په ننګرهار کې د احمدزي پريمرليګ سیالۍ نيمه پايلوبې لاره پيدا کړه.
د ننګرهار احمدزي پريمرليګ سیالۍ چې دوه اونۍ وړاندې د جلال اباد ښار سراج العمارت بڼ کې د يوتن سوداګر حاجي حضرت ولي احمدزي په مالي مرسته پيل شوې وه،څلورو مخکښو لوبډلو نيمه پای لوبې ته لاره پيدا کړې ده.
په دغو سیالیو کې سباوون،اخندزاده، پارکينګ او ښيوه سټار لوبډلو نيمه پای لوبو ته لاره پيدا کړې،چې نن ورځ به اخندزاده او پارکينګ لوبډلو ترمنځ لومړی نيمه پاي لوبه ترسره شي.
دوېمه نيمه پای لوبه به د سباوون او ښيوه سټار لوبډلو ترمنځ د بنجشنبې په ورځ ترسره شي،ګټوونکي لوبډلې به د جمعي په ورځ د اتلولۍ مقام ترلاسه کولو په موخه سره د سیالۍ ډګر ته وځي.
یادونې وړ ده، ددغو سیاليو څخه موخه د ننګرهار او په ټوله کې د افغانستان کورني کرکټ پياوړتيا بلل شوې ده.
هیره مو نه وي چې د راتلوونکي شنبې په ورځ په ننګرهار کې د اتو رسنيو کرکټ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پيل شي.