د هیوادونو پیاوړتیا او تمدن له فکر او ذهني عروج سره لازم دي. د نړۍ مفکر قشر په پیل کي هڅه کړې، ترڅو د عوامو اذهان دې ته برابر کاندي، چي وطن بېله ملي یوالي د پرمختګ پر لور ګام نه سي اخیستلای!
لکه څنګه چي په سیاسي اړخ کي، ذهنونه له مزخرفاتو ډک سوي،همداسي په ادبي برخه کي هم اخلاقي کمزورۍ لرو. اشعار،متلونه، لنډۍ… نوري خبري سته چي ولس یې دې ته نه دئ پرې ایښئ ترڅو د ملي یوالي غېږ یو او بل ته پرانیزي، په دې برخه کي ځیني پروژې اخیستل سوي او کله بیا خلکو په غیري شعوري توګه کارولي، غواړم په دې بحث کي لږ پرې تم سم.
دا متلونه مي تر زر واري ډېر اروېدلی (تربور د تیارې موږی دی) یا ( تربور ته مي بې وروره مه کړې، ورور ته مي بې زویه!) که د یوې لحظې لپاره فکر وکړو، چي تربور خو اکا دی، او اکا د پلار ورور دی، یعني تر اکا به نو بل تیرونی دوست څوک سي؟ زه دا سي کورنۍ پیژنم چي د پلار په نه موجودیت کښي یې، ټوله مسولیت اکا په غاړه اخیستئ، زه داسي ځوان پیژنم چي ترماسترۍ پوري اکا رسولئ. باور لرم چي داسي کسان به تاسو هم پیژنئ، نو بیا ولي، اکا موږ ته دتیارې په موږي معرفي کیږي؟ زه دا منم چي د انسان د فطرت سره سم به،ځیني ستونزي د تربور لخوا رامنځته سوي وي، نو دا خو په دې معنی ندي، چي ګنې ټوله همداسي دي!! بله خبره دا، کله چي تربور دښمن سوو، د هغه تر ختم وروسته بیا دستي بل دښمن پیداکیږي چي هغه بیا(ورور) دی.
ورور هغه شخص دی،کوم چي خلک یې خپل راسته بازو بولي، ورور هغه څوک دی چي، د ژوند په اوږدو کي په هر غم او ښادۍ له بل ورور سره شریک دی. زه خپله شخصي تجربه درته بیانوم، زه چي نن کوم حد ته رسېدلی یم، په ټوله نړۍ کي مي د مشر ورور رول تر هرچا زیات دی، هغه همېشه هڅه کړې چي ما خوښ وساتي، نوموړي زه تل هڅولی یم، چي ځان لوړو پوړیو ته ورسوم، خو افسوس چي همدا ځیني ناوړه دودیز متلونه دي چي په لوی لاس زما ورور زما را دښمن کوي.
د پورتنیو مسائلو په څېرپه زرهاو داسي خبري په خپله ټولنه کي لرو، چي په روزمره ژوند کي یې استعمالوو خو په خیر اوشر یې نه پوهیږو، د بې علمه ټولني یوه نمونه دا وي، چي همېشه په پټو سترګو دبل تقلید کوي. مرحوم پسرلي څونده ښه ویلي ( خدایزده تقاضاء وه د دماغ که خوشبیني د زړه—- نیم یې د منلو ندي څه چي موږ منلي دي) ډیر داسي مسائل سته چي موږ د تقدس په سترګه ورته ګورو،خو خبر نه یوو چي ټولنه یې را خاوري کړل،خو د تقدس څرک هم نسته پکښي.
بل دا چي، الله (ج) انسان د ښو لپاره پیداکړئ او پربدو یې د ګنا حد ورته ټاکلی، خو په ډیر تاسف سره چي موږ وایو(ښه مه کوه، بد به نه در رسیږي) موږ داسي تنبیه سوي یوو، چي ښه باید په روزمره ژوند کي ونسي، کله چي یو انسان ښه نه کوي،نو په مقابل کي بېله بدو بل څه نه پاته کیږي!! خو کله چي بد کوو،بد به وینو. همدا علت دی چي له ښو لاس پرسر یوو اوهیواد مو ورځ تر بلي بد لوری خپلوي!
پایله: راځئ چي نور پرخپل روزمره ژوند او فعالیتونو له سره غور وکړو، په خپلو اسلامي اساساتو ځان پوه کاندو او ځانته دا معلومه کړو، چي ایا زموږ په دودیزو مسائلو کي کوم ښه دي او کوم بد. که مو دا کار وکړ، بیا نو پوه سئ چي وطن به مو په ګډه یو مثبت طرفته سوق کړئ وي. راځئ ذهنونه له سره پرېولو ترڅو په خلاصو سترګو خپل وطن ودان ووینو.
د افغانانو د ویښتیا په هیله