کور / تازه خبرونه / اتصالات شركت د بدخشان له خلكو سره ١،٢ مليونه افغانى مرسته وكړه

اتصالات شركت د بدخشان له خلكو سره ١،٢ مليونه افغانى مرسته وكړه

د افغانستان اتصالات د بدخشان د ارګو ولسوالي د ځمکې ښویدنې له قربانیانو او د هغوی کورنۍ ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي او له دوی سره په غم او ویر کې ځان شریک بولي.
اتصالات د افغانستان د مخابراتو وزارت په همغږۍ د ځمکې ښویدنې له قربانیانو سره ۱،۲ میلیونه افغانیو مرسته وکړه، دغه مرسته د جمهوري ریاست لومړي مرستیال په واسطه د طبیعي پیښو ریاست ته وسپارل شو.
د افغانستان د اتصالات د سوداګریزو چارو مشر ښاغلی یاسر ابولعمایم وايي، مونږ ډیر خواشیني شو چې ددې تراژیدي پیښې په اړه مو واوریدل، چې په پایله کې یې سلګونو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړل، په زرګونو تنو د خپلې کورنۍ غړي او کورونه له لاسه ورکړل، نو د اتصالات ادارې په استازیتوب تاسې ته ډاډ درکوم چې اتصالات تاسې سره پدې سختو شیبو کې ځان شریک بولي.
په عین حال کې، د اتصالات کارکوونکو هم پدې اړوند خپله ځانګړې مرسته دغو قربانیانو سره وکړه.
دغه ځمکه ښویدنه د می په ۲مه نیټه رامینځه شوه، چې د یوې په پای ته رسیدو دوهمه رامینځته شوه، چې کله د کلي نورو د پیښو لومړنیو قربانیو ته د مرستې لپاره راوادانګل چې په پایله کې یې دغه تراژیدي پیښه وشوه او دغه قربانیان له ۱۰ متره څخه تر ۳۰ متره پورې تر خاورې لاندې شول.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې په دوبۍ کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه دی. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.