په روزمره ژوند کي چي ډیرځیني ځورېږم، هغه د ملي یوالي ضد نظریات دي، هغه د وطن سره غیري شعوري نفرت دی او هغه د خپلوپرګنو ترمنځ مي د بې اتفاقۍ نخښي دي.
د افغانستان په ټوله تاریخ کي چي مو سترګي پرکومه فاجعه مښلي، عمده علت یې د افغانانو تیت وپرک کېدل دي، همېشه یې پرغیري ضروري او شخصي مسائلو تر ګرېوانو سره نیولي وي نو بیا د دښمنانو لپاره تردې بل ښه چانس نسته، ترڅو له همدې موقع پوره استفاده وکړي.
په نړۍ کي هرهیواد هڅه کوي،ترڅو بل هیواد ترخپل نفوذ لاندي راولي، همېشه هاندونه په دې برخه کي وي، چي څنګه د بل په وطن کي خپل جرړي وځغلوي! د نړۍ ډیرهیوادونه دداسي پلانونو په وړاندي ویښ دي خو متاسفانه افغانان ډیرژر په یوه او بل نوم د خپلو ورونو په ځیکرونو کي خپل وحشي خنجرونه سړءوي. کله چي د قوم خبره راغلې افغانان یې ښکار سوي، کله چي د سیمو او ژبو د تفرقې مبحث مطرح کیږي ترټولو ښه رول خو د ځان په زیان افغانان پکښي لوبوي.
کله چي تېره اونۍ د بدخشان د فاجعې په مقابل کي ما د افغانانو(په خاصه ځوانانو) د مرستي لوی هجوم ولید، نو زه د وطن د ودانۍ لپاره نور هم یقیني سوم، په دې پوه سوم چي افغانان نور د ویښتیا او روښانتیا پرلور درومي، کله چي د ویښتیا او روښانتیا لوری معلوم سوو، نو تساوي یې خپل بدلون دی،البته مثبت بدلون! هغه قبیلوي او مذهبي سیاسیون(خوپه اصل کي د انسان په شکل کي د افغانانو جلاد) چي همېشه یې د قوم او قبیلې په نوم افغان پرګنې سره بېلي کړي، د حیرت سترګي راوختې، هغوئ حیران سول او ترپښو لاندي یې اور بل سوو، چي دا څه پسات راوسو! دوئ خو نه غواړي چي شمال او جنوب یو دبل په غم سره شریک سي، دوئ خو تل هڅه کړې چي د شمالي او جنوبي افغان لاسونه باید یو دبل په وینو سره وي.
اې ځوانانو!! د وطن ابادي، د میني ژوند، د سواد ارمان، د افغان انسان د نس مړول، خپلو ارمانونو ته رسېدل، د دنړۍ سره ځان سیال کول او ودان افغانستان مو د یوالي په زندګي کښي نغښتۍ، لاسونه سره ورکړئ، یو دبل په غم سره شریک سئ او پردي فکرونه له خپلو ذهنونو ناهیلي کړئ، بیا نو بریا ستاسو ده.
د ودان افغانستان په هیله