د میدان وردګو ولایت د مرکز او ټولو ولسوالیو زرو کورنیو سره چې د بېلابېلو طبعي پېښو پرمهال زیانمن شوي وو،د دغه ادارې له لوري ورسره د لس زره لیتره غوړیو مرسته وشوه .
د دغه مرستې د ورکړې پرمهال د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي
د طبعي پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې څخه مننه وکړه،چې د دغه ولایت له
زیانمنو کورنیو سره یې د غوړیو مرسته وکړه .
هغه وویل : یاد کسان یې د بېلابېلو سرچینو څخه معلوم کړي،چې زیانمن شوي
دي او د یوه ګډ جوړ شوي څارونکې ډلې پر وړاندې ورباندې مرسته شوي غوړي
ویشل کیږي .
د دغه غوړیو،چې ټول لګښت یې نږدې یونیم میلیون افغانۍ کیږي،د اخیستلو
پرمهال زیانمن شویو کورنیو د میدان وردګو والي،د دغه ولایت د طبعي پېښو
پر وړاندې د چمتوالې ادارې او ټولو هغه کسانو څخه چې د یادې مرستې په
برابرولو کې هلي ځلي کړې وې،مننه وکړه