د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټاکنو نهائې نتايجو اعلان وکړ، چې هیڅ یوه کاندید هم د ولسمشرې په ګدې د ناستې ځاې خپل نکړ، او ټاکنې دویم پړأو ته وغځېدې.
د لومړې پړاو په ټاکنو کې ګډون هم په خوښېو کې د ګډون نه کم نه وو او د یوالې یوه ښه تجربه هم وه. پدې تاریخې مراحلو کې افغانانو تر هر څه ډیر یوالې، نظم دسپلین، د قانون منل د ټاکنو په ورځې پلې کړه.
په لیکو کې په منظم ډول دریدل، د حقوقو مراعتول او ورورګلوې ټول هغه خواږه وو چې د حمل په شپاړلسمه يې نړیوال ګوته په خوله کړل.
بې له شکه خپلواکې بې له سرښندنې منځ ته نه راځې. تیر ځل ټاکنو کې هم ستونځې وګالل شوي، او ځنو خو خپل ژوند هم له لاسه ورکړه. خو ننګ په میړنو ګټل کیږې، او د میړانې ښونکې په نړی کې افغانان دي، نو بې له شکه دا ځل به هم موږ او تاسې میړانه کوؤ.
هغه متل دي چې وايې؛ د صبر میوه خوږه وې.
دا ځل هم د سر لوړې ملت غوښتنه دا ده، چې په ټاکنو کې ګډون وکړې. ځکه چې، د افغانستان راتلونکې اوس د ګوتو په رنګولو سره ټاکل کیږې، نه د ټوپک او زورواکې له لارې، او دا ځل یواځې دوه څرګنده انتخابه لرې، قلم او ټوپک.
د هیواد هر وګړې اوس هوښیار شوي او هر هیوادوال پدې پوهیږې چې د ټوپک خاوند څوک دي او د قلم خاوند څوک دي. نو لطفأ د تیر ځل په پرتله په پراخه کچه په ټاکنو کې ګډون وکړې. تر څو هغه زعیم و ټاکو چې د قلم له لارې زمونږه هسکه شمله لوړه وساتې.