د لراوبر د ویب پاڼي څخه مي سترګي پر یوه راپور ولیګېدلې،
(عینو مېنه د قاچاقبرو ځای نه دئ)
په راپور کي ویل سوي دي چي ځیني خاریجي لوړرطبه مسؤلین او ځیني نړیوالي رسنۍ په لوی لاس دا هڅه کوي چي عینو مېني ته د قاچاقبرانو د مېني نوم او یا اوسیدلو رنګ ورکړي،
په داسي حال کي چي عینو مېمه د مطلق د بې وزلو بې چاره او مظلومو افغانانو د اوسېدلویو عصري ښارګوټۍ دی،چي زه تقریبآ دا شپږ اووه کاله کیږي پکښي اوسم نه مي کوم قاچاقبر ولید نه مي کوم ترهګر او یا کوم بل نړیوال مجرم تر سترګو سوی دی،
زه نه پوهېږم چي ولي موږ افغانان یوه هوسا،بسیا،او یوه ښېرازه ژوند ته نه د تاریخ په اوږدوکي پاته سوي یو او نه په دې وروستیو کي؟
زه نن د یوه افغان په توګه وایم چي عینو مېنه د نوي،پاک،با نظمه،با آدبه،با کلتوره او با ډیسیپلینه خلګو یو ډول انځور دی،موږ د عامه ښارونو ستونزي او مشکلات وینو،خو توپیر ئې یوازي دومره دی چي په عېنو ښارګوټي کي یوازي د یوه منظم او منسجم سیسټم تر مدیریت لاندي هرڅه پر مخ درومي،د عینو مېني ښکلا،ځلا،خوند،رنګ،اوسېدل،شینګیا،د کورونو ډولونه،عصري مارکېټونه،دکانونه،مغازې،او عومي خوراکه فروشیاني،سړی مجبوره کړي،چی لااقل یا خو سرمایه ګزاري وکړي،او یا ساده پکښي واوسي.
که خبره د حکومتي مځکي او یا په خاصه د دفاع د وزارت سي،نو تاسو فکر کوئ چي یو تجار یا یو عادي کاروباري دي پر یوه لویه او حکومتي ځمکي دومره لویه بسپنه اوچونه وکړي؟ فکر نه کوم! په هرصورت،
راځم بیرته د عینو مېني و ښکلي ښارګوټي ته،
خلګ شاید داسي فکر کوي چي عینو مېنه به څومره ښه برق لري،څومره صحي او د ژواندانه نور اړین خدمات به لري،خو هغسي هم نه ده،
دلته هم د نورو سهیلي ښارونو په څېر د ژوند په هر ډګر کي ستونزي،مشکلات،او نوري ناخوالي سته چي زما په شخصي اند ئې تر تاسو درنو دوستانو در رسوم،
د عینو مېني انځور داسي و نندارې ته وړاندي سوی دی،چي دلته ټول فیوډالان،سرمایه ګزاران،خاریجي ترجمانان،کاناډایان،امریکایان او داسي نور بډایه او شته من افغانان اوسي چي هره خبره ئې په ډالر ده،او یا هرڅه په ډالر رانیسي،خو داسي خبره هرګز نه ده،
په عینو ښارګوټي کي د ژواندانه هر طبقه انسانان ژوند کوي،دلته هر افغان،هر مسلمان،هر انسان کولای سي ژوند وکړي،سرمایه ګزاري وکړي،لیدنه وکړي.
یوازنۍ مشکل چي هم ئې نړیوال لري،هم ئې نور افغانان لري د عینو ښارګوټي په مورد،فکر کوم یوازي د ولسمشر د ورور ښاغلی محمود خان کرزي سره د هغه د رورو په خاطر او یا د سیاسي مسائیلو په نظر کي نیولو سره لري،نور هیڅ هم نسته.
اوس نو که یو سړۍ داسي فکر وکړي چي یو ښارګوټی د یوه شخص نه سي کیدای،نو بیا پر ټوله ښآرګوټي ولي نیوکه او انتقاد کیږي؟
زه یو افغان یم او د عینو مېني یو اوسېدونکی یم،زما لکه په ټول افغانستان چي زړه خوږيږي،داسي مي په خپل ښارګوټي هم زړه خوږیږي،ولي یو څوک داسي فکر وکړي چي د یوې شپږي په خاطر ټوله پوستین اورته غورځول کیږي،
زه دا خبره تائدوم چي په عینو ښارګوټي کي به هم ځیني زورواکان،غاصبین،سیاسي،او حکومتي چاروکي اوسیږي،داهم باید راسره ومنل سي چي دلته رخشه وانان،نانوایان،بایسیکل سازان،او د ژوند هر ډول کسبه کاران،کونډیاني،یتیمان،معلولین،معیوبین او د ژوندانه هر ډول انساني طبقه خلګ ژوند کوي،دلته یو رسمي پوهنتون په خپل فعالیت پیل کړی دی،دلته د تجارت د اطاقونو یوه خونه موجود ده،دلته یو پیاوړۍ زراعتي فارم نوی په کار پیل کړی دی،چي تقریبآ ټول سهیلي ولایاتو ته تازه ترکاري،په نوې بڼه وړاندي کوي،او دلته په لسهاؤ د زدکړي مراکز اوجود لري.
په عینو ښارګوټي کي یوه ډیره لویه دیني مدرسه تر کارلاندي ده،چي ډیر ژر به په کار پیل وکړي،د اوسیدلو په هره ساحه کي ښایستې او موډرني جامې ګاني او مسجدونه د انسان زړه وړي.
div style=”text-align: center;”>