د کابل چاپ د نن ورځې اکثرو ورځپاڼو د نورو لیکنو ترڅنګ پر انتخاباتي مسایلو او له واکه وروسته د جمهور رییس کرزي د سیاسي اغیزو په اړه مطالب خپاره کړي.
سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي، چې حامد کرزی له ولسمشرۍ پرته هم مهم شخص دی.
په دې اړه لیکنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي جیمز ډوبنز له قوله ویل شوي، که څه هم ولسمشر کرزی به له واکه لري شي خو سیاسي نفوذ او اغیز به یې پر ځای پاتې وي.
په دې اړه مطلب کې د ښاغلي ډوبنز په حواله ویل شوي چې نوی جمهور رییس باید هغه ته درناوی ولري.
دې ورځپاڼې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د ویاند نادر محسني له قوله لیکلي، چې د شکایتونو د څیړنو نتایج د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستول شول.
دنیا غیر دولتي ورځپاڼې هم د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د چارواکو په حواله لیکلي، چې د انتخاباتي شکایتونو په اړه تصمیم نیونه نهایي شوه.
دې ورځپاڼې د مشرانو جرګې د غړو په قول لیکلي، چې د انتخاباتو نهایي نتایج باید د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا له قانون سره سم په خپل وخت اعلان شي.
په دې اړه لیکنه کې یو شمېر سناتورانو ویلي، چې امنیتي ستونزې ډیرې دي او که انتخابات دویم پړاو ته ولاړ شي نو ګمان نه کیږي چې په سم ډول ترسره شي.
په دې اړ مطلب کې راغلي چې ګاونډي هېوادونه په تیره پاکستان هڅه کوي چې نا امنۍ زیاتې اوپه افغانستان کې د انتخاباتوپر وړاندې خنډ جوړ کړي.
محور غیر دولتي ورځپاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په حواله لیکلي، چې د انتخاباتي شکایتونو د څیړنو نتایج که دوه ورځې مخکې دوی ته رسیدلي وایی نو په اړه به یې ژر تصمیم نیول شوی وای.
په دې اړه مطلب کې د دې کمیسیون ویاند نور محمد نور هیله څرګنده کړې چې دا نتایج دوی ته ژر ورسیږي.
ښاغلي نور ویلي، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له خوا د څیړنو د نتایجوله رسیدو سره سم دوی هم ځینې ارزیابۍ لري چې باید په ډیردقت سره ترسره شي.
ملي آرمان غیر دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو کې د ځینو دلایلو په وړاندې کولو سره وایي، چې د انتخاباتي کمیسیونونوکمیشنران باید له دندو لرې شي.
په دې اړه لیکنه کې د انتخاباتود قانون اود انتخاباتي کمیسیونو د دندو اوصلاحیتونود قانون پراساس راغلي چې د دې کمیسیونونو کمیشنران اوکارکوونکي قانوني مکلفیتونه لري اوکه چیرې پرې عمل ونه کړي نوباید لرې اوترعدلی تعقیب لاندې ونیول شي.
دې ورځپاڼې په یوه تحلیلي مطلب کې د دویم دوراحتمالي انتخاباتوپه اړه لیکنه خپره کړې او د ښه ترسره کیدو لپاره یې ځینې سپارښتنې هم وړاندې کړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه