د بدخشان پېښې قربانیانو ته درې نیم میلیونه افغانۍ مرسته ورسول شوه.
د میدان وردګو ولایت د ملي سوداګرو،ولسونو،ملکي او نظامي ادارو له لورې د بدخشان د ارګو ولسوالۍ د پېښې قربانیانو سره مرسته شوي درې نیم میلیونه افغانۍ د یاد ولایت چارواکو ته وسپارل شوې .
په میدان وردګو ولایت کې د یادې مرستې د راټولو او بدخشان ولایت ته د انتقال کولو کمیټې مشر او د ولایتي شورا مرستیال حاجي محمد حضرت جانان،چې د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي ته معلومات
ورکول وویل: یاده مرسته یې په پوره او سالمه توګه د یاد ولایت والي دوکتور شاولي الله ادیب ته وسپارله،چې د نوموړی له لوري جوړې شوې کمیټه ته ورکړل شوه .
هغه زیاته کړه، دوی لومړی د بدخشان ارګو ولسوالۍ کې د پېښې ځای ته ولاړ
او د قربانیانو کورنیو سره یې غمشریکې او د شهیدانو فاتحه ترسره کړه.
د ښاغلي جانان په وینا دوی په میدان وردګو ولایت کې راټولې شوې دوه نیم میلیونه او پنځه ویشت زره افغانۍ د یاد ولایت والي ته پخپلو لاسونو وسپارلې خو په میدان وردګو ولایت کې د مدني ټولنو لخوا راټولې شوې یو میلیون افغانۍ په لومړنیو وختونو کې په بدخشان کې جوړې شوې کمیټې ته دوی سپارلې وې.
د یاد کمیټې غړو،د ولایت مقام د دفتر رئیس محمدجواد رحیمي،د میدان ښار ښاروال انجینرمحمود امیري،د راډیو تلویزیون امر عبدالواحید عاطف او د استناف څارنوالۍ استازي سیدیونس هاشمي وویل : له دوی سره ژمنه وشوه،چې د میدان وردګو ترڅنګ په ټولو مرسته شویو پیسو به د لومړنیو مرستو ترڅنګ زیانمنو شویو کورنیو ته کورونه،د څښاک د اوبو څاګانې،روغتونونه،ښوونځي او نور ضروري کارونه ترسره کړي .
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې کمیټې له مشرتابه او غړو څخه مننه وکړه،چې د بدخشان ولایت د زیانمنو شویو کورنیو لپاره یې په میدان وردګو ولایت کې پیسې راټولې او بیا یې بدخشان ولایت کې زیانمنو ته ورسولې .
ده د میدان وردګو ترڅنګ د ټولو ولایتونو دغه اقدام،چې د ستونزو پر مهال له یو بل سره مرسته وکړي،غوره او پردیو څخه د لاس نیونې د خلاصون ګام وباله او ټینګار یې وکړ،چې په راتلوونکې کې هم باید دغه پروسې ته ادامه ورکړل شي.