مدافعان

د شپې نږدې اته بجې وې ،  کابل ښار کې لا هماغه شان ګڼه ګوڼه وه  او هر موټر له بله د مخکې کېدو کوښښ کاوه .


 ماسره په موټر کې د دفتر دوه بهرنيان هم  ناست وو . موټر د باغ بالا پر سړک ورو- ورو  روان و  .
 دلته د سړک تر دواړو غاړو کورونه هم  موقعيت لري .


له يو- يو موټره  د هارنډونو غږونه پورته  کېدل   ، ناست امريکايى او انګريز يو بل ته
 وکتل او بيايوه وويل :  عجيبه وطن دى ، عجيبه خلک دي !!  په دې شپه  کې هارنډونه کوي ، څوک به ويده وي ، څوک  به ناروغه وي ، د هيچا فکر ورسره نه شته .  امريکايي غږ کړ : دا خو د بشر د حقونو نقض دى ، که زموږ ملک کې دا کار څوک وکړي  جريمه کېږي .


 انګريز وويل ، دلته د بشر د حقونو په  غم کې څوک نه دي ، هيڅوک د بل غم نه کوي .
 په همدې وخت کې راډيو د اتو بجو خبرونه پيل کړل :((  تېره نيمه شپه د ناټو هوايي ځواکونو په
 هلمند کې يو کور بمبار کړ . ))  نطاق زياته کړه :  (( دغه کور چې دکلي په منځ کې و ، ناټو پرې د ترهګرو د پټنځاى شک کړى و ، خو وروسته معلومه شوه چې ، په وژل شويو کسانو کې ميرمنې او تنکي ماشومان هم شامل دي او … )) په بدن مې يوه لړزه خپره شوه ، اوار رپېدم ، ناست بهرنيان راباندې پوه شول .  يوه وويل :  زموږ په خبرو خپه شوې ؟    بد خو مو ونه ويل ؟   ټول بشر يوو  بايد د بشر درناوى وکړو .


ماوې : نه ، رښتيا هم تاسو د بشر د حقونو مدافعان ياست  !!