کور / تازه خبرونه / زابل: خلګ دپوهني دټکني حالت څخه اندیښنه لري

زابل: خلګ دپوهني دټکني حالت څخه اندیښنه لري

دزابل دشاه جوی ولسوالۍ اوسیدونکي دپوهنې بهیر دټکني حالت څخه سرټکوي، دوی وايي پدې ولسوالۍ کې تش په نامه ښوونځي فعاله دي او ددوی بچیان پکي څه نشي زده کولای ځکه ښوونکي يې غیرمسلکي او ټوله ورځ ددرس پرځای په ادارو کې ناست وي.
دوی اندیښنه لري که دپوهني بهیر په همدې حالت کي پاته وي نو ددوی بچیان به دزده کړي څخه بې برخې اوراتلونکی به يې نامعلوم وي.
دوی دپوهني وزارت څخه په جدي ډول غوښتنه کوي ترڅوددوی دبچیانو دپاره دزده کړي زمینه برابره کړي.

پرهمدې مهال یوشمیر ښوونکي بیا دپوهنې ریاست چارواکي ودوی ته په نه پاملرنه تورنوي، دوی وايي په تیر کال کې يې دښوونځیو دپاره دکتابونوترڅنک کلومونه او کتابچې هم ندي ورکړل سوې او وايي نور باید ددوی سره دمور اومیرې چلند ونشي. دوی غوښتنه کوي چي دزده کوونکودپاره يې اوس هم کتابونه نشته او باید پدې اړوند کوټلي ګامونه واخیستل سي.
داښوونکي همداراز وايي چي دیوشمېر ښوونځیو دپاره په تیر کال کې دبیارغولو پیسې راوتلي خو ددوی ښوونځیو ته هیڅ هم ندې ورکړل سوې.

بل لورته بیا که څه هم په لمړي سر کې دپوهني ریاست چارواکو دخبرو کولو څخه ځان پټوی خو وروسته پدې وتوانیدو چي دپوهنې رېیس سره مرکه وکړو.
دپوهنې رېیس رحیم الله لودین وايي په تیرکال کې يې دښونځیو په اړوند ستونزي درلودې خو اوس هغه ټولې ستونزي حل سوې دي او دنوموړي په خبره دشاه جوی ولسوالۍ ته يې څه باندي پنځوس زره جلده کتابونه لیږلي دي.
ښاغلی لودین دمسلکي ښوونکو نشتوالی یوه لویه ستونزه بولي.

دزابل دشاه جوی ولسوالۍ خلک پداسي حال کې دپوهني دبهیر دټکني حالت څخه سرټکوي چې تردي وړاندي هم دشاه جوی ولسوالۍ قومي مشرانو دپوهنې رياست چارواکي دښوونځیو په نوم دپيسو په راایستلو باندي تورن کړی وو او دهغوی په وینا د پوهنې بهیر کې په پراخ ډول فساد شتون لري.