ايتلافي ځواكونه وايي د كندهار په هغو عملياتو كي چي د تښتېدلو بنديانو په لټون پسي روان دي، په يوه بريد كي ۱۵ كسه طالبان ووژل سول.
د ايتلافي ځواكونو په وينا دا لا تر اوسه معلومه نه ده چي وژل سوي كسان تښتېدلي بنديان دي او كه د هغوى ژغورونكي طالبان .
افغان حكومت وايي د وړمي شپې په هغه بريد كي چي د كندهار پر عمومي محبس طالبانو ترسره كړ، ۸۷۰ بنديان وتښتېدل چي تر نيمي زيات يې طالبان وه.