کور / تازه خبرونه / ٩٠٠ جريبه مځکه د کوکنارو څخه پاکه سوه

٩٠٠ جريبه مځکه د کوکنارو څخه پاکه سوه

د کندهار ولايت ا منيتي چارواکي وايي چي په کندهار ولايت کي ئې يوشمېر سيمي د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې .
له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس ګل محمد شکران وويل، په ميوند ولسوالۍ کي ٩٠٠ جريبه مځکه د کوکنارو له کښت څخه په بشپړ ډول پاکه کړې او په راتلونکو ورځو کي به د ياد کمپاين لړۍ نورو ولسواليو ته هم وغځول سي.