کور / سياسي / د ټاکنو کمیسیون ته سترګې په لاره ملت

د ټاکنو کمیسیون ته سترګې په لاره ملت

د تیرو دریو میاشتو را پدئ خوا افغانانو د ورځنیز کار او بار تر څنګ یې ټاکنیزو مڼدو ترړو ته ډیر ځیر وو.

د هر وګړې رایه د محترمو کاندیدانو لپاره شفأ وه. نو د همدې کبله د کاندیدانو منډو ترړې د عام وګړو تر منځ تر سره کیدالئ. خو د امینتې ستونځو له امله په ډیر احتیاط سره هر کاندید ګام پورته کاوه.

پدې ډګر کې دا د افغانانو دریمه تجربه وه. نو له همدې لامله ګڼ شمیر وګړې ویښ ول او په ډیر غور سره یې دا ځل د قدم پورته کولو هوډ کړې وو او په اسانې یې د هر چا ډول ته لاسونه نه پړکول.

دوه لاملونه کیدالئ شې چې وو. لو مړې دا چې د خپل رایې په ارزښت پوه ول او دوهم دا چې تر ډیره بریده یې د کاندیدانو په وچو وعدو په اسانئ سره زړه نه نرمیده. ځکه چې دوي په تیرو ټاکنو کې داسئ ډیر څه لیدلې او اوریدلې وو، چې وروسته یې بیا د عمل کومه بڼه خپله نکړه.

د تیرو ټاکنو په پرتله دا ځل نوماندان هم په تش لاس میدان ته نه وو را دانګلې، او د پوره کارئ برنامو او استدلال سره را میدان ته شوئ وو.

البته داسئ کاندیدان هم ول چې کوم خاصه کارې برنامه یې نه درلودله او تر ډیره حده په خپل ټاکنیزه مورچل کې هم زړه نا زړه ناست وو او تش د ګټونکې موږ یو غږ به یې کولو. د کار پوهانو په اند دا ډول کاندیدانو د نورو پیژندل شوو کاندیدانو لخوا د ځنو معاملو په تمه ټاکنیزه مورچل خپل کړې وو او پر دي پوهیدل چې کومه خاصه رایه نشې خپلولئ خو د نور لپاره خڼډ کیدالئ شې, نو د همدي لامله نور مطرح کاندیدانو لخوا د هر ډول معاملې د وړاندیز په بدل کې به خپله شړې د مورچله ټولوې.

د مطبوعاتو برخې په سږنې کال ټاکنو کې ډیره پراخه وڼده درلوده. په خاص ډول د کاندیدانو د مناظرو برخه د خلکو سره تر ډیره بریده مرسته وکړه، چې د کاندیدانو د لوي لست په منځ کې چاڼ وکړې او یو څو مشخصو کاندیدانو چې د ولسمشرۍ استعداد لرې تر نور کاندیدانو ډیر تر غور لاندي راولۍ او تر انتخاباتو تر ورځې پوري خپل وروستې تصمیم ونیسې.

تر ډیره بریده همداشان وشول. او د ټولو سیالانو تر منځ یواځې پنځه مطرح نوماندان خلکو وپیژندل. چې دا لړې د ټاکنو ورستیو شپو او ورځو کې دري معتبر کاندیدان او اوسمهال دوه غښتلې کاندیدان د نورو تر منځ وغوړول، او ځنو پاتو کاندیدانو جوړښتونه وکړل، یو نیم پرته له کوم جوړښته لاس په سر شول، او ځني خو ښه پوهیدل چې بریالې کیدالئ نشئ خو بیا یې هم دواړه پخې په یو پېڅه مڼډلئ وي او تر آخر ودریدل.

دي ځل ټاکنو کې یو بل لوې بدلون چې تر سترګو کیده هغه دا وو چې عام وګړو خپل هوډ د یو ځانګړې کاندید په اړه نیولئ وو. خو نورو کاندیدانو ټاکنیزو کمپاینونو بلنه به چې ورکړل شوه، نو په ورین تندي به ورتلل او ښه په نر به یې یوه خیټه ډوډۍ خوړه او یا هم کومه مالې ګټه تر لاسه کوله، او پر دي پوه وو چې د ټاکنو په ورځ خوښه د دِ په لاس کې دي او پوهیږې چې د دِ رایې نه هیڅ څوک هم نه خبریږې، چې چاته یې رایه ورکړې. نو کولائ شې چې خیټه غوړه، جیب ډک او خپل هوډ پوخ وساتې.

د هیواد ملي پولیسو، ملي امنیت او ملي اردو خپل ملي والې د انتخاباتو د کمپاینونو په مهال او په ځانګړئ ډول د انتخاباتو په ورځ په اثبات ورساوو. او همدارنګه د پولیسو او د پوځ په اړه په ټاکنو کې د لاسوهني کوم کره شواهد او یا شکایت هم ندي لیدل شوي.

ټاکنې د خپل مهال ویش سره سمې پر مخ ولاړې او په همغه نیټه او وخت چې ویل شوي وو تر سره شوي. نړیوالو او د هیواده دننه او بهر میشتو ناظرینو د ټاکنو د پروسئ د شفافیت او مشروعیت وستایل.

دټاکنیزو شکایتونو د ارزولو پروسه هم د ولسواکې یوه بې سارې بیلګه وه چې هیواد د لومړې ځل لپاره وازمایله.

اوس د ټاکنیزو میدانونو د دوړه کولو وروسته د دي وخت را رسیدلې، چې دا دوړي به کومه محترم کاندید په شنه چمن بدلوې. او دا به نن اوسبأ به په ډاګه شې چې کوم محترم کاندید څه کرلې وو، د خپلو ټاکنیزو مڼدو ترلو په مهال، څومره یې د ملت زړه خپل کړې او څومره ملت پري اعتبار کړې او دوهم پړاؤ ته د تللو سره به افغان ملت په کلکه د دوهم ځل لپاره هم د خپلې خوښې کاندید ته رايه ورکړې.

لکه څنګه چې د فصل د ریبلو وخت نږدې شوي، نو اوس اکثر بي مسؤلیته اشخاص د خلکو پر ذهنونو کې د ګډو ډیو د رامنځ ته کولو لپاره نغارې وهي، چې د با احساسو افغانانو تر منځ یې بیا هم ډیرې وسوسې او شکونه پیدا کړئ. خو با فهمه ملت به خپل صبر په ځاې وساتې او لکه څنکه چې د سولئ لپاره د تیرو دیرشو کالونو نه را پدیخوأ په تمه دي، هیڅکله به هم په ګډوډیو لپاره لمن و نه وهئ او خپل هغه ذعیم راتګ ته به لبیک ووایئ، کوم چې د ګڼ شمیر وګړو د ګوتو په رنګولو سره په دوهم دور کې اکثریت خپل کړې.