کور / سياسي / څنګه حکومت او څنګه کابينه؟

څنګه حکومت او څنګه کابينه؟

اوسمهال په نړۍ کي تر ډېره ځايه دا يوه منل سوې، عملي سوې او رښتيا سوې خبره ده چي ديوه قوي، مضبوط، پياوړي، او هرخيز مشروع حکومت وجود او شتون دهغه حکومت په قوي باډي پوري تړلى دى، ځکه چي ديوې ښې قوي باډي په چوکاټ کي جوړ او قوي حکومت رامنځته کېداى شي.
يوه پياوړې، قوي حکومتي اداره ، هر اړخيز قوي سيستم، او له فساد څخه پاکه حکومتي اداره هيڅکله هم نه له اسمان څخه راځي او نه له بله لوري څخه، او نه هم ناشونى کار دى، بلکي زموږ په شان ديوې غريبي ټولني وګړي ډېر ژر او ډېر اسانه کولاى سي چي خپل ځان، هېواد او سيمه له هر ډول شته ناورين څخه را بهر کړي خو که خواري وکړي، محنت وکړي، او پر دې مظلوم ولس زړه وسوځوي، ځکه موږ په دې خبره ښه باورلرو چي نور څوک نه سي کولاى موږ ته هرڅه داسي سم کړي چي هم راته ډوډۍ راکړي، سړک، ښوونځۍ، روغتون، او داسي نور څه جوړ کړي، موږ په کراره ورته کښېنو، وڅښو، وخورو، حساب ونه منو، پرځاى د دې چي موږ خپله لاس په کار نه سو، نور دجيب ډلو پرځاى دولس د ستونزو دهوارولو او له منځه لپاره هم يوڅه کار او فکر ونه کړو او هرڅوک هرڅه دځان، هېواد، ټولني، او سيمي په ګټه کار ونه کړي نو ليري نه ده چي نور به هم ديوه لوى ناورين په منګول کي بند سو.
موږ افغانان که څه هم ترهر څه وړاندي ديوه قوي حکومت، قوي سيستم، او د فساد څخه پاکي ادارې منځته راتګ ته سترګي په لاره يو، خو په ډېر تاسف سره بايد يادونه وسي چي که څه هم تر دې دمه په دې توانېدلي نه يو ترڅو ديوه ښه حکومت د جوړولو لپاره لستوڼي را ونغاړو، لاس په کار سو او هرڅه په خپله هڅه هم کوشش تر سره کړو، خو بس دومره پهلوانان يو چي له بل نه ډوډۍ وغواړو، له بل نه امن وغواړو، له بل نه پيسې وغواړو او له بل نه دژوند دهري برخي دسمولو غوښتنه وکړو نو ځکه د ژوند له يوه ډېر ښه نعمت چي سوله، امن، سوکالي، ابادي، او خپلواکي ده هم بې برخي پاتي يو.
په افغانستان کي چي کله په ٢٠٠٩ کال کي دوهم ځلي ولسمشريزي ټاکني ترسره سوې هغه وخت د لسګونو نورو نوماندانو له منځه ولسمشر کرزى او عبدالله په يوه داسي سخته مقابله کي پاته سول چي د دوهم ځلي بيا ټاکنو ته دتګ امکان خورا زيات وو خو داچي خلک وايي چي هغه وخت د وخت دضرورت په اساس کرزي او عبدالله د يوه مصلحت، جوجاړي په پايله کي اوسنۍ ناکامه او ناکاره حکومتي اداره منځته راوړه، چي په پايله کي يې يوازي او يوازي کړېدلى، زورېدلى ولس له پيل نه ترپايه او تر دې دمه دسختو ستونزو او کړاوونو ښکار او شاهد پاته سو، په دې دوره کي افغان ولس ديوه داسي وحشت ورځي شپې سبا کړې چي نړيوال هم ورته ګوته په غاښ حيران پاته سوه، هديرې مو په خلکو ډکي سوې، اخترونه په غم ولړل سول، ودونه په وينو رنګ او غملړلي سول، خو داسي څه وسول چي په تاريخ کي نه سوي وه او نه تکرار سوي وه، ځکه چي د مصلحت نه جوړ منځته راغلى حکومت وو، يو سهامي شرکت وو، يوه غوړه پروژه وه، هرچا خپله، خپله ځانته پکښي برخه اخيستې وه، وزارتونه وېشل سوې وه، ولايتونه وېشل سوې وه، پر لويو او وړو چوکيو ناست لوى او واړه چارواکي ښه په مزه کي وه، دولسي جرګې ځيني غله غړي چي د ښوونځۍ دلسم ټولګۍ اسناد او لياقت يې هم نه درلود دشهزاده په سراى کي دځينو پټو معاملو په ترڅ کي منځته راغله، د دې کړېدلي، رنځېدلي ټولني نه يې يو ځل بيا يوه دپيسو نه ډکه ټېکه جوړه کړه، چي دهر چا فکر او سوچ پر ځاى د دې چي د دې خاوري دسوکالۍ، ارامۍ، او ابادۍ پوري محدود پاته سوى واى خو افسوز چي د دوى تر جېبونو ډکولو پوري هرڅه محدود پاته سو، چي دغه دود اوس هم همدغسي ژوندى پاته دى.
موږ د ولسمشر کرزي په مشرۍ حکومتي ادارې ته ځکه ناکامه او ناکاره حکومتي اداره وايو چي په دې دور کي يوازي او يوازي پر ولس قانون پلى سو، ولس دخپل کوچني جرم نه څو چنده زياته سزا وليده، خو د يوه انسان وژونکي حکيم شجاعي په ګډون نور زيات قاتلين، زور واکي، غاصبين، او د هېواد په کچه فساد زېږوونکي اوس هم همغسي په جګه غاړه ګرځي، چي نه يې چا مخه ونيوله او نه يې هم څوک مخه نيولاى سي خو خير.
نوى حکومت کېداى سي د ټاکنو وروسته رامنځته سي، کېداى سي مشروع وي، کېداى سي نامشروع وي، کېداى سي دمصلحت نه جوړ وي، کېداى سي د مصلحت نه پاک وي، او ….. راځي به که دچا خوښ وي که ناخوښه که يې څوک غواړي که نه، که ښه وي که بد خو خداى دي وکړي چي داسي نه وي لکه اوسنۍ اداره چي ده.
خو اوس خبره د ښې حکومتدارۍ، ښه قوي سيستم، پياوړي له فساد څخه پاکي ادارې، او ديوې ښې او قوي کابينې ده، پښتانه هېشه يوه خبره کوي چي (( مار خوړلي له رسۍ څخه ويريږي )) ځکه موږ د نوي حکومت څخه د تېر حکومت په شان کابينه او اداره نه غواړو بلکي مشروع، دټګيو برګيو او فساد څخه پاکه يوه داسي کابينه او حکومتي اداره غواړو چي په دې کابينه داسي کسان شتون ولري چي دکار خلک وي، خپلي لس سره ګوتي يې دپاکستان څارګري ادارې ISI ته دکار کولو دژمنتيا په موخه لګولي نه وي، کابينه بايد يوازي او يوازي د افغانانو څخه جوړه وي نه د نورو نه.
که چيري نوى حکومت په خپله کابينه کي هغو کسانو ته دکار موقع ورکړي چي استعداد يې ولري، دکار خلک وي، د تېر سهامي شرکت دټيکه دارانو څخه نه وي يا نه هم ورسره هيڅ ډول اړيکي ولري، قانون پر ټولو افغانانو يو ډول او يو شان پلي کړي، ترڅو په ښه ډول وکولاى سي چي ديوه متحد ملت، متحد افغانستان د يووالي وپياوړتيا ته ژمن واوسي، او يو داسي بدلون منځته راوړي چي دټولو افغانانو هيلي ترې پوره سي، نو ليري نه ده چي ديوه داسي حکومت لرونکي به واوسو چي له يوې خوا به پر خپلو پښو جګ ودرېږو او له بلي خوا به مو ديوې داسي سولي، امن، اقتصادي، تعليمي، فرهنګي، کلتوري، سياسي، پرمختيايي او نورو برخو کي خوبونه رښتيا سوي او ټولي هيلي پوره سوي وي.
په پاى کي ديوه سوکاله، اباد، ارام، خپلواک، زرغون، ودان او غني افغانستان په هيله.