کور / تازه خبرونه / ناامني، د دوهم ځل انتخاباتو په وړاندې لاهم لویه ننګونه ده

ناامني، د دوهم ځل انتخاباتو په وړاندې لاهم لویه ننګونه ده

سرنوشت: ناامني، د دوهم ځل انتخاباتو په وړاندې لاهم لویه ننګونه ده
په افغانستان کې د جمهوري ریاست دویم پړاو انتخابات، امنیتي ستونزې او د سرتاج عزيز وروستۍ څرګندونې د کابل چاپ د نننیو ورځپاڼو مهم مطالب جوړوي.

سرنوشت:

سرنوشت غیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله “امنیت د دویم پړاو انتخاباتو پر وړاندې لاهم لویه ننګونه” ترعنوان لاندې لیکلې.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، چې نا امني نه یوازې کمه شوې نه ده بلکې د لومړي پړاو انتخاباتو په مقایسه ډیره شوې او دا د دویم پړاو انتخاباتو پر وړاندې لوی خنډ دی.

د سرمقالې د لیکوال په باور، د دویم پړاو انتخاباتو لپاره باید امنیتي تدابیر جدي شي؛ ترڅو خلک وتوانیږي، په انتخاباتو کې پراخ ګډون وکړي له دې پرته به د جمهوري ریاست د دویم پړاو انتخاباتو مشروعیت له پوښتنې سره مخامخ شي.

د سرمقالې لیکوال سپارښتنه کوي چې؛ امنیت باید د انتخاباتو د لومړي دور په څیر ټینګ شي؛ ترڅو خلک په هره سیمه کې وکولای شي رایې ورکړي او خپل راتلونکې جمهور رییس انتخاب کړي.

ویسا:

ویسا غیردولتي ورځپاڼې د اروپایي ټولنې هغه خبره را اخیستې؛ چې وایي، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دې په دویم دور انتخاباتو کې شفافیت ته جدي پام وکړي.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو اړیکو او ملي امنیت د سلاکار سرتاج عزیزهغه څرګندونې لاس وهنې بللي؛ چې وایي، د افغانستان نوی حکومت دې طالبانو ته څو ولایتونه ورکړي او هغوی دې په واک کې شریک کړي.

ویسا خپله سرمقاله هم د “سرتاج عزیز او د زړو ببولالو تکرار” ترعنوان لاندې لیکلي او وایي، چې د هغه دا څرګندونې د افغانستان په اړه د پاکستان بدې ارادې ښکاروي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو په دویم پړاو کې دواړو کاندیدانو ته سپارښتنه کړې چې هریو د بریالیتوب په صورت کې خپل مسوولیت درک اود ولس له خپلواکۍ، غرور، هویت او ویاړونو څخه دفاع وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي چې په انتخاباتوکې د خلکو حقوق څه دي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې؛ په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون د هغوی حق دی او باید چې هغوی ته دا زمینه په سمه توګه برابره شي.

په مطلب کې راغلي، چې د انتخاباتو له لارې خلک خپل سیاسي مشر انتخابوي او باید چې ټول مربوط ارګانونه هلې ځلې وکړي چې؛ خلک وتوانیږي په آزاد ډول اوپه خپله خوښه خپل راتلونکې جمهور رییس انتخاب کړي.

ملي ارمان

ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د انتخاباتو په اړه لیکلي او وایي چې، فکري او اعتقادي مسایل به د انتخاباتو د دویم پړاو د بحث محور وي.

د سرمقالې د لیکوال په باور په لومړی دور انتخاباتو کې ځینو کاندیدانو له وضع شویو معیارونو څخه سرغړونه وکړه او حتی ځینې یې جریمه هم شول.

لیکوال وایي چې، کاندیدان باید په خپلو بحثونو او انتخاباتي مبارزو کې یو بل ته پوره درناوی وکړي او اجازه دې ورنه کړي چې؛ فکري، اعتقادي او ایډیولوژیکي بحثونه دې د هغوی ترمنځ تاوتریخوالی اوستونزې ډیرې کړي.