې، ولې له ژونده دومره ګیلمن ؤو؟

پر همدغه کال مي د ورته ستونځو، د نا څیزه شیانو په سر شخړې، د خوارې او غریبې ډیر نور نکلونه هم واوریدل. چې یواځنې لامل یې د دولت لخوا نه د کوکنارو د کر کیلې بندیدل ؤو.

د پسرلې موسم په راتلو سره، زمونږ د ګلالې هیواد هر کلې او باڼده د ښکلأ بیلګې ګرځئ. او د غرنو او دښتو هره لمن ځانګړې ننداره لرې. د کالونو وروسته مي بیا زړه نرې شوئ وو او د کلې لیدلو ته مي زړه پسخیده. نو هوډ مي وکړ چې بیا د کلې لیدلو ته لاړ شم.

په لاره پر هر لورې د کوکنارو د ګلونو نندارې ډیر په زړه پوري وه. د موټروان نه مي وپوښتل چې سږ کال بیا د کوکنارو ښه ډیر فصلونه کرل شوې، که څنګه؟

موټروان وویل؛ دولت د کلو او باڼدو خلکو ته هیڅ ندې کړې، نه د کار کومه زمینه برابره شوي، نه اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو ویشل شوي، او نه د کوکنارو د کښت کوم بدیل شته چې د لږې ځمکې نه د پوره کال مصرف پوره کړې. همدا ټول لاملونو د کوکنارو کښت ته خلک مجبوره کړې.

د موټروان دا خبرې په موټر کې ناستو څو د کوکنارو بزګرانو هم تائېدې کړې. د همدي بحث په کولو بوخت وو چې کلې ته ورسیدو.

په سبأ د انځرګل د لیدلو لپاره ولاړم. دیره ئې دا ځل ښکلې شوي وه. څلور پلوه یې ښکلې ګلان کرلې وو او د پېزې پر ځاې یې ښکلې کټونه او بالښتونه په دیره کې پراته وو.

انځرګل زما په لیدلو له لرې د خندا په ډکه خوله روغبړ وکړ. او يو ښکلې بالښت یې د کټ سرته را کېښود او راته یې وویل؛ دلته ډډه ووهه، ستړې شوې به یې!

ما هم د مستو اوبو شرار، د ګلانو ښکلې دیرې او انځرګل د ورین تندې هرکلې چې د تیر ځل په پرتله خوښ وو، په کټ کې بالښت ته ښه پخه ډډه ووهله.

انځرګل د ژوند خووږې، خوږې خبرې کولې. د ژونده ډیر راضې بریښده او د خبر په منځ کې به یې ضرور د کوکنارو د کښت د ښه حاصلاتو يادونه کوله.

تیر ځل مي انځرګل سره د غرمي کول ژمنه کړې وه، نو بې له کوم خبرې غرمي ته هم پاتې شوم.

د غرمي ډوډې چې نرې وریجې یې د چرګ د غوښې د ښوروا او د ماستو کنډولئ هم ورسره وو راوړه. د ډوډې پر مهال انځرګل سږ کال د حاصلاتو د اخیستلو وروسته حج ته د تللو هوډ خبره هم وکړه.

د ډوډې د خوړلو وروسته د انځرګل نه د تیر پر پرتله د ژوند د رضأیت پوښتنه وکړه. انځرګل وويل؛ دولت تیر ځل کوکنار راباندي بند کړل او د مرستو ژمنې راسره وکړې. خو د عمل کومه بڼه یې خپله نکړه. زمونږه ځمکې کمې دي، او پرته د کوکنارو د کرولو مو هیڅ ګزاره نه کیږې. که دولت دشتې راته ابادې کړې او د کر وسایل او اصلاح شوي تخمونه راکړې، نو هیڅوک هم د کوکنارو کر نه غواړې. موږ یې له مجبوریته کرؤ.

د انځرګل سره ټولې ورځې تیرولو ورسته کور ته راغلم. او د انځرګل ژوند مي د یوه بزګر د ژوند نمونې په څیر په دریو پړاونو کې چې ولیده ؤارزاوه. او دي پایلې ته ورسیدم چې، زمونږ په هیواد کې د بزګرانو ژوند په دو برخو ویشل شوې؛ لومړې هغه کروندګر دي چې په پراخه پیمانه ځمکې لرې. دوهم، هغه کروندګر دي چې د ګوتو په شمار ځمکې لرې.

دولت که هغه کروندګرو ته چې په پراخه پیمانه ځمکې لري اصلاح شوؤ تخمونو او د ځمکو د خړوبولو لارو چارو کې مرسته او ځنې تعلیمات ورکړې. نو کروندګر به په رضأیت سره د کوکنارو کر کیل ته د پاي ټکې کیږدې.

د انځرګل ژوند د ارزولو پر بنسټ که دولت هغه کروندګرو سره چې د کمو ځمکو خاوندان دې د دښتو د ابادولو، باغونو جوړولو، مالدارې ترویج، فنې زده کړو، او د کوکنارو بدیل تخمونو مرسته وکړې، نو هر بزګر به خپله خوښه د ګټورو امکاناتو نه په استفادې سره د کوکنارو کر کیله بنده کړې.

دولت که په زوره د بې وزلو بزګرو د ژوند د اساسې ضروریاتو د پوره کولو مخه چې د کر کلیې نه ئې ترلاسه کوې ونیسې، نه یواځې به د نا امنې لمنه پراخه شې بلکې تر ډیره بریده به د دې بې وزلو بزګرانو د ولږې، فقر، رنځورتیا او بې سوادې لمن هم وغځول شې.

نو دولت ته پکار ده چې د دي تر مخه چې د کوکنارو د کر کیلې د بندولو اعلان کوي، د کوکنارو د کر کیلې اساسې لامل چې د بزګرانو بې وزلې ده وارزوې او لازمي کړنې تر سره کړې، او نه دا چې دا د مافیأ او استخباراتې کړیو پورې وتړې.

د کوکنارو کروندګر انځرګل د کومې مافیائې ډلې پوري ندي تړلې! هغه د خپل ژوند د جالې د پوري ویستلو لپاره د کوکنارو کر کیله کوي. او که دولت دوي ته د مافيأ په سترګو ونګورې او د یو بې وزله افغان کروندګر په سترګو ورته د هسکې مینې د ښتې چې په جیریبو، جریبو ځمکې لري، خړوبه او آبادې کړې، د کوکنارو د کر کیلئ مخه به پخپله ونیول شې او وطن به هم آباد شې.

دولت ته پکار ده چې د نړیوالې ټولنې په مرسته چې د مخدره موادو پر ضد د هري بلې مرستې نه ډیر لیواله دي پام ور واړوې او پدي ډول لازمي کړنې تر سره کړې.