کور / تازه خبرونه / تخار:دملي پيوستون پروګرام ۱۸پروژې ګټي اخستني ته وسپارل شوې

تخار:دملي پيوستون پروګرام ۱۸پروژې ګټي اخستني ته وسپارل شوې

دشل ميليونو افغانيو په لګښت د کليو د بيارغونى او پراختيا وزارت د ملى پيوستون پروګرام اتلس پروژى ګټى ا خستنى ته چمتو شوى.

ددى ولايت دملى پيوستون پروګرام د مسوولينو د وينا له مخى پدى پروژوکى د۷۲۶۳مترو په اوږدوالی په سرک باندی شګی اچول ، دټولنیږو مرکزونو د بریښتا دوړوبندونو او پل ګوټو جوړول او داوبو دڅاګانو کیندل شامل دى .

نوموړى پروژى د تخار ولايت د فرخار، تالقان، ورسج ، رستاق ، ینګی قلعه ، بهارک ، اودشت ارچی په ولسواليو کى ګټى اخستنى ته وسپارل شوى چى شاوخو(ا۳۹۵۳) کورنى ترينه ګټه اخلى .

د يادونى وړده چى دملى پيوستون پروګرام د کارله پيل راپد يخوا )۳۵۹۵۸۰۸۳۷۰( افغانى په) ۳۵۸۳( ټول ګټو پروژو چى په هغو کى د ترانسپورت، بريښنا، کانال، زده کړى، تولنيز مرکزونو او معيشت پروژى او داوبورسولو شبکى شاملى دى، لګول شوى او د پروان ولايت زرګونى کورنى تراوسه ترينه برخمنى شويدى.