ياد شوي كسان د دوشنبې په ورځ ناوخته په لښكرگاه له مركزي زندان څخه د ولسمشرد ۱۶ گڼې ځانگړي فرمان له مخې د يولړمراسموپه ترڅ كې چې پكې د هلمند والي الحاج محمد نعيم اونورومسؤلينوگډون درلود خوشي شول.
ددې مراسموپرمهال د هلمند والي الحاج محمد نعيم وويل، چې په خوشي شويوكسانوكې سياسي اوجنايي بنديان شامل ووچې د مجاهدينود بريا د ۲۲ كاليزې په وياړد ولسمشرد ځانگړي فرمان له مخې خوشي شوي دي.
هغه له خوشي شويوكسانووغوښتل چې په خپلوسيموته د سولې پيغام ورسوي اود دوهم ځل لپاره په داسې كړنولاس پورې نه كړي چې يوځل بيا زندان ته ولاړشي.
د نوموړي په وينا چې د هلمند مركزي زندان اوس مهال د يوه روزنيزمركزبڼه لري چې پكې بنديانوته په بيلابيلوبرخوكې د زده كړې امكانات برابرشوي اودوى له پوره حقونوڅخه برخمن شوي دي.