کور / تازه خبرونه / له سیکا نه د لولسمشر کرزي انتظار

له سیکا نه د لولسمشر کرزي انتظار

محور: له سیکا نه د لولسمشر کرزي انتظار

د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب تر ډیره چین ته د ولسمشرحامد کرزي د سفر په اهمیت، په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ناټو درې اړخیزې غونډې او د ډیورند کرښې په اړه غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

محور ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې لیکلي، له سیکا نه د ولسمشر حامد کرزي انتظار.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د ځینو څیړونکو په وینا لیکلي، چې کرزی د سیکا له غړو هېوادونو څخه د لویدیځ د مرستو بدل غواړي او ښايي ژمنې یې په زړه پورې وي.

محور لیکلي، افغان ولسمشر تمه لري، چې د اسیا د متقابلو همکاریو او باور جوړولو یا سیکا کانفرانس په درشل کې افغانستان ته د سیمه ییزې همکارۍ جدي ضرورت په ګوته کړي.

هېواد دولتي ورځپانې په دې اړه مطلب کې لیکلي، چې ولسمشرحامد کرزی به چین ته د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ کې د چین له ولسمشر او نورو چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو په ټینګښت او سیمه ییزو مسئلو خبرې وکړي.

هېواد لیکلي، چې ولسمشرحامد کرزی به د سیکا په غونډه کې وینا هم وکړي.

سرنوشت نادولتي ورځپاڼې په کابل کې د افغانستان، پاکستان او ناټو د درې اړخیزې غونډې په اړه چې نن جوړیږي یو مطلب خپور کړی.

په مطلب کې راغلي، چې دغه درې اړخیزه غونډه د کندهار په معروف ولسوالۍ کې تر سرحدي شخړو او لانجو وروسته جوړیږي.

سرنوشت په خپل مطلب کې د دفاع وزارت د ویاند جنرال ظاهرعظیمي په وینا لیکلي، چې په دې درې اړخیزه غونډه کې به د پاکستان له خوا د هغه هېواد د پوځ مشر راحل شریف ګډون وکړي.

د ورځپاڼې په باور، چې په دې غونډه کې به په سرحدي ستونزو او په دې برخه کې د همکاریو په اړه هم خبرې کیږي.

ویسا نا دولتي ورځپاڼې بیا دې درې اړخیزې غونډې ته په اشارې لیکلي، چې د افغانستان لوی درستیر به له خپل پاکستاني سیال څخه وغواړي، چې طالبان پرې نه ږدي چې دویم پړاو انتخابات ګډوډ کړي.

ویسا لیکلي، چې په دې غونډه کې به د پاکستان له خوا په سرحدي سیمو د راکټونو د را ویشتلو مسئله هم مطرح شي.

ملي آرمان ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، چې د دیورند کرښه په رسمیت نه پیژنو.

ورځپاڼې په دې مطلب کې د مشرانو جرګۍ د مشر فضل الهادي مسلمیار له قوله لیکلي، چې په سرحدي سیمه کې د پاکستان مخته راتګ د پاکستان په خیر نه دی.

ورځپاڼې د ښاغلي مسلمیار هغه خبره هم راخیستې، چې ویلي یې دي، که پاکستان له دې کاره لاس په سر نه شي، نو په خپلو وینو به د هیواد دفاع وکړي.