سریزه
د افغانستان د ولسمشر ښاغلي حامد کرزي د حکومت ۱۲ کلنه دوره په هېواد کې د پای ته رسېدو په حال کې ده، د ۱۳۹۳ کال د جمهوري ریاست عمومي ټولټاکنې د همدې کال د وري د میاشتې په ۱۶ نېټه تر سره او د غويي په ۲۵مه نېټه یې پایلې اعلان شوې چې هېڅ یوه نوماند هم پنځوس جمعه یو رایې خپلې نه کړې. د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون د اعلان سره سم به د دویم دور ټولټاکنې د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۲۴ مه نېټه د دوو مخکښو نوماندانو ښاغلي اشرف غني احمدزي او ښاغلي عبدالله عبدالله تر منځ تر سره کېږي او د افغانستان د اساسي قانون له مخې به د همدې کال په اوږدو کې نوی منتخب جمهور رییس په کار پيل کوي. غواړم چې په افغانستان کې د سولې او ښېرازۍ د بنسټ اېښودونکي ښاغلي حامد کرزي د ژوند یو لنډ تصویر ستاسو قدرمنو مخې ته کښېږدم. که څه هم چې دغه لیکنه یوه اندازه اوږده ده خو هیله ده چې د لوستونکو لپاره ته به ستړې کوونکې نه وي ځکه چې په مختلفو برخو کې د بېلابېلو عنوانونو لاندې مختصر معلومات وړاندې شوی. د دې ډول معلوماتو لوستل د ګرانو هېوادوالو او په ځانګړې توګه د ځوان نسل لپاره ضروري ګڼل کېږي.
د انصاف تله
له هر څه د مخه غواړم هغه تبصره له ګرانو لوستونکو سره شریکه کړم چې د (رشید معتمد) په نامه یو هېوادوال د ۱۳۹۳ کال د غوايي د میاشتې په ۲۴ مه نېټه د ښاغلي حامد کرزي په یوه تصویر باندې د تبصرې په لړ کې په دري ژبه خپره کړې چې پښتو ژباړه یې داسې ده:( د جمهوري ریاست ارګ یوازې له ښاغلي کرزي سره ښايي، له خپلو ټولو نیمګړتیاوو او کمبودتیاوو سره سره یې هېواد ته ډېر خدمت وکړ، حتی کار یې تر دې حده و رسېد چې فضا ته یې د لومړنۍ سپوږمکۍ د لېږلو ویاړ هم د خپل ځوان حکومت پر مهال افغانستان ته په برخه کړ. همدارنګه د نوو او لویو ښارونو اعمار، د مجهزو پوهنتونونو جوړول، د زرګونو ښوونځیو، تعلیمي او کلتوري موسساتو را منځته کول، د مجهزو روغتونونو جوړول، د لوړو زده کړو لپاره اروپا او نورو هېوادونو ته د زیات شمېر افغان محصلینو استول او داسې نور د نوموړي د کاري دورې جوتې نښې دي. تاسو یوازې د کابل ښار ته و ګوری چې د حامد کرزي د حکومت څخه د مخه د ارواحو د ښار په نوم یادېده خو اوس ورته ګوری چې څرنګه ښکاري؟ دا خبره سمه ده چې ښاغلي کرزي ځینې ستونزې درلودې، خو که تاسو ژور فکر وکړی نو و به مومی چې په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې هم ټول وګړي د خپل حکومت له مشر څخه څخه راضي نه وي. د امریکا د متحده ایالاتو د هېواد ۳۵ سلنه وګړي له ښاغلي اوباما او د هغه له سیاستونو څخه په بشپړه توګه ناراضه دي. ښاغلي کرزي د خپل حکومت په لړ کې ملي یووالی په ننداره کېښود او د هېواد د دوو نسبتا لویو قومونو څخه یې د خپلو مرستیالانو د ټاکلو په وسیله و کولای شول چې په خپل حکومت کې تعادل حاکم کړي. که کرزی طالبانو ته د وروڼو خطاب کوي دا د نوموړي د حسن نیت، لوی صبر او سترې حوصلې ویندويی کوي چې هېواد ته یې د سولې او ثبات د لاسته راوړلو لپاره لري حتی تر دې پورې چې موږ څو څو ځله د ولسمشر د مهربانه اوښکو د توییدلو شاهدان وو. د خدای په لحاظ د کوم هېواد ولسمشر مو لیدلی دی چې د خپل ولس لپاره یې د سلګونو رسنیو په مخکې اوښکې تویې کړي وي؟ خو موږ څو څو ځله جناب کرزی صاحب لیدلی دی چې د خپل ولس لپاره اوښکې تویې کړې دي؟ مهرباني وکړی په دې وروستي وخت کې د هغه د حکومت په شاوخوا یو نظر واچوی، ډیره بې انصافي به وي چې تاسو کرزي صاحب ته بدې خبرې، ناوړه نسبت یا ښکنځل کوی. په خدای لوړه کوم چې یوه ورځ به موږ هرو مرو خپل وجدان ته د هغه څه په هکله پښېمانه وو چې نن یې په ډېره بې انصافۍ د تاریخ د دې سترې څېرې په مقابل کې کوو. زه خو وایم چې یوازې د یوې لحظې لپاره قوم پالنې ته شا کړی او د انصاف په تله خپل قضاوت وکړی). د همدې خبرو دري بڼه په دې لاندې آدرس کې موندلای شی:
https://www.facebook.com/photo.php?fbid=777013265642559&set=a.645303352146885.1073741825.397351540275402&type=1&theater
حامد کرزی څوک دی
د افغانستان اوسنی ولسمشر ښاغلی حامد كرزی د عبدالاحد خان كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دی چې د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د قوس په ۹ مه چې د ۱۹۵۷ ميلادي كال د ډیسمبر د ۲۴ مې نېټې سره برابره ده، د كندهار ښار ته څېرمه دكرز په كلي كې زېږېدلى دى.
د حامد كرزي نيكه د افغانستان د استقلال په جګړه او له هغه څخه وروسته هڅو او مبارزو كې لويه ونډه لرلې او د څه وخت لپاره يې د افغانستان د مشرانو(اعيانو) د مجلس د مرستيال په توګه هم دنده تر سره كړېده.
د حامد کرزي پلار عبدالاحد خان كرزی د پوپل زیو قوم مشر وو او د هېواد د سياسي مشرانو له ډلې څخه شمېرل كېږي چې د مېلادي کلونو په حساب په شپېتمه لسيزه كې د افغانستان په شورا كې د مرستيال په توګه په دنده بوخت وو.
كله چې عبدالاحد خان كرزي د پارلمان غړيتوب ترلاسه كړ نو د خپلې كورنۍ سره یو ځای له کندهار څخه كابل ته ولاړ او د کابل ښار د دهمزنګ په سیمه کې هستوګن شو.
زده کړې او جهاد
ښاغلی حامد كرزی د محمود هوتكي لومړني ښوونځي ته شامل او خپلې منځنۍ او ثانوي زده کړې یې په سيد جمال الدين افغاني ښوونځي او حبیبیه عالي لېسه کې بشپړې کړې دي.
نوموړی د حبيبیې د ليسې څخه تر فارغېدو وروسته په ۱۳۵۵ لمریز كال كې د لوړو زده کړو لپاره هندوستان ته ولاړ او د هغه هېواد د سملې په پوهنتون كې يې د نړيوالو اړيكو او سياسي علومو په څانګه كې خپل تحصیلات پیل کړل.
حامد كرزي په یاده څانګه كې پر لېسانس سربېره د ماسترۍ درجه هم ترلاسه او په ۱۳۶۲ هجري لمريز كال كې چې د ۱۹۸۳ ميلادي كال سره سمون لري، له هندوستان څخه پېښور ته ستون شو، د شوروي له يرغل څخه د هېواد د ژغورنې په موخه د مجاهدينو له ليكو سره يو ځای شو او د خپل ګران هېواد د آزادۍ لپاره یې په عملي جهاد لاس پورې کړ.
البته باید وویل شي چې په همدې وخت کې افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له بې رحمه یرغل سره مخ وو او د افغانستان ولس د خپلې آزادۍ لپاره په سخته مبارزه او جګړه لګیا وو او زموږ میلیونونه هېوادوال له خپل هېواد څخه بهرنیو هېوادونو ته په هجرت کولو مجبور شوي وو.
حامد كرزي په ۱۳۶۴هجري لمريز كال چې د ۱۹۸۵ميلادي كال سره برابر دی، د ژورناليزم په څانګه كې د يوې اموزشي دورې لپاره فرانسې ته لاړ. د فرانسې د (ليل) په ښار كې د درې مياشتني كورس له بشپړېدو وروسته بېرته پېښور ته ستون شو او د پروفيسور صبعت الله مجددي په مشرۍ د ملي نجات د جبهې د تنظيم د اطلاعاتو د ادارې د آمر او بيا وروسته د دغه تنظيم د سياسي دفتر د مرستیال په توګه په دنده بوخت شو.
لومړۍ دولتي دنده
حامد كرزي د مجاهدينو د لنډمهالي حكومت په رامنځته كېدو سره په ۱۳۶۸كال كې د همدې حكومت د رئيس ښاغلي صبغت الله مجددي د بهرنيو اړيكو د دفتر د رياست دنده پرغاړه واخيسته.
ښاغلی حامد كرزی په افغانستان كې د مجاهدينو د حكومت د تاسيس څخه وروسته په ۱۳۷۱هجري لمريز كال كې چې د ۱۹۹۲ميلادي كال سره سمون خوري د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت د سياسي معين په توګه په دنده وګومارل شو.
دوه كاله وروسته هغه مهال چې د جهادي ډلو ترمنځ د واك د لاسته راوړلو په موخه خپلمنځي جګړې په كابل كې توندې شوې نو حامد كرزي دولتي څوكۍ پرېښوده او د افغانستان د ستونزې د سیاسي حل په موخه یې د لويې جرګې د جوړېدو لپاره خپلې هڅې پيل كړې.
سوله ایزې هڅې
د يادولو وړ ده چې کله به په افغانستان كې د شخړو حل په ټپه درېده او زموږ د وګړو تر منځ به وینې توییدلو او جګړو زور نیوه، نو حامد كرزي به د شخړو د حل يوازینۍ لار د داسې لويې جرګې جوړېدل ګڼل چې د ټول افغان ولس استازي او مشران پکې را ټول شوي وي. له همدې امله نوموړي په هېواد کې د ۱۳۷۱ كال څخه را نیولې آن تر ۱۳۸۱ کال یانې د لنډمهالې ادارې تر جوړېدو پورې د افغانستان د دودیزو لويو جرګو پر جوړېدو باندې ټينګار كاوه او هغه يې د افغانستان د ژغورنې او روانو لانجو د حل لپاره يو حياتي اصل ګاڼه.
د عبدالاحدخان کرزي شهادت
په ۱۳۷۹هجري لمريز كال كې چې د۲۰۰۰ميلادي كال سره برابر دی، د حامد كرزي پلار ارواښاد عبدالاحدخان کرزی چې دپاكستان دكويټې په ښار كې يي استوګنه درلوده، د نامعلومو وسله والو له خوا په شهادت و رسول شو چې پړه یې د طالبانو پر توندلارې ډله ور واچول شوه. د عبدالاحدخان کرزي په شهادت سره که څه ښاغلی حامد کرزی د تل لپاره د خپل خواږه پلار او د هغه د تلپاتې مشورو څخه بې برخې شو خو د افغانستان د لانجې د سیاسي او سوله ایز حل لپاره یې خپلې مبارزې ته شا نه کړه او د خپلې موخې تعقیب ته یې ادامه ورکړه.
د اروزګان سنګر
ښاغلي حامد كرزي د خپلو مبارزو په دوام د ۱۳۸۰ هجري لمریز کال چې د ۲۰۰۱ميلادي كال د اكتوبر د میاشتې سره برابره وه، د خپلو درېيو تنو همفكرو ملګرو سره یو ځای د ارزګان ولايت ته له روان جګړیز حالت څخه د افغانستان د خلاصون، د سولې د اعادې او د افغانستان د ولس د خوښې د نظام د تشکیل په موخه د خلكو د پاڅولو او يووالي لپاره لاړ او د طالبانو د رژيم تر نسكورېدو پورې يې د افغانستان په مركزي ولاياتو كې خپلو مبارزو ته دوام وركړ.
تاریخي تصمیم
حامد كرزي د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۴مه یا د ۲۰۰۱ميلادي كال د ډېسمبر په ۵ مه نېټه د آلمان د بن ښار د غونډې د ګډون كوونكو له لوري د لنډمهالې ادارې د رئيس په توګه وټاكل شو او د هماغه كال د ډېسمبر په ۲۲ مه چې د ۱۳۸۱ کال د مرغومې یا جدې لومړۍ نېټه وه د كابينې له غړو سره يو ځای د وفادارۍ لوړه وکړه.
د یادونې وړ ده چې د بن کنفرانس د ۱۳۸۰ کال د لیندۍ په ۷ نېټه د جرمني د بن ښار په پترزبرګ دولتي هوټل کې جوړ شوی و او د افغانانو تر منځ یې د سولې او پخلاینې، د مختلفو سیاسي او جنګي ډلو د یو ځای کولو، په افغانستان کې د لنډمهالې ادارې جوړېدو او دېموکراتیکو اساساتو اېښودلو ته لاره پرانیستله.
کله چې د ۱۳۸۰ کال د مرغومې په لومړۍ نېټه ښاغلی حامد کرزی واک ته و رسېد نو له همدې مودې څخه وروسته د افغانستان د سولې، ټیکاو، سیاسي ثبات، استحکام، بیا رغونې او خوښۍ نوی دور پيل شو.
د اسلامي انتقالي حکومت ریاست
لکه څنګه چې د نوموړي همېشنۍ هیله وه، له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره سره ښاغلی حامد كرزی و توانېد چې په جګړه ځپلي افغانستان کې یو ځلې بیا د لویې جرګې جوړېدل اعاده کړي او د دې لوی، مهم او همېشني اصل تدویر ته د هېواد په سیاسي او ټولنیز چاپېریال کې په بریالیتوب سره لاره پرانېزي. ښاغلي حامد کرزي و کولای شول چې د ۱۳۸۱ کال د غبرګولي په ۲۳مه چې د ۲۰۰۲ ميلادي كال د جون له ۱۳مې نېټې سره برابره ده، بېړنۍ لویه جرګه جوړه کړي او د همدې بيړنۍ لويې جرګې د غړو له خوا د افغانستان د اسلامي انتقالي دولت د رئيس په توګه وټاكل شو.
لومړنۍ انتخابي ولسمشر
حامد کرزی د ۱۳۸۳ کال د جمهوري ریاست په لومړیو ټولټاکنو کې د هېواد د خلکو له خوا د رایو په اکثریت د جمهور رئیس په توګه وټاکل شو او د هماغه کال د قوس په ۱۷مه چې د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر له ۷مې نېټې سره سمون لري، د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.
دویم انتخابي ولسمشر
حامد کرزي د دوهم ځل لپاره د ۱۳۸۸ کال د جمهوري ریاست په ټولټاکنو کې ځان کاندید کړ او د دوهم ځل لپاره د افغانستان د جمهور رئیس په توګه انتخاب شو او د هماغه کال د عقرب په ۱۹ مه نېټه یې د ګڼو کورنیو او بهرنیو لوړ پوړو چارواکو په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.
کورنی ژوند
ښاغلی حامد كرزی شپږ وروڼه اويوه خور لري، د حامد کرزي خور فوزیه کرزی نومېږي او د وروڼو نومونه یې: ۱.احمدولي کرزی،
۲.عبدالولي کرزی،
۳.شاه ولي کرزی،
۴.عبدالاحمد کرزی،
۵.محمود کرزی،
۶.او عبدالقیوم کرزی دي.
حامد کرزي د ۱۳۷۸هجري لمريز كال د دلوې په مياشت كې یې له آغلې دوكتور زينت قريشي سره واده كړی دی او آغلې زینت کرزی د افغانستان لومړۍ مېرمن ده. د ښاغلي حامد کرزي او آغلې زینت کرزي د واده ثمره یو زوی او دوې لورانې دي چې نومونه یې په لاندې ډول دي:
۱.میرویس کرزی
۲.ملالۍ کرزی
۳.نازو کرزی
ښاغلی حامد كرزی د آس د سپرلۍ او پلي ګرزيدو سره زياته علاقه لري، هغه يو خدای پرست، سوله ایز، مینه ناک او متدين شخص دى چې په لومړي ځل لیدلو سره سړی د ځان ملګری کوي.
ښاغلی كرزی په پښتو، دري، انګریزي، فرانسوي، هندي او اردو ژبو خبرې کولای شي، دكتاب له مطالعې او د تلويزيون د خبري او علمي پروګرامونو له لیدلو سره مينه لري.
د کرزي جامې
ولسمشر حامد کرزی چې کله د افغانستان د چارو واګې په خپل لاس کې اخیستې تل یې ملي جامې آغوستې دي، په جامو کې یې د کمیس د غاړې طرز آن په افغان خیاطانو کې مشهور شوی او د حامد کرزي غاړه یې بولي. حامد کرزی تور له کمیس او پرتوږ سره تور رنګې کورتۍ یا واسکټ ډېر خوښوي او د نوموړي جامې په ملي او نړیواله کچه ستایل شوې دي او نوموړي ته په جامو کې د ځانګړي سټایل درلودونکي ولسمشر لقب ورکړل شوی دی. د ښاغلي حامد کرزي د جامو په منځ کې د قره قلي او چپنې آغوستل د ولسمشر کرزي د جامو هغه ځانګړنه ده چې تر ده د مخه په ملي او نړیواله کچه د افغان سیاسي مشرانو په لباس کې په ډېره پیمانه نده لیدل شوې. له همدې کبله د ګوچي فېشن شرکت (ټام فورډ) د ولسمشرانو د سیالیو په لړ کې ښاغلی حامد کرزی د نړۍ تر ټولو ګلالی او مینه ناک شخصیت بللی دی. همدارنګه سېلويا فېندي او د فېندي فېشن شرکت ښاغلی حامد کرزی په کالو آغوستلو کې د خپل ذوق د خيال ساتلو او د چا د پروا نه لرلو په برخه کې په لوړه پیمانه ستايلی دی.
باید و ویل شي چې په ۱۳۸۹ هجري لمریز کال کې د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي یوه چپنه د لیلام په ډول خرڅلاو ته کېښودل شوه چې له خپل ولسمشر سره د زیاتې مینې له کبله یوه افغان تبعه او د امریکا غږ آشنا راډیو د پښتو خپرونو نطاق ښاغلي فواد لامع نوموړې چپنه په لوړ قېمت و پیرله. په همدې توګه له هغه مهال وروسته د چپنې او قره قلي استعمال په ځینو افغان مشرانو کې له سره دود او په غوړېدو شو کله چې ښاغلي حامد کرزی واک ته و رسېد او جامه یې په ملي، سیمه ایزه او نړیواله کچه مشهوره شوه. دا چې د ښاغلي کرزي جامه ځانګړې او ښکلې بڼه لري نو د چارو نړیوالو څېړونکو او د جامو شرکتونو نوموړی د نړۍ د ښکلیو ولسمشرانو په لیکه کې حساب کړي.
مډالونه او سوغاتونه
ښاغلي حامد کرزي د خپل کاري ژوند په لړ کې ګڼې جایزې، ستاینلیکونه، افتخاري دوکتوراوې او مډالونه تر لاسه کړې دي چې لنډیز یې له ګرانو لوستونکو په لاندې ډول شریک کیږي:
لومړی: په ۱۳۸۵ هجري لمریز یا ۲۰۰۶ میلادي کال د حقوقو په څانګه کې د جورج ټاون له پوهنتون څخه د افتخاري دوکتور ا اخیستل.
دویم: په ۱۳۸۴ هجري لمریز کال چې د ۲۰۰۵ سره برابرده ده د ادبیاتو په څانګه کې د نبراسکا له پوهنتون څخه د افتخاري دوکتورا اخیستل.
دریم: په ۱۳۸۳ هجري لمریز کال چې د ۲۰۰۴ میلادي کال سره سمون لري، دفلادلفیا دآزادۍ مډال د فلادلفیا د بنسټ لخوا حامد کرزي ته ورکړل شوی دی.
پنځم: داتحاد د ساتنې جایزه په جرمني کې د دای قادریګه لخوا حامد کرزي ته ورکړل شوه.
شپږم: په ۱۳۸۲ هجري لمریز کال چې د ۲۰۰۳ میلادي کال سره سمون لري، د مېړانې جایزه د دویمې ملکې الیزابت لخوا حامد کرزي ته ورکړل شوه.
اووم: د ادبیاتو په څانګه کې د هیماچل پرادېش پوهنتون افتخاري دوکتورا چې د هندوستان د سملې په ښار کې موقعیت لری، حامد کرزي ته ورکړل شوه.
آتم: دآزادۍ غوښتونکو دنړیوال انستیتوت دآزادۍ جایزه.
نهم: د قانون دحاکمیت په لور دآسیا جایزه د امریکا د وکیلانو د بنسټ لخوا حامد کرزي ته ورکړل شوه.
لسم: په ۱۳۸۱ هجري لمریز کال چې د ۲۰۰۲ میلادي کال سره برابر دی، د نجات د نړیوالې کمیتې دآزادۍ جایزه د حامد کرزي په نصیب شوې ده.
یوولسم: په ۱۳۹۳ کال کې د پښتونخوا د پاچاخان پوهنتون له خوا ښاغلي حامد کرزي ته د تقدیر تر ټولو ستره لوحه ورکړل شوې ده.
پر دې سربېره ښاغلي حامد کرزي د یو شمیر معتبرو نړیوالو بنسټونو څخه جایزې په لاس راوړي دي چې په لاندې ډول د ګرانو لوستونکو خدمت ته وړاندې کیږي:
۱.ښاغلي كرزي په ۲۰۰۲ميلادي كال د سملې له پوهنتون څخه افتخاري دوكتورا تر لاسه کړه،
۲.په ۲۰۰۳كال كې يې د ازادۍ جايزه تر لاسه کړه،
۳.د ۲۰۰۴ كال په اپريل كې يې د نړۍ د برياليو ولسمشرانو جايزه و ګټله،
۴.د ۲۰۰۴كال په جولای كې یې د فلادلفيا د ازادۍ جايزه تر لاسه کړه،
او د ۲۰۰۶كال په نوامبركې چې د ۱۳۸۵ هجري لمريز كال د عقرب د مياشتي سره سمون خوري د اندرا ګاندي د سولې، پرمختيا او بې وسلې كولو جايزه ترلاسه كړېده.
د کرزي د ډالیو ساتنځی
د افغانستان ولسمشر ښاغلی حامد کرزی خپلې هغه ټولې قیمتي ډالۍ د افغانستان بانک د ډالیو څانګې ته سپارلې دي چې نوموړي ته د مختلفو مناسبتونو په لړ کې په ملي او نړیواله کچه ورکړل شوې دي. دغه ډالۍ د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر په ځانګړې لارښوونه د افغان ولس مالکیت ګرځېدلی او د افغانستان بانک د ملي ډالیو په څانګه کې ثبت شوې دي.
مرګوني بریدونه
په ولسمشر ښاغلي حامد کرزي باندې تر دې مهاله درې ځلې مرګونې حملې او ترهګریز بریدونه شوې دي چې خدای (ج) له ټولو څخه روغ رمټ ویستلی دی.
لومړی حمله په ۱۳۸۱ کال په کندهار کې پرې و شوه، دویمه په ۱۳۸۳ پکتیا کې هغه مهال پرې و شوه چې د سورلۍ چورلکه یې د ګردیز هوايي ډګر ته نږدې شوې وه چې له ځمکې څخه د راکټ ډز پرې و شو او دریمه حمله هغه مهال پرې و شوه چې په ۱۳۸۷ کال حامد کرزی د غزني د اندړو ولسوالۍ ته په یوه غونډه کې د ګډون لپاره تللی وو چې د غونډې پر ځای د ترهګرو له خوا د راکټونو څو ډزې و شوې خو چا ته یې ځاني زیان و نه رساوه. همدارنګه د هغه حملې پر مهال هم حامد کرزی د سولې د ملي مشورتي جرګې ګډونوالو ته وینا کوله چې په ۱۳۸۹ کال د لویې جرګې په خیمه باندې د ملي مشورتي جرګې په غونډه ترهګریز راکټي برید و شو.
لویه لاسته راوړنه
حامد کرزی په داسې حال کې د افغانستان د چارو واګې په لاس کې واخیستې چې افغانستان په ټولیز ډول سخت ټوکر ټوکر وو، د وسله والو ډلو د ظلم، بېلتون پالنې، تعصب، کرکې او جګړو له کبله له یو بل څخه د خلکو بېزاري اوج ته رسېدلې وه او افغانستان له ورانوونکو بهرنیو لاسوهنو سره مخ وو چې په لویه پيمانه یې بیا درملنې ته اړتیا درلوده.
د ښاغلي حامد کرزي د لاسته راوړنو لېست ډېر اوږد دی، ځانګړې څېړنې ته اړتیا لري او په داسې یوه لنډه لیکنه کې یې د را ټولېدو شونتیا نه لېدل کېږي. د نوموړي د دورې تر ټولو لویه لاسته راوړنه د هېواد د پراخې او هر اړخیزې بیا رغونې تر څنګ د داسې جنګي ډلو او افرادو یو ځای کول او په یوه ملي محور را ټولول دي چې د حامد کرزي د واکمنۍ څخه د مخه یې تر منځ خبره یوازې توپ، ټوپک، راکټ او جګړه وه. ښاغلی حامد کرزي و توانېد چې په افغانستان کې د حقیقي سولې، وروګلوۍ او ملي یوالي د تامین لپاره بنسټیز ګامونه کښېږدي. د ولسمشر حامد کرزي په دوره کې د هېواد د درې رنګه ملي بیرغ سپېڅلی مقام تثبیت او یو ځلې بیا د نړۍ په سیاسي، سپورتي او دیپلوماتیکو محافلو کې په ویاړ سره و رپول شو. د نوو افغانیو چاپ، د پوهنې وده، د آزادو رسنیو پراختیا، د ځوانانو رشد، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ انکشاف، د امنیتي ځواکونو تشکیل او په پښو درېدل، د لویو لارو او اساسي زېربناوو جوړول، د دولتي بنسټونو او اداراتو سمون او داسې نور هغه پرمختګونه دي چې په همدې دوره کې د افغانستان په برخه شوي دي. له ټولو څخه مهمه خبره دا ده چې ښاغلی حامد کرزی و توانېد چې په افغانستان کې د سیاسي واک سوله ایزه بڼه رامنځته کړي، د لومړي متنخت ولسمشر لقب خپل او په سوله ایزه توګه د واک لېږد ته زمینه برابره کړي.
مهمه نیوکه
د حامد کرزي د دورې څخه د مخه د افغانستان وګړو د یو شمېر جنګي ډلو او جنګسالارانو تر ظلم او بربریت لاندې شپې او ورځې تېرولې چې باید په بشپړه توګه زموږ وګړو له دغه ډول افرادو او ډلو څخه نجات موندلی وای. که څه هم دغه ډول ډلې او افراد په نسبي توګه خلع سلاح او له واک څخه غورځېدلي دي خو د افغانستان د وګړو لویه نیوکه په ولسمشر حامد کرزي باندې دا ده چې نوموړی په بشپړه توګه د جنګي ډلو او جنګسالارانو په بې وسلې کولو او مهار کولو کې پاتې راغلی دی. له دغه ډول کمزوري حالت څخه په ګټه اخیستنه ځینو لویو جنګسالارانو ته د بیا ظهور او لا ځواکمنتیا زمینه برابره شوه چې اوس مهال د سیاسي واک تر څنګ د افغانستان د ملي اقتصاد زیاتره برخه د دې ډول جنګي ډلو او افرادو لاسته لوېدلی، د دوی تر خېټه لاندې او د همدوی په وسیله حیف میل کېږي.
همدارنګه د سولې د تامین د سترو هیلو سره یو ځای بیا هم د ښاغلي حامد کرزي په دوره کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړې روانې وې. د ښاغلي حامد کرزي دوره په داسې حال کې پای ته رسېږي چې د افغانستان د ستر ملت لوی اکثریت پښتون ټبر تر سختو فشارونو او کړاونو لاندې شپې او ورځې تېروي، اساسي او هراړخیز حقوق یې تر پښو لاندې شوي او په مقابل کې یې ځانګړي قومي لږه کي یا اقلیتونه له حد څخه زیات ځواکمن او په نا انډوله توګه په چارو حاکم شوي دي چې دغه ډول نا انډولي په راتلونکي کې لوی لوی ګواښونه رامنځته کولی شي.
تر ټولو لویه او تاریخي نیوکه دا ده چې ښاغلی حامد کرزی د واک د اخیستلو پر مهال باید د یوه داسې منظم او ملي ځواک سره کابل ته ننوتلی وای چې خپل سوله ایز پلانونه او پروګرامونه یې په ډاډمنه توګه په عمل کې پلي کړي وای او هېڅکله یې اجازه نه وای ورکړې چې کابل یو ځل بیا د داسې ډلو واک ته لوېدلی وای چې د هېواد ملي زېربنا یې په ټولیز ډول له منځه وړې او د زیاترو ورانیو نسبت ورته کېږي.
د پای خبرې
د همدې لیکنې په وروستۍ برخه کې غواړم چې بیا هم خپلې خبرې د یوه هېوادوال په څرګندونو پای ته و رسوم چې (دل آقا انتظار) نومېږي او په خپله فېس بوک پاڼه کې یې په دري ژبه د ( خدا حافظ رییس جمهور) تر نامه لاندې لیکلې دي او داسې څرګندوي:
(به قدر کافی در این ۱۲ سال برایت اهانت کردند، برایت فکاهی ساختند، علیه ات در هر فرصتی که میشد شعار دارند، با بدترین واژه ها خطاب ات کردند، موافقین قبلی و مخالفین فعلی به خیانت متهم ات کردند، زمانیکه برای همدردی و دلسوزی برای کشور و مردم اشک ریختی، آنرا تشبیه به اشک تمساح نمودند ولی تو مثل یک سنگ، آرام بودی، هیچ صدای در نیاوردی و صبر کردی. در تعجبم این چه صبریست که خداوند ج برایت عنایت فرموده است).
دا خبرې د فېس بوک په لاندې پته کې موندل کېږي:
https://www.facebook.com/photo.php?fbid=720975191294278&set=gm.553078778132114&type=1&theater
د همدې سلسلې په لړ کې به د ښاغلي حامد کرزي د دولس کلنې دورې په مختلفو اړخونو معلومات خپرېږي، له موږ سره اوسی…
اخځلیکونه
1. احمدي وردګ، ګل آِغا، سوله په شخصیتونو کې
2. پښتو ویکپیډیا
3. د جمهوري ریاست رسمي برېښناپاڼه
4. معتمد، رشید، فېس بوک پاڼه
5. د جمهوري ریاست فېس بوک پاڼه
6. د بي بي سي پښتو ویب پاڼه
7. انتظار، دل آقا، فېس بوک پاڼه