کور / تازه خبرونه / د زابل اوسيدونكي وايي دولایتي روغتون څخه پوزې ته راغلي دي

د زابل اوسيدونكي وايي دولایتي روغتون څخه پوزې ته راغلي دي

دزابل اوسیدونکي ددې ولایت مرکزي روغتون چارواکي دهغوی ناروغانو ته په نه پاملرنه تورنوي، دوی وايي دلیرې پرتو سیمو څخه خپل ناروغان دتداوي په موخه کلات ښار ته راوړي خودولایتي روغتون ډاکټران ورسره بد چلند کوي.
داخلګ ادعاکوي چي ډاکټران ترلسو بجو وروسته روغتون ته راځي او ددوی ناروغان دتداوي په موخه ساعتونه انتظارکوي خو هیڅ ډاکټر ورته نه پیداکیږي او کله چي کوم ډاکټرپیداسي نو هغه هم په واسطو دناروغ تداوي ته رابولي.
داخلګ همداراز ادعاکوي چي په ولایتي روغتون کې دشته درملو دنه ورکړې ترڅنګ اکثره مهال دډاکټرانو لخوا دوی ته شفري نسخې ورکول کیږي چي دوی يې په ساعتونو ، ساعتونو په ښار کې نسې پیدا کولای.
دوی دعامې روغتیا څخه پدې اړونددجدي پاملرنې غوښتونکي دي او وايي که يې ستونزو ته پاملرنه ونسي نو په لاریونونو به لاس پوري کړي.

بل لورته بیا دولایتي روغتون رېیس ډاکټرزلمی رېښتین دخلګوادعاوې ردوي اووايي ددوی ډاکټران پراته بجې خپله دنده پیلوي اوټوله ورځ دناروغانو په تداوي باندي بوخت وي. نوموړی وايي ترډیره يې هڅه کړې ده ترڅوناروغانو ته درمل ورکړي.

خلګ پداسي حال کې دولایتي روغتون څخه سرټکوي چې تردې وړاندي هم خلګو دددې روغتون دډاکټران وهغوی ته په ناملرنه تورن کړې ول اودپامه دې وتلې نه وي چي تیره میاشت هم په یاد روغتون کې یوې میرمن داولاد زیږلوپرمهال تردوه ساعته انتظار وروسته دډاکټرانو دنشتوالي لکبله خپل خوږ ژوند دلاسه ورکړ خو دعامې روغتیا وزارت يې تردامهال په اړه هیڅ ډول پوښتنه نده کړې.