کور / تازه خبرونه / کندهار ښاروالي: غواړو کندهار هوټل په ښه ډول ورغوو

کندهار ښاروالي: غواړو کندهار هوټل په ښه ډول ورغوو

دکندهارښاروالۍ په هڅو ۶۵حمامونه ګازی سوی دی او دالړۍ خورا په چټکۍ سره روانه ده.
دکندهارښاروالۍ نوبتی اووه نیزه غونډه چی دمرستیال ښاروال محمد نسیم ((رضایی)) په مشری جوړه سوه پکښی دښاروالۍ دمشورتی شورا دریس الحاج نقیب الله حکیمی ترڅنګ دښاروالۍ دټولو اړوندو مدیریتونو استازو برخه لرل.
لومړي په غونډه کښی مرستیال ښاروال محمد نسیم رضایی په ښارکښی دهغو حمامونو دګازی کولو جاج واخیستی کوم چی کندهار ښاروالۍ غواړی په ښارکښی ټوله حمامونه دیوه منظم پلان له مخي ګازی کړی چی دښاروالۍ دمراقبت مدیر عزیز خان سیفی وویل چی تر اوسه ددوی په هڅو ۶۵حمامونه ګازی سوی دی اودا لړۍ یی جاری ساتلې ده او هیله یې وښودل چی ژر دی چی دکندهار ښارډیرۍ حمامونه به ګازی کړی .
وروسته داداری مجلس بله موضوع په ښارکښی دکوڅه ډکه یا لیونیو سپیانو وه چی دکندهار مرستیال ښاروال په اووه نیزه غونډه کښی وویل چی ژرباید دکوڅه ډبه او لیونیو سپیانو کمپاین ترسره سي ترڅو وکولای سو په ښارکښی ښاریان په دې برخه کی دموجوده مشکلاتوڅخه خلاص کړو چی د ښاروالۍ دتنظیف مدیر حبیب الله بشردوست وویل چی دوی اوس دعامی روغتیا دریاست سره په تفاهم پریوه پلان کارکوی چی ترډیره یی کاری چاری خلاصی سوی دی او تمه یې وښوده چی په راتلوونکی اوونۍ کی به یې دښار په ټولو برخو کی په وړاندی جدی کمپاین وکړی او ټوله کوڅه ډبه اولیونی سپيي به دښاره ورکوی .

دکندهار ښاروالۍ داووه نیزي غونډي بله مهیمه موضوع په کندهار کی دکندهار هوټل ترمیم کاری وه چی دښاروالۍ د عواید مدیر محمدطاهر خان وویل چی دوی غواړی چی پخوانی کندهار هوټل په اساسی ډول ورغوی او نړیوال معیار برابر پکښی سهولتونه رامنځته کی چی دنوموړی په وینااوس یی دهغه قرارداد لپاره ۴۰ مادې جوړی کړی دی چی غواړی دداوطلبي دلاری یی په قرارداد ورکړی چی نوموړی په اداری مجلس کی د ددغه مادو تصویب غوښتی ترڅو په ښه توګه یی داوطلبي سوې وی چی دکندهار ښاروالۍ داداری مجلس لخوا دکندهار هوټل دبیاترمیم کاری دمادو تصویب وسو اوداکار یی دکندهار ښارپه تاریخ کښی یو لوی ویاړ وباله اوتمه یی څرګنده کړه چی دابه دکندهار ښاریانو پرژوند مثبت سیوری وغوړوی .

وروسته په غونډه کی په ښارکی پرساختمانی پروژو او دښار پرتنظیف بحث وسو چی ترډیره یی دمجلس ګډون کوونکی مصروف ساتلي وه چی دساختمانی امریت استازی وویل چی ددوی دپروژو په وړاندی څه ستونزی سته چی هغه یی دبېلګي په ډول موټرشوویانی یادي کړی چی پرخپل سر پرسړکونو ډیری اوبه تویوی چی په دې سره یی سړک ته زیانونه ډیر رسیږی او بله ستونزه یی هم پرخپل سر جمپونه یادکړه چی خلګوته یی ستونزی زیژولي دی چی مرستیال ښاروال محمد نسیم رضایی وویل چی هیڅوک حق نلری چی دښاروالۍ داجازې پرته دی څوک خودسره جمپونه جوړ کړی اشاره یی بله په ښارکی هغه موټرشوویانوته وه چی بی ضرورته پرعام سړک اوبه تویوی چی دادی اصلاح کړی او کوښښ دی وکړی چی دښاروالۍ سره په تفاهم په دې برخه کی کار وکی ترڅو کندهار ښاروالۍ وکولای سی دښاریانولپاره یی بهتره کارونه کړی وی .
وروسته دکندهار ښاروالۍ دمشورتی شورا ریس الحاج نقیب الله حکیمی په غونډه کی وویل چی ښاروالۍ اوښاریان دادواړه باید سره همکاره وی په هرو حالاتو کی سره خبروی او دښاروالۍ پرمدیرانو یی ږغ وکړ چی په هرو برخو کښی دمربوطه ناحې دوکیل سره په کارونوکی مشوره وکړی ترڅو په دې کارسره یی هم خلګوته ښه سهولتونه رامنځته کړی وی .
یاده دی وی چی دغونډی په اورستیو شېبوکی دخلګو پرعرض پانو هم خبری وسوی او غرمه مهال پای ته ورسیدل