دکندهارښاروالۍ دوه تنه مدیران هریولکه عبدالحڅمد دنهمی ناحې مدیر او شفیق الله ددریمی ناحې مدیر دوظیفوی غفلت پراساس له دندي ګوښه کړل سول .او پرځای یی نوی اهل کار اوبااستعداده ځوانان په دنده وګمارل سول ترڅو په کارونو کښی مخکښه واوسي او دخپلو شریفو او معززو ښاریانولپاره بهتره خدمات وړاندی کړی .
کندهارښاروالۍ که څه هم له یوه اړخه دښاردښکلااوجوړتیا په برخه کښی ځانګړي لاسته راوړني لری خو له بله طرفه دخپلو شریفو اوپتمنوښاریانو لپاره دتل پاته خدماتو غوښتنه لری ترڅو معزز او پتمن ښاریان د دوامداره سهولتونو څخه برخمن کړی چی په همدې برخه کښی ډیره جدي ده او تل یې کوښښ کړي دی چی خلګوته په هره برخه سهولتونه اجات کړی .چی پرهمدې اساس دمقافاتو او مجازاتو لړۍ یی ډيره پیاوړې کړې ده چی یوهم نن ورځ وه چی دبېلګي په ډول یی دوه تنه مدیران دبې کفایتی او وظیفوي غفلت پراساس له دندي لیری کړه اوپرځای دوه نوی ځوانان په د نده وګمارل ترڅو دخپلو شریفو او قدرمنو ښاریانو لپاره دکار کولو ښه جوګه سی