د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د دغه ولایت یو شمېر لوبغاړو سره په لیدنه کې له ټولو مرستندویه ادارو څخه غوښتنه وکړه،چې په دغه ولایت کې د دې د ثبات د لاټینګښت په موخه په دې ولایت کې له لوبغاړو سره مرستي وکړي .
نوموړی زیاته کړه،د میدان وردګو ولایت د بېلابېلو لوبو لوبغاړي د هېواد په کچه ښې لوبې ترسره کړي او همدغه لوبغاړي کولای شي،چې د دې ولایت په کلیو بانډو کې د سولې او ثبات د لا ټینګښت په موخه کار وکړي .
هغه د افغانستان المپیک ملي کمیټې او د کرکټ بورډ عمومي ریاست څخه هم
غوښتنه وکړه،چې په دغه ولایت کې د بېلابېلو ولایتونو ترمنځ د سیالیو ترسره کولو ترڅنګ د بېلابېلو لوبغاړو سره مرسته وکړي .
د یادې لیدنې په ترڅ کې د میدان وردګو والي له لوري یو شمېر لوبغاړو ته،چې په بېلابېلو لوبو کې له ځانه وړتیا ښودلې وه او لومړۍ درجې خپلې کړې وې،کپونه،مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه