کور / تازه خبرونه / محور: د لومړي دور انتخاباتو په نتایجو کي د سازش رنګونه

محور: د لومړي دور انتخاباتو په نتایجو کي د سازش رنګونه

محور: د لومړي دور انتخاباتو په نتایجو کي د سازش رنګونه
د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو د نورو لیکنو ترڅنګ تر ډیره د انتخاباتو د دویم دور په اړه مطالب خپاره کړي.

دنیا:

دنیا غیردولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخکې د ولسمشرکرزي له قوله لیکلي چې؛ خلک باید په ډېر شوق سره په دویم پړاو انتخاباتو کې رایې ورکړي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې؛ جمهور رییس کرزي دویم دور انتخاباتوته د عبدالله عبدالله اواشرف غني احمدزي تیاری په دې هېواد کې د ډیموکراسۍ د پیاوړتیا ښه بیلګه بللې ده.

دې ورځپاڼې په یوه بل مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رییس ضیاالحق امرخیل په حواله لیکلي چې؛ د انتخاباتو په لومړي دور کې په درغلیو کې د لاس لرلو له کبله د دې کمیسیون درې زره درې سوه تنه کارکوونکي له دندو ګوښه شوي.

محور:

محور غیردولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې “د لومړي دور انتخاباتو په نتایجو کې د سازش رنګونه” ترعنوان لاندې یوه لیکنه او د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي تصویرونه خپاره کړي.

په دې اړه مطلب کې لیکل شوي چې د انتخاباتي شکایتونو پر کمیسیون انتقاد کیږي چې؛ د یوه ملیون جعلي رایو په ارزیابۍ کې یې خپله بی طرفي ونه ساتله او په مصلحتي ډول یې د لومړي دور انتخاباتو نتایج نهایي کړل.

دې ورځپاڼې هم د جمهور رییس کرزي له قوله لیکلي چې؛ خلک باید په دویم دور انتخاباتوکې هم د لومړي دورپه څیرپراخه برخه واخلي اوخپل راتلونکی جمهور رییس انتخاب کړي.

ملي ارمان:

ملي آرمان غیردولتي ورځپاڼې بیا د جمهور رییس کرزي هغه خبره را اخیستې چې دولتي ځواکونوته یې ویلي چې؛ په انتخاباتو کې دې مداخله نه کوي.

په دې اړه لیکنه کې د ولسمشرکرزي په حواله راغلي چې امنیتی ځواکونه او دولتي چارواکي دې د یوه کاندید په پلوي هم له دولتي امکاناتونه ګټه نه پورته کوي.

دې ورځپاڼې خپله سرمقاله تردې عنوان لاندې لیکلې چې انتخاباتي کمیسیونونه دې د خلکو باور ترلاسه کړي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي چې انتخاباتي کمیسیونونه باید په دویم دوړ انتخاباتوکې په پوره بی طرفۍ کار وکړي اوخلکوته ثابته کړي چې حق حقدارته رسوي.
ملي آرمان په خپل لومړي مخ کې دویم دور انتخاباتوته د اشرف غني احمدزي اوعبدالله عبدالله د تیاریوپه اړه هم یوه لیکنه خپره کړې.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله د انتخاباتود دویم دورپه اړه لیکلې او وایی چې خلک باید پکې پراخ ګډون وکړي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، چې دویم دور انتخابات د افغانستان د خلکو لپاره هم یوه لویه آزموینه ده اوباید په کې بریالي شي.

د سرمقالې د لیکوال په باور رسنیو د انتخاباتوپه اړه خلکو ته د عامه پوهاوي په اړه ډیرې هڅې کړي اوباید چې خپلو دې هڅوته دوام ورکړي.

انیس په یوه بل مطلب کې د جمهور رییس کرزي له قوله لیکلي چې په دویم دور انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون کولای شي؛ په افغانستان کې د سولې اوثبات لپاره ښه زمینه برابره کړي.