له چادري څخه په ګټې اخیستنې د مخالفو وسلوالو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې.
نن سهار وختي د ۳ نیمو بجو په شا و خوا کې د مخالفو وسلوالو یوه لویه ډله چې چادري ګانې پر سر کړې وې د الینګار مهترلام تر منځ د غځیدلې لویې لارې په اوږدو کې د بسرام په سیمه کې د محلي پولیسو په یوه امنیتي پوسته برید کړی چې له امله یې څلور پولیس وژل سوي.
د برید سره سم د نیږدې نورو امنیتي پوستو له لوري په مخالفینو هم ځوابیه برید شوی او مرګ ژوبله ور اړول شوې خو ولې کره شمیره یې څرګنده نه ده.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه