ددی انځور په لیدو می زړه کی ناڅاپی وچ درد احساس کړ.دوه ښایسته تنکی ماشومان لکه د ګل غوټی چی نوی ټوکیدلی وی، لا یی ډیری پاملرنی،پالنی،روزنی او مینی ته اړتیا لرله.خو په دغوګلانو داسی یو افت راغی چی له تصوره لری و.هودا ریښتیا هم ډیره لویه اسمانی ټکه وه.چی له یوی خوادغو تنکیو ماشومانوخپلی کورنۍ له لاسه ورکړی اوله بلی خواپه هیواد کی روانو جنګونوچی د بهرنیو هیوادونودځینو کړیوله خواپه مخ وړل کیږی.
خلک ستړی او در په دره کړی دی.په جوزجان او نورو ولایتونو کی سبلابونو او په بدخشان کی د مځکی ښویدنی خلکو ته نه یواځی سترمالی زیانونه واړول، بلکی ډیره دردونکی یی دا ده چی خلکو ته د سردرانه زیانونه واوختل. ډیر خلک د خاورو لاندی شول، ډیر خلک اوبو یوړل او ډیر تنکی ماشومان د خپلو پلرونو او مېندود مینی او پالنې څخه بی برخی شول.چی دا به هرومرود هغوی په راتلونکی روزنه نه جبرانیدونکی اغیز ولری. ځکه ددغو تنکیو ګلانوژوند له دغی اسمانی ټکی څخه مخکی هم د ستونزو سره مخ و او وروسته به دهغوی لپاره ستونزی څو واره نوری هم زیاتی شی.هیله منه یم چی د افغانستان زوریدلی خلک نور د داسی ناڅاپی پیښو او بی مفهومه جنګ قربانی نه شی.
د سوله ایز افغانستان په هیله!
05-06-2014
ګلالۍ مومند