نن ماښام شپږ نيمي بجې د زابل په مرکز کلات کي د زرنج موټر پواسطه ريموټ کنټرول چادونه وسوه چي د دې ولايت د والي مرستيال حاجي محمدجان رسوليار په وينا د ماشومانو په ګډون اته کسه د کلات ښاريان او شپږ ملي پوليس پکښي زخميان سول.
دا پېښه چي د زړې قومندانۍ مخته رامنځته سوېده زخميان يې د کلات ملکي روغتون او اپاچي روغتيايي مرکز ته لېږدول سويدي.
د مرستيال والي په وينا د ۳ تنو زخميانو حالت نازک ښوول سوی دی خو نوموړي دا ونه ويل چي دغه درې کسان ملکي وګړي دي او که پوليس.
د پېښي د مسوليت په اړه معلومات نه دي ورکړه سويدي.