زموږ ګران هېواد د نړی د پرمختیایې هېوادونو له ډلې څخه دی چې په دې څو لسسیزو جګړو کې یې خپلې ټولې زیربناوې له لاسه ورکړې ،د هېواد اقتصادي خوځښت کډوډ شو او په ملک کې ناخوالې او کړاوونه را وټوکېدل د ښاغلي حامد کرزي د حکومت په راتلو سره هېواد ته نړیوالې مرستي راتوی شوي چې دا د هېواد لپاره یو ښه فرصت وو تر څو یې په سمه توګه ور څخه ګټه اخستې وای خو له بده مرغه څرنګه چې تمه کېده هسې و نشول .
که څه هم د آزاد بازار په چوکاټ کې ځینې کارونه وشول ،د خصوصي سکتور لپاره د کار کولو او پانګونې یو څه زمینه برابره شوه ځینې سړکونه او ښوونځې و رغول شول
خو په عمومې ډول اقتصادي سیستم له ماتي سره مخ شو او ویې نشو کړای چې ددې هېواد د دردیدلې ملت دردونه دوا کړي . هېوا په بشپړه توګه په بهرنیو مرستو متکي دی، په هېواد کې د سختې بېوزلی له کبله ، اداري فساد ، د مخدره توکو کرکیله او قاچاق، ټولنېزي ستونزې شتون لري، له بلې خوا افغانستان یو کرهڼیز هېواد دی چې کابو اتیا سلنه وګړي یې په مستقیم او غیر مستقیم ډول په کرهڼه لګیا دي او له دې لارې د ډیر لږ عاید په لاس ته راوړلو سره خپل ژوند پر مخ بیایې .
د دولت ناتواني ، د نړیوالو مرستو حیف او میل کول ، امنیتي ستونزي د دولت او ملت تر منځ د واټن شتون ، بروکراسي ، د مدیریت ضعف، د مسلکې کادرونو کمښت پر ضوابطو باندې روابطو ته ترجیح ورکول او کار دکار اهل ته نه سپارل هغه ستونزې دي چې د ښاغلي کرزي دولت یې له ستونزو او ننګونو سره مخ کړ او دا ستونزې ددې لامل شوې چې افغان دولت د خپلو موخو په لاس ته راوړلو کې یو څه ورسته پاتې شې او د هېواد اقتصاد پرمختګ لمنه په ښه توګه و نه غوړیږي .
له هغه ځایه چې افغانستان اوس په یو وارداتي هېواد بدل شوی نو پراخه او هر اړخیزه پلانونو ته اړتیا لري که چېرې د راتلوونکي حکومت چارواکې لازم اقتصادي پلانونه تر لاس لاندې ونیسي او دغه پلانونه بیا په سمه توګه پلي کړي او نړیوال یې ملاتړ وکړي نو شونې ده چې د هېواد اقتصادې سکتورونه په ورو ورو سره د پر مختګ په لور وخوځېږي ددې کار د سرته رسولو لپاره لازمه ده چې راتلوونکی حکمومت د اقتصاد پوهانو او با تجربه کسانو یو پیاوړی ټیم جوړ کړي تر څو د هېواد د اقتصادي پرختګ لپاره لنډ مهاله ،منځ مهاله او اوږد مهاله پلانونه طرحه کړي او بیا یې په پلې کولو غور وکړي، په دې برخه د خصوصې پانګوالو را شریکول به هم بې ګټي نه وي او کولای چې رغنده رول ولوبوي خو دلته د یوې اجرایوي قوي په توګه د دولت دنده چې دکورنیو او بهرنیو خصوصي پانګوالو لپاره زمېنه چمتو کړي او هغو ستونزو ته د حل لاره ولټوي چې د اقتصادي پرختګ په مخ کې خنډ ګرځي مګر درد یوازي په دې سره هم نه دوا کېږي بلکه لازمه ده چې دولت د کرهڼې ، صنعت او نورو هغو برخو کې پانګونه وکړي چې خصوصي سکتور ورته نه حاضریږي دا به له یوې خوا د سکتوري پرمختګ ، د استخدام د کچې د لوړیدو ، د نوې تکنالوژی د څخه د ګټې اخستنې او له بلې خوا به د دولت د مالیاتي عوایدو لپاره یوه ښه سر چینه وګرځي
خو د پورته کړنو د سرته رسولو لپاره راتلوونکی حکومت باید په هېواد کې د امنیت راوستل او د اداري فساد له منځه وړل په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسې دغه راز د پانګونې د هڅوونې او راجلبولو لپاره مالیاتي تنزیل په پام کې و نیسې او د غیر قانونې مالیاتو څخه مخنیوی وکړي .
د یو جګړه ځپلې او پراختیایې هیواد اقتصادي پرمختګ چې ډیری وګړي یې په بېوزلی کې ژوند کوي او د ژوند لومړنی اړتیاوې یې هم نه وې پوره مهالیزو پلانونو ته ټېنګه اړتیا لري تر څو وکولای شې خپل مات اقتصاد په ورو ورو سره په خپلو پښو ودروي .
دې هدف ته د رسیدو لپاره په بېلابېلو سکتورونو کې د لاندې دری مهالیزه پلانونه باید پلې شي.
۱- لنډ مهاله پلانونه: راتلوونکې اداره باید هڅه وکړي چې په یو لنډ معین مهال کې د استخدام کچه لوړه کړي او د بې کاری سره په کلکه مبارزه وکړي ددې کار د سرته رسولو لپاره باید په کرنیزه او صنعتې برخه کې په چټکی سره کار پیل شي…
۲- د کرهڼې او صنعت د پرختګ لپاره پنځه کلن پلانونه په پام کې ونیول شي او هڅه وشې تر څو د ابو لګولو سیستم فعال او صنعتې پارکونه رامنځ شې …
۳- په اوږد مهال کې باید د هېواد د هر اړخیز پرمختګ لپاره ستر پلانونه تر لاس لاندې ونیول شې د بېلګې په توګه د اوبو لګولو او بریښنا بندونو جوړل د لویو فابریکو رامنځ کول د کانونو را ایستل د هېواد د تولیداتو لپاره د نړیوالو بازارونو موندل…
په پایله کې به افغانان په ځان بسیه او یو پیاوړی اقتصاد به ولري
د یو پرمختللې او سوکاله افغانستان په هېله .