کور / تازه خبرونه / محور: د هند پر قونسلګر برید کي ځیني رازونه نغښتي دي

محور: د هند پر قونسلګر برید کي ځیني رازونه نغښتي دي

محور: د هند پر قونسلګر برید کي ځیني رازونه نغښتي دي

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب ترډیره په هرات کې د هند پر قونسلګرۍ د وسله والو مخالفینو ډله ییزې حملې او د دویم پړاو انتخاباتو مبارزو ته ځانګړي کړي.

محور:

محور نادولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې د هند په قونسلګرۍ پرونۍ حمله پخوانیو حملو ته ورته وه، خو په اوسني وخت کې داسې حملې ځینې پټې خبرې لري.

محور لیکي، د هند نوي منتخب لومړي وزیر نریندرا مودي له دې حملې څخه دوه ورځې وړاندې خپل پاکستاني سیال نوازشریف ته بلنه ورکړه؛ چې هند ته ورشي او د ده د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.

خو د ورځپاڼې په باور، په هرات کې د هند په قونسلګرۍ حمله ممکن د هند دې بلنې ته د منفي پيغام یو زیګنال وي.

محور لیکي، د دې حملې پر مهال د هرات والي په ایران کې وو او هلته یې د افغانستان ـ هند پر مسالو او د سلما بند د جوړېدو په اړه چې هندیان یې کار مخته بیایي له ایراني چارواکو سره خبرې کولې.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا حمله له پاکستان پرته د ایران لاس لرل هم یقیني کوي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې بیا د دې حملې په اړه د هند د لومړي وزیر خبرې را اخیستي؛ چې ویلې یې دي، له افغانستان سره به د هند دوستي، ژمنې او مرستې دوام وکړي.

د ورځپاڼې په باور د هند لومړي وزیر د دې حملې په ځواب کې د افغان امنیتي ځواکونو چټک غبرګون ستایلی دی او ویلي یې دي، چې دا حمله به د دواړو هیوادونو په اړیکو کوم اغیز ونه کړي.

سرنوشت په دې مطلب کې لیکلي؛ چې ولسمشر حامد کرزي په هرات کې د هند په قونسلګرۍ حمله د هند او افغانستان په ګډو ګټو حمله بللې ده.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو مبارزو او هلو ځلو ته ځانګړې کړې.

ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، چې د دویم پړاو دواړه کاندیدان هڅه کوي؛ چې د کمپاینونو پر مهال ځان افغانستان شموله شخصیت وښيي؛ خو د ورځپاڼې په باور، خلک به هغه کاندید ته رایه ورکړي؛ چې اقتصادي، سیاسي او امنیتي چارو ته ښه پلانونه او د ګاونډیو او نړیوالې ټولنې په وړاندې ښکاره سیاست ولري.

انیس په دې مطلب کې لیکي، ډیر خلک فکر کوي، چې په دویم پړاو انتخاباتو کې به د خلکو ګډون د سمت او قوم پر اساس وي، خو د ورځپاڼې په باور، افغانان اوس ځیرک شوي او هیچا ته به اجازه ورنه کړي؛ چې اوبه خړې او ماهیان په کې ونیسي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا د انتخاباتي مبارزو په اړه یوه مطلب کې لیکلي؛ چې دواړه کاندیدانو دا ځل یو د بل په وړاندې جدي موقفونه نیولي او یو د بل په وړاندې سختې خبرې کوي.

ورځپاڼه په دې مطلب کې لیکي، که د دواړو کاندیدانو له خوا انتخاباتي مبارزې همداسې پر مخ ولاړې شي؛ ممکن له طبعي حالته ووځي او کمپاینونو تر پوښتنې لاندې راولي.